د ایران د قدس ځواک قوماندان قااني په ناڅاپي سفر بغداد ته رسېدلی

په داسې حال کې چې په عراق کې کورني کړکېچونه زیات شوي، د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان اسماعیل قااني په یوه ناڅاپي سفر بغداد ته رسېدلی او له څو شیعه سیاسي او ملیشه مشرانو سره یې لیدلي دي.
د عراق شفق نیوز د باوري سرچینوله قوله خبر ورکړی چې قااني د بغداد له څو لوړپوړو شیعه مشرانو سره په جلا جلا کتنو کې د عراق د سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه خبرې کړې دي.