• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا په تاریخ کې دا دویم ځل دی چې فډرالي حکومت یې د اوږدې مودې لپاره بند پاتې دی

۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۴:۲۴ GMT+۱

په لومړي ځل د ډونالډ ټرمپ د لومړۍ واکمنۍ پر مهال د امریکا فډرالي حکومت د ۳۵ ورځو لپاره تړلی و او اوس یې له بندېدو ۲۴ ورځې تېریږي. امریکايي رسنۍ وايي، دا د امریکا په تاریخ کې دویم ځل دی چې فډرالي حکومت د دومره اوږدې مودې لپاره تړلی پاتې کېږي.

د امریکا په ګانګرس کې د جمهوري غوښتونکو او ډیموکراټو ترمنځ د اختلافانو له کبله د امریکا د فدرالي حکومت بودجه نه‌ده تصویب شوې، چې له کبله یې د فدرالي حکومت ګڼې ادارې تړل شوې دي.

ترویج لرونکی

سراج الدین حقاني د روان وضعیت په تړاو په پکتیا کې له خپلو پلویانو سره پټه ناسته کړې
۱
ځانګړی

سراج الدین حقاني د روان وضعیت په تړاو په پکتیا کې له خپلو پلویانو سره پټه ناسته کړې

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د قدرت ۱۰۷ کلنه تراژیدي؛ له ماڼۍ تر وژل کېدو او تبعیده د افغانستان د واکمنو تکراري برخلیک

۳

پاکستان د ۱۶۰۰۰ افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله

۴

طالبانو په بلوچستان کې د ۳۴ کان کیندونکو پر مړینه خواشیني وښوده

۵

طالبي ګومارنې؛ ملاهبت الله د طالبانو د استخباراتو یو کارکوونکی د پکتیکا پوهنتون رییس ټاکلی

•
•
•

نور کیسې

استازولۍ پسې سرګردانه؛شاهین بیا ویلي، ملګري ملتونه باید د افغانستان څوکۍ طالبانو ته وسپاري

۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۴:۰۴ GMT+۱
100%

په قطر کې د طالبانو سفیر سهیل شاهین د (لړم ۲مه) یو ځل بیا ویلي، چې باید په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ پر کابل واکمنو طالبانو ته وسپارل شي. هغه د خپلې ډلې رژیم د افغانانو واقعي استازی حکومت بللی دی.

نوموړي د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون سره مرکه کې زیاته کړې: «زه د ملګرو ملتونو، په تېره بیا د دې سازمان د اعتبار له کمېټې څخه غوښتنه کوم چې انصاف او جغرافيايې واقعیتونه په پام کې ونیسي او پر دې بنسټ پرېکړه وکړي».

شاهین زیاته کړه، چې د دوی حکومت د خلکو واقعي استازی دی او باید ملګري ملتونه دا واقعیت په پام کې ونیسي. خو د ملګرو ملتونو له‌خوا څو څو ځله پر طالبانو تور لګول شوی، چې په دې سازمان کې د غړیتوب شرايط یې نه دي پوره کړي. دغه سازمان بشري حقونو ته درناوی او د ډیموکراټیکو ارزښتونو پالنه د غړیتوب مهم اصلونه ګڼي.

ملګري ملتونو طالبان په دې هم تورنوي، چې د افغانانو بنسټيز حقونه یې نه دي مراعت کړي، په تېره بیا د ښځو د زده کړو او کار مخه یې نیولې، د بیان ازادي نه مني او بهرنیو ترهګرو ډلو ته یې ځای ورکړی دی.

د دې ترڅنګ د افغانستان ځينو مدني فعالانو هم له ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کړې، چې په دې سازمان کې دي د افغانستان څوکۍ طالبانو ته نه ورکوي.

تر دې مهاله په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د افغانستان له پخواني جمهوري نظام له استازي نصیر احمد فایق سره ده، چې له دې ادرس څخه پر طالبانو توندې نیوکې هم کوي.

 

تړلې دروازې؛ چمن کې سلګونه ایسارې کورنۍ له کړاو سره مخ دي

۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۴:۰۳ GMT+۱
100%

د ډیورنډ کرښې هغې غاړې د بلوچستان ایالت په چمن سیمه کې سلګونه هغه افغان کورنۍ چې خپل هېواد ته د اوښتو په تمه دي، د دروازې بندیدو له امله له سختو ستونزو او کړاو سره مخې دي.

په سپین بولدک او چمن کې ځینو ځايي سرچینو افغانستان انټرنشل – پښتو ته وویل دا چې پاکستاني پوله ساتي ځواکونه په موقت ډول د چمن – سپین بولدک لار پرانیزي په چمن کې د افغان کډوالو ډېره ګڼه ګوڼه جوړه شوې ده.

د سرچینو د معلوماتو له مخې که څه هم د چمن- سپین بولدک لار په وقفه‌یي توګه پرانېستل کېږي؛ خو دا چې د افغان کډوالو شمېر زیات دی ټول نه شي کولای په لږه موده له کرښې واوړي.

سرچینه ادعا کوي چې پاکستاني پوله ساتي ځواکونو له ځینو کورنیو د نوبت او له کرښې د اوښتو په بدل د پیسو غوښتنه هم کوي.

په ورته وخت په ټولنیزو رسنیو کې هم ځینې داسې ویډیو ګانې خپرې شوي چې د چمن ځینې اوسېدونکي د سیمې له خلکو غواړي چې دلته د بند پاتې شویو افغان کورنیو سره مرسته وکړي.

د معلوماتو پربنسټ دا چې د شپي لخوا هوا سړه وي؛ نو په چمن کې د بند پاتې افغان کډوالو ماشومان د ډول ډول ناروغیو له ګواښ سره مخامخ دي. په پاکستان کې رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو تازه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلی چې تر بلې خبرتیا به د پر ډیورنډ کرښې ټولې لارې تړلې وي.

 

د ایران د کورنیو چارو وزارت: د افغان کډوالو او ایرانيانو ترمنځ ۸۰ زره ودونه ثبت شوي

۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۳:۳۸ GMT+۱
100%

د ایران د کورنیو چارو وزارت د وګړو او کډوالو چارو د مرکز مشر ویلي، چې تر دې دمه په دغه هېواد کې د افغانانو او ایرانیانو ترمنځ ۸۰ زره ودونه په رسمي ډول ثبت شوي دي.

د نادریاراحمدي په وینا، له دې جملې څخه شاوخوا ۴۰ زره ودونه د افغان نارینه وو او ایراني ښځو او ۴۰ زره نور د ایراني نارینه وو او افغان ښځو تر منځ شوي دي. هغه زیاته کړه، که د دې کورنیو ماشومان هم حساب شي، نو ټول نفوس یې نږدې ۲۵۰ زرو ته رسېږي.

احمدي پرون په تهران کې په یوه غونډه کې وویل: «د قانون له مخې هغه ماشومان چې د دې ودونو په پایله کې زیږېدلي وي، یانې مور یا پلار یې ایرانی وي، د ایران تذکره ترلاسه کولای شي».

هغه زیاته کړه: «د ایران حکومت د کډوالۍ پر پالیسۍ له سره غور کوي، چې د قانوني او غیرقانوني کډوالو تر منځ توپیر وشي».

ایران ادعا کوي، چې دا مهال په دې هېواد کې ۴.۵ مېلیونه افغان کډوال ژوند کوي، په داسې حال کې، چې د بې اسنادو افغان کډوالو تر شړلو مخکې دا شمېر شاوخوا شپږ مېلیونه و.

احمدي زیاته کړه، افغان کارګر کولای شي چې ۹ میاشتنۍ کاري ویزې واخلي، خو د مودې تر بشپړېدو وروسته باید له ایرانه ووځي او بیا بېرته راشي. وایي، لامل یې دا دی څو د دغو کارګرو د استوګنې اړیکه له خپل هېواد سره پاتې شي.

ایران د روان کال په اوړي کې نږدې دوه مېلیونه افغان کډوال په زور شړلي دي.

د پیکاسو د معشوقې انځور په ۳۲ میلیون یورو وپلورل شو

۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۵۱ GMT+۱
100%

د پابلو پیکاسو هغه تابلو، چې «ښځه د ګلدارې خولۍ سره» نومیږي او د هغه د محبوبې «دورا مار» الهام بخښونکی څېره په کې انځور شوې له اتو لسیزو څخه ډیر وخت وروسته له یوې شخصي ټولګې څخه را ووته او د پاریس په لیلام کې په ۳۲ میلیون یورو وپلورل شو.

د فرانسې د خبري اژانس د راپور له مخې، د پاریس د «درویو» لیلام کور د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې دا اثر چې ۱۹۴۳ کال په جولای کې جوړ شوی و د لګښتونو په ګډون په ۳۲,۰۱۲,۳۹۷ یورو وپلورل شو.

دا سږ کال په فرانسه کې د یو هنري اثر د پلور تر ټولو لوړه بیه ګڼل کېږي.

دا ښځینه تابلو «ښځه د ګل‌دارې خولۍ سره (دورا مار)» د پیکاسو د «ښځې له خولۍ سره» له لړۍ څخه دی.

دا انځور په ۱۹۴۴ کال کې اخیستل شوی و او له هماغه وخت راهیسې د یوې کورنۍ په خصوصي ټولګه کې ساتل کېده او تر اوسه هېڅکله د هنر په بازار کې نه و لیدل شوی.

کریستوف لوسین، چې د دې لیلام چارې پر مخ وړې دا پلور یو «ستر بریالیتوب» وباله او ویې ویل:«دا تابلو د پیکاسو او دورا مار د مینې د کیسې یوه برخه ده، هغه مینه چې په هماغه وخت کې د پای ته رسېدو په حال کې وه.»

کارپوهان وایي، دا اثر بې له کوم ترمیم یا رنګ‌ مالۍ خوندي ساتل شوی او د هغه رنګونه لا هم روښانه، ژوندي او احساساتي دي. د پیکاسو د اثارو متخصصه اګنس سوستر باربې وویل:«دا انځور هماغسې دی لکه څنګه چې د پیکاسو له کارګاه څخه راوتلی و، خام، رنګین او د احساس ډک.»

که څه هم دا تابلو په لوړه بیه وپلورل شو، خو لا هم د پیکاسو د نړیوالو ریکارډونو څخه لرې دی. په ۲۰۲۳ کال کې د هغه اثر «ښځه له ساعت سره» په ۱۳۹ میلیونه ډالرو وپلورل شو او په ۲۰۱۵ کال کې د هغه «د الجزایر ښځې» تابلو د ۱۷۹ میلیونه ډالرو په بیه وپلورل شوه.

طالبانو د افغانستان په اقتصادي سکټور کې د نړۍوالې ټولنې د ښکېلتیا غوښتنه وکړه

۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۱۳ GMT+۱
100%

د طالبانو د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي سره په کتنه کې له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان په اقتصادي سکټور کې ونډه واخلي. دغه غوښتنه په داسې حال کې ده، چې طالبان له روسیې پرته بل هېڅ هېواد په رسمیت ندي پېژندلي.

په داسې حال کې چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د افغانستان شتمنۍ کنګل شوې او پرې د نړۍوالې ټولنې له لوري ګڼ بندیزونه هم لګېدلي د طالبانو د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري د جمعې په ورځ (د لړم ۲مهم) د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي ریچارد لېندسي سره په کتنه کې د اقتصادي مسایل او همداراز له نړۍوالې ټولنې سره د افغانستان د تعامل په تړاو خبرې کړې دي.

عبداللطیف نظري زیاتوي، «په دې کتنه کې مې له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې په افغانستان کې د اقتصاد په بنسټیزو چارو، پانګونو او تل پاتې اقتصادي پراختیا کې ونډه واخلي.»

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم، د نړۍوالو له لوري تمویلېدونکې پروژې په ټپه درېدلي او ډېری یې همداسې نیمګړې پاتې دي.