د پاکستان د علماوو او سنا غړو د طالبانو له سفیر سره وکتل
د پاکستان د ملي شورا غړي مولانا عبدالغفور حیدري په مشرۍ د پاکستاني علماوو پلاوي او ددغه هېواد د سنا مجلس غړي او د مذهبي چارو پخواني وزیر محمد طلحه محمود په اسلاماباد کې د طالبانو له سفیر سردار احمد شکیب سره جلا جلا لیدنې کړې دي.
به اسلام اباد کې د طالبانو سفارت ویلي، چې په دغو لیدنو کې دواړو خواوو د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر اوربند خوښي وښوده او ټینګار یې وکړ چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو اړیکې باید لا ښې شي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ لارې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له نښتو وروسته وتړل شوي، خو په دوحه کې د لوړ پوړو طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ د مذاکراتو وروسته لا هم د توخم په ګډون ټولې لارې د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلي پاتې دي.
د پولې د بندېدو اقتصادي اغېز هم ژور دی. په مېوو او سبزیجاتو بار موټر د پاکستان او افغانستان په خوا کې بند پاتې دي، د سوداګرۍ راکړې ورکړې درېدلې او کوچني کاروباري کسان هره ورځ مالي زیان ویني.
د جمرود په سهولت مرکز کې د عبدالله، محمد شاه او جان محمد په څېر ګڼ افغان کډوال د سیاستوالو د ژمنو په انتظار نه دي، هغوی غواړي چې دا یخ انتظار زر پای ته ورسېږي.
د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال صالح ویلي، طالبان چې له اوږدې مودې راهیسې یې د خپل ځواک او استقلال دعوې کولې، د پاکستان د پوځ د استخباراتي ادارې غوښتنو ته تسلیم شوي دي. له بلې خوا هغه ویلي چې د پاکستان پوځ د ټيټيپي د مشر نور ولي مسید په وژلو کې استخباراتي ماته خوړلې.
صالح د چارشنبې په ورځ پر اېکسپاڼې لیکلي: «طالبان چې له اوږدې مودې راهیسې یې د خپل ځواک او استقلال دعوې کولې، بالاخره د پاکستان د پوځ د استخباراتي ادارې (ایایسای) غوښتنو ته تسلیم شول او یو پټ تړون یې لاسلیک کړ، چې د ترهګرۍ پر ضد د همکارۍ پرمختګ به د (ایایسای) د شرایطو له مخې ارزول کېږي.
همدا راز صالح لیکلي چې د څلورو کلونو له څارنې وروسته د پاکستان هوايي ځواک د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) د مشر نور ولي مسید د له منځه وړلو هڅه وکړه، خو هدف یې خطا شو او مسید ژوندی پاتې شو.
نوموړي دا پېښه یوه ستره سیاسي او استخباراتي ناکامي بللې ده.
صالح په خپلو څرګندونو کې ویلي، د دواړو لوریو پروپاګند ته له پام پرته، دا تازه پېښې ښيي چې پاکستان د استخباراتو او هدف ټاکلو په برخه کې کمزوری دی او طالبان بیا له سیاسي کمزورۍ او انحصار سره مخ دي.
د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان عدلي سیستم د خپلواکۍ او عادلانه قانوني بهیر هېڅ نښه نه لري او دا مساله ډېره وېروونکې ده.
ریچارډ بېنېټ دا څرګندونې تېره اونۍ په بادغیس کې د طالبانو له خوا په عام محضر کې د یوه کس اعدام کېدو ته په غبرګون کې کړې دي.
نوموړي ویلي، چې په عام محضر کې د طالبانو له خوا اعدامونه نه یوازې د محکوم کس انساني حیثیت له منځه وړي، بلکې د ټولنې نورو وګړو ته هم د اعدام د صحني په لېدلو سره زیان اوړي.
بېنیټ ویلي:«د طالبانو له خوا عامه اعدامونه او نورې ظالمانه سزاګانې یوازې یو وېروونکی تشدد نه دی، بلکې دا قصدي عمل دی او د خلکو د کنټرول او وېرې د خپرولو لپاره کارول کېږي، دا عمل باید وغندل شي».
نوموړي پر طالبانو غږ کړی، چې ژر تر ژره دې ټول اعدامونه ودرول شي او د مرګ سزا دې په بشپړ ډول لغوه شي.
د راپورونو له مخې، د طالبانو له واکمنېدو وروسته د یادې ډلې له خوا د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې ۱۱ کسان په عام محضر کې اعدام شوي دي.
د سرچینو په وینا، وزارت ټولو اړوندو ادارو ته ویلي چې یادو کسانو ته دې د قانوني ملاتړ او خوندیتوب ډاډ ورکړل شي، او هېڅ اداره دې د هغوی د نیولو هڅه نه کوي.
د معلوماتو له مخې، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د دې موضوع د څار لپاره یوه ځانګړې شمېره هم اعلان کړې، او که هر حساس افغان وګړی ونیول شي، کولای شي د دې شمېرې له لارې اړیکه ونیسي.