د هرات په ګلران ولسوالۍ کې ۸۶ تنه ایران ته د غیر قانوني تګ په تور نیول شوي

د طالبانو محلي چارواکي وايي، د هرات په ګلران ولسوالۍ کې یې ۸۶ تنه چې ۱۰ تنه قاچاق کوونکي هم پکې شامل دي، نیولي دي. د طالبانو په وینا، یادو کسانو هڅه کوله د هرات د ګلران ولسوالۍ له دو آب سیمې نه په غیر قانوني ډول ایران ته لاړ شي.




