په پښتونخوا کې ناپېژاندو وسلهوالو د نجونو یو ښوونځی په بمونو الوځولی

په پښتونخوا کې ناپېژاندو وسلهوالو د نجونو یو ښوونځی په بمونو الوځولی. پېښه بېګاه ناوخته د پښتونخوا د ټانک په ګره بډه سیمه کې رامنځته شوې؛ خو چاته پهکې مرګ ژوبله نهده اوښتې.

په پښتونخوا کې ناپېژاندو وسلهوالو د نجونو یو ښوونځی په بمونو الوځولی. پېښه بېګاه ناوخته د پښتونخوا د ټانک په ګره بډه سیمه کې رامنځته شوې؛ خو چاته پهکې مرګ ژوبله نهده اوښتې.
په ټانک کې د پولیسو یوه مشر شبیر حسین شاه ویلي، چې په یاده پېښه کې د ښوونځي ودانۍ په بشپړ ډول ویجاړه شوې. هغه زیاته کړې، چې په سیمه کې د دوی له لوري چاڼیز علمیات روان دي.

د روسیې د ملي امنیت د شورا مرستیال او پخواني ولسمشر دیمیتري مدودف ویلي، د امریکا وروستي بندیزونه ښکاره کوي چې واشنګټن اوس د مسکو «ښکاره دښمن» ګرځېدلی او د ډونالډ ترمپ وروستي ګامونه د روسیې پر ضد د «جګړې عمل» بلل کېږي.
مدودف دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ پر ټېلېګرام پاڼه کې کړي او لیکلي یې دي: «متحده ایالت زموږ دښمن دی، او هغه ټرمپ چې ډیرې خبرې کوي او وایي چې سوله غوښتونکی دی، اوس په بشپړه توګه د روسیې سره د جګړې په لور روان دی. دا پرېکړې یو ښکاره جګړهییز اقدام دی، او ټرمپ اوس له اروپا سره، چې ځان یې له عقل څخه بېبرخې ښودلې، بشپړ همغږی شوی دی».
دغه څرګندونې وروسته له هغې شوې چې ډونالډ ترمپ د چهارشنبې په ورځ د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له پلان شوې لیدنې انصراف اعلان کړ او د امریکا د خزانې وزارت د روسیې دوه ستر د نفتو شرکتونه «روسنفت»او «لوکاویل»تر بندیزونو لاندې راوستل.
ترمپ مخکې روسیه «کاغذي زمری» بللی وه او ویلي یې و، چې مسکو د نړیوال اقتصاد او امنیت لپاره ستره ګواښ نه شي کېدای، خو د نوو بندیزونو له اعلان وروسته، د روسیې لوړپوړو چارواکو د واشنګټن کړنې جګړهییزې او پارونکې بللې دي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، مسکو به هېڅکله د امریکا یا بل بهرني ځواک تر فشار لاندې سر ټیټ نکړي. نوموړي د امریکا د نوو بندیزونو او د اوکراین د وسلې غوښتنې په اړه وویل، «که هر هېواد د روسیې پر خاوره برید وکړي، سخت ځواب به ترلاسه کړي».
دا څرګندونې وروسته له هغې شوي، چې د امریکا حکومت د چهارشنبې په ورځ د روسیې دوه ستر د نفتو شرکتونه «روسنفت» او «لوکاویل» تر بندیزونو لاندې راوستل. د دې پرېکړې له امله د نړيوال نفت بیه نږدې ۵سلنه لوړه شوې ده.
پوتین د امریکا او لوېدیځ له لوري لګېدلي بندیزونه «غیردوستانه اقدام» بللی، خو ویلي یې دي چې د روسیې اقتصاد به ترې جدي اغېزمن نه شي. هغه زیاته کړه، د هېواد د انرژۍ سکتور د بهرني فشار پر وړاندې د زغم وړتیا لري.
ولادیمیر پوتین خبرداری ورکړی، که د روسیې د نفتو صادرات ګډوډ شي، د انرژۍ بیې به ډېرې لوړې شي او دا به سیاسي ستونزې راولاړې کړي.
هغه همدارنګه د بوداپست په ښار کې د ټرمپ له لوري د ګډې ناستې د لغوه کېدو یادونه وکړه او ویې ویل: «خبرې اترې تل تر جګړې او اختلاف غوره دي».
نوموړي یو ځل بیا خبرداری ورکړ، که اوکراین د لوېدیځو راکټونو په وسیله د روسیې پر خاوره برید وکړي، د مسکو ځواب به «دروند او ځپونکی» وي.
د ازادو لوبو افغان اتل احمدولي هوتک په بیلاروس کې خپل روسي سیال ته په ماتې ورکولو سره اتلولي تر لاسه کړه. د هوتک د لوبیز ژوند په نړیوالو سیالیو کې دا ۱۲مه بریا وه چې تر لاسه کوي یې.
د افغانستان د ازادو سیالیو افغان لوبغاړياحمدولي هوتک نن شپه د بیلاروس په کوربتوب خپل روسي سیال «ارسن پارخوګاژیف» ته ماتې ورکړه.
هوتک په ۷۰ کیلو ګرامه وزن کټګورۍ کې د دې لوبې په ګټلو سره د «ډبیلو ټي کې ایف» سازمان اتلولي خپله کړه.
دا په لوبیز ژوند کې په نړیوالو سیالیو کې د احمد ولي هوتک ۱۲مه بریا وه او تر دې وړاندې یې یوازې یوه ماته خوړلې ده.
په پاکستان کې د هغو افغانانو چې د اوسېدو قانوني اسناد نهلري، د نیولو لړۍ پر دوام پولیسو په کراچۍ ښار کې د ۴۵ افغانانو د نیولو خبر ورکړی دی. ځايي چارواکو ویلي، چې دغه نیول شویو ۴۵ افغانانو د اوسېدو قانوني اسناد نهلاره او د پولیسو له لوري بېلابېلو زندانونو ته انتقال شوي دي.
پاکستاني رسنیو ویلي، چې پولیسو په کراچۍ ښار کې د افغانانو د نیولو عملیات پراخ او چټک کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون هم پولیسو په لاهور ښار کې د یو شمېر افغانانو د نیولو خبر ورکړی و. په وروستیو کې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د افغانانو پر وړاندې د پولیسو عملیات پراخ او چټک شوي دي.
په ورته وخت کې یوشمېر هغه افغانان چې د پولیسو له لوري نیول شوي او بیا افغانستان ته ستانه کړای شوي؛ ځینو یې له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي، چې د پولیسو په عملیاتو کې ان هغه افغانان هم ځورول کېږي، چې د اوسېدو قانوني اسناد لري.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د والسټریټ ژورنال د هغه راپور په غبرګون کې ویلي چې پکې د واشنګټن له لوري د اوکراین د توغندیزو بریدونو د محدودیتونو د لغوه کېدو ادعا شوې وه. ټرمپ ویلي: دا «خبر بې بنسټه او جعلي» دی.
ټرمپ پر ټروت سوشل خواله رسنۍ لیکلي،چې د والسټریټ ژورنال راپور، چې ګواکې امریکا د اوکراین له لوري د لوېدیځو اوږد واټن توغندیو د کارولو اجازه ورکړې، بې بنسټه او جعلي دی.
هغه ټینګار کړی چې متحده ایالات د دغو توغندیو په کارولو کې هېڅ رول نه لري او ورته مهمه نه ده چې دا وسلې له کومه ځایه راغلي یا اوکراین یې څنګه کاروي.
دا څرګندونې وروسته له هغې شوي، چې والسټریټ ژورنال د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی و، چې واشنګټن د هغو محدودیتونو یوه مهمه برخه لغوه کړې چې اوکراین ته یې اجازه نه ورکوله د روسیې د خاورې دننه موخې په نښه کړي.