• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو له برېټانیا سره د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی

۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۸:۱۲ GMT+۱تازه شوی: ۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۹:۳۰ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري په کابل کې د برېټانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لنزي سره لیدنه کړې. په خبرپانه کې راغلي چې دواړو لوریو یو بل سره د اړیکو پر ډېرېدو ټینګار کړی دی.

همدا راز زیاته شوې چې د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي د بشري مرستو پر دوام او د افغان کډوالو د لاسنیوي په برخه کې ژمنې کړي دي.

لنزي تېره اونۍ د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له وزیر سره په کتنه کې ویلي و چې افغانستان ته په لوی شمېر کې د افغانان بېرته راستنېدنه او د اقلیمي بدلون ناببره څپو د بشري مرستو اړتیا ډېره کړې ده.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

پاکستان کې مېشت افغان کډوال د ډانګ او پړانګ ترمنځ ګېر دي

۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۷:۴۴ GMT+۱

فرانس ۲۴ ټلوېزیوني شبکې جمعه (لړم ۲مه) لیکلي، چې پاکستان پر افغان کډوالو فشار ډېر کړی، هغوی نیسي او افغانستان ته یې شړي. وايي، داسې هېواد ته یې شړي چې هلته پر ښځو ډول ډول بندیزونه لګول شوي او بې‌وزلي په کې ډېره ده.

پاکستان د روان کال له پیل راهیسې بیا تر دې دمه تر۶۶۰ زرو ډېر افغان کډوال شړلي دي. د راپور له مخې پاکستان اوس د ۲.۸ مېلیونه افغان کډوالو کوربه نه دی، لکه څو لسیزې مخکې چې و.

د فرانس ۲۴ شبکه لیکي، پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې د ټي‌ټي‌پي غړي په افغانستان کې پټ شوي او له هغه ځایه پر ډیورنډ کرښه د پاکستان پر امنيتي مرکزونو او نورو سیمو کې د نظامي عملیاتو مدیریت کوي.

دا شبکه زیاتوي، چې د دې بریدونو له امله د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې خرابې شوې او بالخره یې یې ډیورنډ کرښه پراخې نښتې وکړې. د راپور له مخې، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا سره په پاکستان کې پر افغان کډوالو هم فشار ډېر شو، د هغوی پر ضد عملیات روان دي او په ډله‌ییز ډول په زوره شړل کېږي او پنډغالي یې هم تړل شوي دي.

فرانس ۲۴ شبکه زیاتوي، چې په پنجاب کې د افغان کډوالو وضعیت تر بل هر ځای خراب دی، خلکو ته ویل شوي که بې اسنادو افغان کډوال وویني حکومت ته دې خبر ورکړي.

راپور کې وړاندې لیکل شوي: «اسلام اباد داسې فکر کوي، چې د کډوالو په شړلو سره به په پاکستان کې امنیت ښه شي».

په لومړي پړاو کې یوازي هغه کډوال اېستل شوي چې د استوګنې هېڅ ډول قانوني اسناد یې نه لرل.

راپور وایي، د هغو افغان کډوالو نیول او شړل هم پيل شوي، چې په پاکستان کې یې څلوېښت کاله ژوند کړی و، خو د۲۰۲۵ کال د سپټمبر له لومړۍ نېټې راهیسې هغه کډوال هم خوندي پاتې نه شول، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (UNHCR) سره په رسمي ډول ثبت شوي وو.

راپور زیاتوي، اوس افغان کډوال د یوه خطرناک انتخاب سره مخ دي. یا به په پټه په پاکستان کې ژوند ته دوام ورکوي، هره شېبه به انتظار کوي، چې پولیس به یې نیسي، زنداني کوي به یې، پيسې به ځنې اخلي او یا به په خپله خوښه افغانستان ته ستنېږي. وایي، داسې هېواد ته به تګ ته مجبورېږي چې هلته د نجونو ښوونځي تړل شوي، پر ښځو بېلابېل بندیزونه لګول شوي او بې روزګاري په کې اوج ته رسېدلې.

امریکایي او چینایي چارواکي یو بل سره د سوداګریز کړکېچ د حل هڅې کوي

۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۷:۴۲ GMT+۱

رویټرز خبري اژانس ویلي چې لوړ پوړي امریکايي او چنايي چارواکي وار لمخه مالیزا ته رسېدلي او هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو د مشرانو راتلونکې ناسته باوري کړي.

ټاکل شوې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د چین ولسمشر شي جېن پېنګ په مالیزیا کې له یو بل سره وګوري.

د چین د لومړي وزیر مرستیال هې لیفېنګ او د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ د سوداګریزې جګړې د مخنیوي او په دې تړاو د خبرو لپاره مالیزیا ته رسیدلي دي.

د رویټرز د راپور له مخې دواړو خواوو په خپلو کې ناسته کړې؛ خو د جزییاتو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

د راپورونو پربنسټ تمه ده چې د ټرمپ او شي جېن پېنګ راتلونکې ناسته به د تعرفو، ټکنالوژۍ بندیزونو او د امریکا د کرنیزو محصولاتو د صادراتو پر موضوعاتو ورټوله وي.

تېره ورځ له ایران او پاکستان نه څه باندې ۴زره افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي

۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۷:۰۳ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي چې پرون جمعه له ایران او پاکستان نه ۶۹۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۰۱۳ تنه کیږي افغانستان ته ستنې شوي دي.

د یاد کمېسیون د راپور له مخې یادې کورنۍ د سپین بولدک او د اسلام‌کلا او ورېښمو پله له لارې افغانستان ته ستنې شوي دي. د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون همدا شان ویلي چې له ستانه شویو کډوالو سره د ځینو لومړنیو توکو مرستې هم کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د بلوچستان ایالت په چمن ښار کې د سلګونو افغان کورنیو د بند پاتې کېدو په اړه خبرونه ورکړل شوي دي. په سپین بولدک او چمن کې ځینو ځايي سرچینو افغانستان انټرنشل – پښتو ته وویل دا چې پاکستاني پوله ساتي ځواکونه په موقت ډول د چمن – سپین بولدک لار پرانیزي په چمن کې د افغان کډوالو ډېره ګڼه ګوڼه جوړه شوې ده.

په دې وروستیو کې پاکستان او ایران د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ په کمساري ډول تېزه کړې او هره ورځ د سلګونو کورنیو د ستنېدو په اړه خبرونه ورکول کیږي.

ملګرو ملتونو او د بشري مرستو بېلابېلو نړیوالو بنسټونو په وار وار خبرداری ورکړی چې افغانستان ته په لوی شمېر د کډالو ستنېدنه او د دغه هېواد د ټکني اقتصادي وضعیت له کبله د بشري مرستو اړتیا بیخي زیاته ده او باید دې مسالې ته جدي پام وشي.

د ډله‌ییز امنیت د تړون سازمان په تاجکستان کې پوځي تمرینات کړي

۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۶:۴۷ GMT+۱

تازه د ډله‌ییز امنیت د تړون سازمان (CSTO) اعلان کړی چې په تاجکستان کې یې د ترهګرۍ ضد ګډ پوځي تمرین ترسره کړي دي. په دې پوځي تمرینونو کې د ترهګرو ضد عملیات، د بندیانو خوشې کول او په فرضي توګه د ترهګرو له‌منځه وړل شامل وو.

په یادو پوځي تمرینونو کې د بیلاروس، قزاقستان، قرغیزستان، روسیې او تاجکستان پوځیانو برخه اخیستې وه. د معلوماتو پر بنسټ ۱۵۰۰ سرتیرو برخه اخیستي وه او له ۲۰۰ ځانګړو پوځي وسایطو، شپږو چورلکو او له شلو زیاتو ډرون الوتکو نه استفاده شوې ده.

د ډله‌ییز امنیت د تړون سازمان د ګډو ځواکونو مشر اندري سردیکوف ویلي چې د دغه تمریناتو موخه په سیمه کې د امنیت ټینګښت دی. نوموړي وویل: «دا تمرین د منځنۍ اسیا د اوسنیو ګواښونو او ننګونو پر وړاندې د ګډې همغږۍ او بشپړ چمتووالي څرګندونه کوي».

نوموړي همدا شان په سیمه کې د بشپړ امنیت د ټینګښت په موخه د ورته پوځي تمرینونو ترسره کول مهم او ګټور وبلل.

د تایلنډ پخوانۍ ملکه د ۹۳ کلونو په عمر مړه شوه

۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۶:۳۴ GMT+۱

د تایلنډ د شاهي کورنۍ ماڼۍ اعلان کړی چې د دغه هېواد پخوانۍ ملکه سریکیت د ۹۳ کلونو په عمر د جمعې په ورځ مړه شوې ده.

د تایلنډ د ملکې مور له ۲۰۱۲ کال راهیسې د فلج له کبله په عامه توګه نه وه راڅرګنده شوې او په ۲۰۱۹ کال کې په روغتون کې بستر شوې وه. د یاد هېواد شاهي ماڼۍ ویلي چې نوموړې د روانې اکټوبر میاشتې په ۱۷مه د وينې انتان پيدا کړ او د جمعې په ماښام د اکټوبر ۲۴مه مړه شوه.

د تایلنډي رسنیو د راپورونو له مخې د ملکې د مور د مړینې له کبله د شاهي کورنۍ لپاره يو کلن ویر اعلان شوی دی. د دې هېواد لومړي وزیرانوتین چارنویرکول د هغې د مړينې له امله مالیزیا ته خپل سفر هم لغوه کړی دی.

ملکه سریکیت د پاچا بومیبول ادولیادېج مېرمن وه چې د ټايلند د تاریخ تر ټولو اوږدمهاله پاچا بلل کېږي. نوموړې د فقر ضد پروژو او د ښځو د رول د پیاوړتیا په برخه کې مهمه ونډه لرله.