په نورستان کې د څه باندې ۱۴۱ میلیونه افغانیو په ارزښت ګرانبیه ډبرې وپلورل شوې

د نورستان ولایت د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست وايي، چې د دغه ولایت له بېلابېلو کانونو څخه ترلاسه شوې ۲۵۰ کیلوګرامه قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې د ازادې بولۍ له لارې د ۱۴۱ میلیونه او ۴۲۵ زره افغانیو په ارزښت وپلورل شوې.
ددغه ریاست د رییس په وینا، له یادې بولۍ څخه شاوخوا ۱۴ میلیونه او ۱۴۲ زره افغانۍ د عوایدو په توګه د طالبانو خزانې ته سپارل شوې دي.