ټرمپ د شمالي کوریا له مشر سره د لیدنې لپاره چمتووالی اعلان کړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ختیځې اسیا ته د خپل سفر پر مهال اعلان وکړ، چې د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره د لیدنې لپاره چمتو دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ختیځې اسیا ته د خپل سفر پر مهال اعلان وکړ، چې د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره د لیدنې لپاره چمتو دی.
ټرمپ د شنبې په ورځ (د لړم درېیمه) د دواړو کوریاوو تر منځ په غېر پوځي سیمه کې له کېم سره د احتمالي لیدنې په اړه خبریالانو ته وویل: «زه سل په سلو کې او په بشپړ ډول ورسره موافق یم. ما له کېم جونګ اون سره مخکې هم ډېره ښه اړیکه لرله.»
هغه په پیغور سره زیاته کړه: «شمالي کوریا ډېرې اټومي وسلې لري، خو د ټلیفوني اسانتیاوو له پلوه چندان امکانات نه لري.»
ټرمپ همدارنګه خبریالانو ته وویل، هغوی کولای شي دا «پیغام ورسوي» چې هغه د شمالي کوریا له مشر سره د لیدنې لپاره چمتو دی.
د امریکا ولسمشر د یوې پوښتنې په ځواب کې د پیونګیانګ د اټومي ځواک په توګه د رسمیت پېژندلو په اړه وویل: «زه فکر کوم هغوی په عمل کې یو اټومي ځواک دي. زه د هغوی د وسلو د شمېر او جزییاتو په اړه په هر څه پوهېږم او له کېم سره ډېرې ښې اړیکې هم لرم. که پوښتنه دا وي چې باید هغوی اټومي ځواک وبلل شي که نه، نو باید ووایو چې شمالي کوریا د اټومي وسلو د پاموړ زېرمتون لري.»