• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي، پرون له ایران او پاکستان نه نږدې ۶۰۰ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي

۳۰ تله ۱۴۰۴ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۶:۰۳ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، پرون له ایران او پاکستان نه ۵۹۹ کورنۍ بېرته افغانستان ته ستنې شوې دي.

د یاد کمېسیون په خبرپاڼه کې راغلي، چې پرون د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۴۷، د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۱۱۷، د هلمند د بهرامچې له لارې ۱۶ او د کندهار د سپين بولدک له لارې ۴۱۹ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

ترویج لرونکی

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل
۱

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د قدرت ۱۰۷ کلنه تراژیدي؛ له ماڼۍ تر وژل کېدو او تبعیده د افغانستان د واکمنو تکراري برخلیک

۳
ځانګړی

سراج الدین حقاني د روان وضعیت په تړاو په پکتیا کې له خپلو پلویانو سره پټه ناسته کړې

۴

د طالبانو د اړیکو کمیسیون افغانستان ته د دوو پخوانیو چارواکو د ستنېدو خبر ورکړی

۵

طالبانو په بلوچستان کې د ۳۴ کان کیندونکو پر مړینه خواشیني وښوده

•
•
•

نور کیسې

د افغان کډوالو تر اېستلو وروسته؛ په بلوچستان کې د کورونو بیې خورا ټیټې شوې دي

۳۰ تله ۱۴۰۴ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۳:۵۳ GMT+۱
100%

د بلوچستان له بېلابېلو سیمو د افغان کډوالو تر اېستلو وروسته، په دغه ایالت کې د ملکیتونو بیې تر ۹۰ سلنې پورې راکمې شوې دي. د راپورونو پربنسټ؛ په وروستیو کې له بلوچستان نه شاوخوا ۸۵زره افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

پاکستانۍ رسنۍ جیونیوز راپور ورکړی، چې د کویټې په ختیځ بای‌پاس، سټلایټ ټاون، نواکلي او پښتون‌اباد سیمو کې چې افغان کډوال له نږدې څلورو لسیزو راهیسې په‌کې مېشت وو، د کورونو بیې د دوی له اېستلو وروسته ۷۰ تر ۸۰ سلنې راټیټې شوې او په ورته وخت کې د خروټ‌اباد، سریاب‌روډ او ځینو نورو سیمو کې بیا بیې تر ۹۰ سلنې پورې ټیټې شوې دي.

په راپور کې د دې برخې له کاروباریانو سره مرکې شوې او ډیرو یې ویلي، چې په وروستیو کې د ملکیتونو د پېر او پلور کچه په بشپړ ډول درېدلې چې له کبله یې دوی له جدي اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.

دوی خبرداری ورکړی، که حکومت د ملکیت سکتور په برخه کې اسانتیاوې رامنځته نه‌کړي؛ نو دغه برخه به له سخت اقتصادي سقوط سره مخ شي، چې د کویټې پر عمومي اقتصاد به هم منفي اغېز ولري.

په بلوچستان کې سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، چې په دغه ایالت کې د افغان کډوالو ۱۰ پنډغالي تړل شوي او په‌کې مېشت ۸۵زره افغانان بېرته افغانستان ته لېږل شوي دي. چارواکو ویلي، چې په بلوچستان کې د افغانانو د نیونې لړۍ هم په چټکۍ روانه ده.

په وروستیو کې له پاکستان نه د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ په کمساري ډول چټکه شوې او هره ورځ د سلګونو کورنیو د ستنولو په اړه خبرونه ورکول کېږي. دا په داسې حال کې ده، چې ځینو ستانه شویو افغانانو ویلي، چې د پاکستان حکومت له‌خوا په جبري توګه اېستل شوي او د کورونو سامان، نغدې پیسې او ان په بانکونو کې يې شتمنۍ هم ترې ګرځول شوې دي.

طالبانو په پاکستان کې د افغانانو د پانګې او ملکیتونو په تړاو تراوسه څه نه‌دي ویلي؛ خو د دغې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد تر دې وړاندې د پاکستان له‌خوا د افغان کډوالو پانګې یرغمل‌کېدو ته په اشارې ټینګار کړی و، چې هېڅوک نه‌شي کولای د افغانانو ملکیتونه غصب کړي.

افغانستان ته د ایران غیرنفتي صادراتو په کچه کې ۷۸ مېلیون ډالره زیاتوالی راغلی

۳۰ تله ۱۴۰۴ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۳:۲۹ GMT+۱
100%

د ایران د سوداګرۍ سلاکار حسین روستایي ویلي، چې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې افغانستان ته د ایران غیرنفتي صادراتو په کچه کې ۷۸ مېلیون ډالره زیاتوالی راغلی دی.

نوموړي همداراز ویلي، چې افغانستان ته د ایران د صادراتو په کچه کې د دغه زیاتوالي سره د دواړو هېوادونو د صادراتو کچه ۱،۱۵۶ مېلیارد ډالرو ته رسېدلې. روستایي ویلي، د صادراتو ارزښت ۷ سلنه او د وزن کچه ۱۴ سلنه لوړه شوې چې ټول صادرات یې ۳زره او ۲۴ټنه اټکل شوي دي.

د هغه په وینا؛ د ایران له لوري افغانستان ته د صادرېدونکو مهمو توکو په نوملړ کې تېل، ګاز، اوسپنه، فولاد، سمنټ، خوراکي توکي، مېوې او سبزیجات شامل دي. وچه مېوه، کیمیاوي بوټي، حبوبات او ځینې نور توکي ایران ته د افغانستان په صادراتو کې شامل دي، چې د چارواکو په وینا په هغه کچه کې هم یو څه زیاتوالی راغلی دی.

د راپورونو پربنسټ؛ افغانستان د ایران پنځم صاداراتي هېواد دی. وړاندې طالبانو ویلي و، چې ایران د افغانستان تر ټولو ستر سیمه‌ییز سوداګریز شریک دی.

په ورته وخت کې د دوغارون د ازادې سوداګرۍ سیمې رییس محمدرضا مودودي ویلي، چې د ایران تر نیمايي زیات صادارات د دغه بندر له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي. دغه ایراني چارواکي ویلي، هر کال له دې لارې د کابو ۳.۲ مېلیارد ډالرو په ارزښت توکي افغانستان ته صادرېږي چې دا د افغان بازارونو له‌خوا د ایراني محصولاتو د لوړې تقاضا څرګندونه کوي.

طالبان وایي، په کابل کې یې له ۲۰۰ زیاتې تبلیغاتي تابلوګانې او لوحې په ژبني لحاظ اصلاح کړي

۳۰ تله ۱۴۰۴ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۵۹ GMT+۱
100%

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت اعلان کړی، چې د «لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د ژبني اصلاح» کمېسیون د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې له ۲۰۰ څخه زیاتې تابلوګانې او لوحې په ژبني لحاظ سمې کړې دي.

یاد وزارت د سه‌شنبې په ورځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د نشراتو د چارو معینیت یو پلاوي د کابل د کمپنۍ سیمې چې طالبان یې «د مسجدالاقصی ساحه» بولي د لوحو او اعلانونو له ځایونو لیدنه کړې او د هټۍوالو او د لوحو مالکانو ته یې د هېواد په ملي ژبو بدیلې طرحې وړاندې کړې دي.

طالبانو د اصلاح شویو لوحو د ژبنیو بدلونونو په اړه ډېر جزیات نه دي ورکړي.

د طالبانو د کلتوري چارو رییس او د یاد کمېسیون غړي قاري ولي ګل جواد ویلي، چې دا اقدام د لوحو د تنظیم، د ملي ژبو د ساتنې او د فرهنګي ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره ترسره شوی دی.

خو یو شمېر شنونکي وایي، دا ډول اقدامات د کلتوري اصلاحاتو تر نوم لاندې د طالبانو له‌خوا د عامه فضا د کنټرول او د ښاري تنوع د محدودولو هڅه ده.

په تېرو کلونو کې طالبانو څو ځله پر هټۍوالو او تبلیغاتي شرکتونو غږ کړی، چې خپلې لوحې د دوی له «کلتوري معیارونو» سره سمې کړي، دا هغه کار دی چې منتقدان یې د بیان د ازادۍ د کمېدو او د نورو ژبو د کارونې د محدودېدو هڅه بولي.

پاکستان افغان خاوره د ترهګرو پناه‌ځای بولي، خو افغانستان بیا پاکستان د ترهګرو مرکز ګڼي

۳۰ تله ۱۴۰۴ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۱۷ GMT+۱
100%

پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې افغانستان د ټي‌ټي‌پي، داعش او القاعده پناه ځای دی، خو افغانستان بیا وايي، پاکستان د داعش او ټي‌ټي‌پي د زېږېدو مرکز دی او دمګړی هم هلته فعال دي.

دوی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې کلونه وړاندې د القاعده پخوانی مشر اسامه بن‌لادن بیا د پاکستان په اېبټ اباد کې ووژل شو.

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني د سې‌شنبې په ورځ (د تلې ۲۹مه) د پاکستان له دولتي ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو حضور یوازې د پاکستان ادعا نه، بلکې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په راپورونو کې یې هم پخلی شوی دی.

100%
اصف درانی

اصف دراني په ډاګه وویل، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له حضوره د طالبانو انکار د نړۍوالې ټولنې له لوري نه منل کېږي او همداراز یې زیاته کړه، طالبان باید د ترهګرو ډلو او په ځانګړې توګه د ټي‌ټي‌پي پر وړاندې عملي اقدامات وکړي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد (یکشنبه د تلې ۲۰مه) د ډیورند کرښې په اوږدو کې د شوې جګړې په تړاو ځانګړي خبري کنفرانس کې په ډاګه وویل، په افغانستان کې هېڅ ترهګره ډله نشته او داعش هم په پوره قوت سره ځپل شوی او په وینا یې پاکستان په خپله خاوره کې د داعش پروژې پر موجودیت او پټنځایونو سترګې پټې کړي او د هغو په وسیله خپل دیني علماء او خلک وژني او همداراز د افغانستان او هم د نړۍ امنیت او ثبات پرې ګواښي او په باور یې «پاکستان خطرناکه لوبه پیل کړې ده.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت: هیله لرو چې یوه ورځ افغان ولس ازاد شي او ریښتینی حکومت ولري | افغانستان انټرنشنل پښتو

د مجاهد په وینا، داعش څو کاله مخکې د ډیورند کرښې ها خوا په اورکزیو ساحه کې سر راپورته کړ او مشري یې هم د سعید خان په نوم د یوه پاکستاني پر غاړه وه او پر کابل د طالبانو له واکمنۍ مخکې او وروسته دغه ډله د دوی له لوري ځپل شوې او اوس په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې خپلو اصلي سیمو ته تښتېدلي او هلته یې نوي پټنځایونه او مرکزونه جوړ کړي او له نورو هېوادونو نوي استخدام شوي کسان د پاکستان له لوېدیځې پولې او د کراچۍ او اسلام اباد له هوایي ‌‌‌ډګرونو خپلو یادو مرکزونو ته لېږدوي او له روزنې وروسته یې بیا افغانستان او نورې نړۍ ته د ترهګریزو بریدونو په موخه استوي.

100%
ذبیح‌الله مجاهد

ذبیح‌الله مجاهد وویل، «زموږ د اطلاعاتو له‌مخې د داعش د خراسان څانګې مشر شهاب المهاجر او د ده نږدې همکاران عبدالحکیم توحیدي، سلطان عزیز عزام او د داعش له مرکزي څانګې سره د اړیکو تنظیموونکی او په اصطلاح د مکتب صدیق مسوول صلاح الدین رجب د پاکستان په خاوره کې موجود دي، افغانستان په جدي توګه غوښتنه کوي چې دا اشخاص باید ور وسپارل شي.»

مجاهد همداراز له پاکستان څخه غوښتي، چې که یاد کسان دوی ته نه سپاري نو لږ تر لږه دې باید له خپلې خاورې وباسي او په دې توګه دې خپل مسوولیت ترسره او خپلې ژمنې پوره کړي.

له دې سره سم، د ټي‌ټي‌پي د جوړښت په تړاو د افغانستان د تېر نظام د ملي امنیت پخوانی مشر محمد معصوم ستانکزی بیا وايي، ټي‌ټي‌پي د پاکستان د استخباراتو محصول دی او په ۲۰۰۷ کال کې یې له مختلفو ډلو جوړه کړې ده.

معصوم ستانکزی: ټي‌ټي‌پي د پاکستان د استخباراتي کړیو په لاس جوړه شوې ده | افغانستان انټرنشنل پښتو

ستانکزی زیاتوي: «په پاکستان کې کله چې ټي‌ټي‌پي تشکیلېده په ۲۰۰۷ کال کې په هغه وخت کې مختلفې ډلې هلته وې د دې لپاره چې پاکستان له نړۍوالو او په ځانګړې توګه د امریکا له فشارونو چې ګواکې دوی له طالبانو حمایت کوي د ټي‌ټي‌پي په جوړولو کې د دوی استخباراتي ادارو سره کار وکړ او دغه ډلې یې سره یو ځای کړلې او د ټي‌ټي‌پي یا د تحریک طالبان پاکستان په نوم باندې سره راجوړې کړلې.»

د محمد معصوم ستانکزي په باور ټي‌ټي‌پي دمګړی د ډيورند کرښې په ها غاړه کې پر ډېریو قبایلي سیمو کنټرول لري او همداراز د بلوڅ ازادي غوښتونکي بیا د بلوچستان په ډېریو سیمو ولکه لري او په وینا یې له یوه بل هېواده د دغو ډلو کنټرولېدل ډېر ستونزمن دي.

د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست د تېرې یکشنبې په ورځ (د تلې ۲۷مه) له الجزیرې ټلویزیون سره په مرکه کې ټي‌ټي‌پي د پاکستان داخلي مساله وبلله او له پاکستان څخه یې وغوښتل، چې له تحریک طالبان پاکستان سره خپل اختلافات د خبرو له لارې حل کړي.

د طالبانو دفاع وزیر: موږ پاکستاني وسله‌وال ترهګر نه ګڼو | افغانستان انټرنشنل پښتو

پاکستاني طالبانو د پاکستان د مرکزي حکومت پر وړاندې «جهاد» اعلان کړی او په پاکستان کې د افغان طالبانو په څېر حکومت غواړي.

د افغانستان په تېر نظام کې د ملي امنیت پخوانی رييس محمد معصوم ستانکزی په ټينګار سره وايي، په افغانستان کې د ناورین رامنځته کول د پاکستان د سیاست یوه برخه ده.

معصوم ستانکزی: په افغانستان کې د ناورین رامنځته کول د پاکستان د سیاست یوه برخه ده | افغانستان انټرنشنل پښتو

د ستانکزي په وینا، تر هغې چې په دغه سیاست کې په حقیقي توګه بدلون رانه‌شي نو له افغانستان سربېره به پاکستان هم له لویو ستونزو سره مخ وي.

نتنیاهو: د ایران د اټومي ګواښ مهارول زما لپاره د کال تر ټولو ستره ډالۍ ده

۳۰ تله ۱۴۰۴ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۰۳ GMT+۱
100%

د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د خپلې ۷۶مې کلیزې په مناسبت ویلي، چې د ده د سږ کال تر ټولو ستره ډالۍ د ایران د اټومي ګواښ مهارول دي، خو ټینګار یې کړی چې لا هم «ځینې نیمګړي کارونه» د ده د حکومت په اجنډا کې پاتې دي.

نتنیاهو د سه‌شنبې په ورځ (د تلې ۲۹مه) ۷۶کلن شو، هغه د خپلې کلیزې په ورځ د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل: «هغه څه چې زه یې د ځان لپاره خوښوم، دا هماغه څه دي چې د خپل هېواد لپاره یې غواړم.»

نوموړي زیاته کړه: «سږ کال موږ یوه لویه ډالۍ ترلاسه کړه. زه څلوېښت کاله کېږي چې د ایران له لوري د اټومي ګواښ د مهارولو په اړه خبرې کوم او سږ کال موږ په ایران او سیمه کې یوه ستره لاسته‌راوړنه درلوده. سترې بریاوې مو ترلاسه کړې، خو لا هم یو شمېر کارونه ناتمام پاتې دي.»

د اسراییل لومړي وزیر وویل، چې د خپل هېواد لپاره یې اصلي هیله «قدرت، امنیت او سوله» ده.

بنیامین نتنیاهو دا څرګندونې په داسې مهال کوي، چې د ده حکومت د ایران د اټومي پروګرام، د حماس له ډلې سره د جګړې او د کورنیو سیاسي ستونزو له امله له پراخو ننګونو سره مخ دی.