خېبر پښتونخوا کې وسلهوالو د پولیسو مشر په ګډون درې سرتېري وژلي دي

د خېبر پښتونخوا د هنګو په غلمینه سیمه کې د پولیسو پر موټر بمي برید شوی، چې په کې د پولیسو د عملیاتو مشر اسد زبیر له دوو نورو سرتېرو سره وژل شوی او دوه نور ټپیان دي. چارواکي وايي برید هغه مهال وشو، چې اسد زبیر د لومړۍ چاودنې د پلټنې لپاره سیمې ته روان و.




