یو شمېر افغانانو د پاکستان د بریدونو خلاف د برېتانیا د پارلمان مخې ته لاریون کړی

د چارشنبې په ورځ لسګونه افغانان د برېتانیا پارلمان مخې ته راټول شول او پر افغانستان یې د پاکستان هوايي بریدونه وغندل. لاریون کوونکو وویل، چې د پاکستان په وروستیو بریدونو کې ملکي وګړي او عامه تاسیسات په نښه شوي دي.