• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان پوځ په خېبرپښتونخوا کې د ۱۱ وسله والو له وژل کېدو خبر ورکړ

۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۵۷ GMT+۱

د پاکستان پوځ وايي، د خېبرپښتونخوا په ټانک سیمه کې د جمعې په ورځ (د لړم ۲مه) د یو لړ عملیاتو په پایله کې د ټي‌ټي‌پي ۸ غړي وژل شوي دي. د پوځ په وینا، امنیتي ځواکونو په شمالي وزیرستان کې ۳ نور وسله وال چې د یوه موټر بم پر جوړولو بوخت و، هم وژلي دي.

د پاکستان پوځ د شنبې په ورځ (د لړم ۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې عملیاتو کې د ټي‌ټي‌پي یو شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي او په وینا یې دغه عملیات همداراز دوام لري.

د پاکستان پوځ په یوې بلې خبرپاڼه کې ویلي، د جمعې په ورځ یې په شمالي وزیرستان کې د یوه موټر بم برید طرحه شنډه او په ترڅ کې یې ۳ وسله وال هم وژلي دي.

په خبرپاڼه کې دغه کسان «د هند له ملاتړه برخمن خوارج» بلل شوي دي. د یادولو ده، چې د پاکستان حکومت ټي‌ټي‌پي «خوارج بولي.»

تر دې مخکې د پاکستان امنیتي ځواکونو د جمعې په ورځ ویلي و، چې د خېبرپښتونخوا په هنګو سیمه کې په یوې چاودنه کې د یوه لوړ پوړي افسر په ګډون ۳ پولیس وژل شوي او ۳ نور یې ټپيان شوي دي.

دغه عملیات په داسې حال کې دي، چې د خېبرپښتونخوا چارواکو چې د تحریک انصاف غړي دي په دغه ایالت کې د پوځ د عملیاتو د درېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې په دې سره ترهګري کمېږي نه، بلکې پراخېږي.

ټي‌ټي‌پي لا تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

خېبر پښتونخوا کې وسله‌والو د پولیسو مشر په ګډون درې سرتېري وژلي دي

۲ لړم ۱۴۰۴ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۳۳ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا د هنګو په غلمینه سیمه کې د پولیسو پر موټر بمي برید شوی، چې په کې د پولیسو د عملیاتو مشر اسد زبیر له دوو نورو سرتېرو سره وژل شوی او دوه نور ټپیان دي. چارواکي وايي برید هغه مهال وشو، چې اسد زبیر د لومړۍ چاودنې د پلټنې لپاره سیمې ته روان و.

د پولیسو د چارواکو په وینا، تر دې پېښې وړاندې وسله‌والو د هنګو په غلمینه سیمه کې د پولیسو یوه امنیتي پوسته الوځولې وه، خو چاته پکې زیان نه وو اوښتی.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، د لومړۍ چاودنې تر رامنځته کېدو وروسته، د پولیسو د عملیاتو مشر اسد زبیر له خپلو سرتېرو سره د پېښې ځای ته روان و، چې د درابن په سیمه کې یې په موټر چاودنه وشوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا، په دې برید کې اسد زبیر او دوه پولیس سرتېري ځای پر ځای ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د دې برید غندنه کړې او ویلي یې دي «د اسد زبیر او د هغه د ملګرو قرباني به هېڅکله نه هېرېږي او بې‌پایلې به نه وي.»

د خیبر پښتونخوا سوداګر: د لارو له بندېدو سره د خيبر پښتونخوا اقتصاد له زیان سره مخ دی

۳۰ تله ۱۴۰۴ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۳:۲۸ GMT+۱
•
کوثر اعوان وحید

د خېبر پښتونخوا سوداګرو او د قبایلو د لویې جرګې مشرانو د پاکستان له حکومت نه غوښتنه کړې، چې تورخم او نورې تجارتي لارې پرانیزي، ځکه د اوږدمهاله بندښت له امله د دواړو غاړو اقتصاد له سخت زیان سره مخ دی.

د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي په پېښور کې د سرحد خونې مشر سید جواد حسین کاظمي په مشرۍ د سوداګرو له پلاوي سره د افغانستان او پاکستان د تجارتي لارو د پرانېستل کېدو په اړه لیدلي دي.

سوداګرو په دې ناسته کې ټینګار کړی، چې د سرحدي لارو بندېدو د خېبر پښتونخوا د صنعت، کرنې او ترانسپورټ سکتورونه فلج کړي او زرګونه کسان وزګار شوي دي.

د سوداګرو د پلاوي مشر سید جواد حسین کاظمي وویل: «موږ هره ورځ میلیونونه روپۍ زیان وینو، ځکه د توکو لېږد درېدلی او د دواړو هېوادونو بازارونه د تړلي تجارت قرباني شوي دي، د لارو پرانیستل به نه یوازې اقتصاد ته ګټه ورسوي، بلکې د دواړو غاړو اعتماد به هم بېرته راژوندی کړي.»

والي فيصل کریم کنډي سوداګرو ته ډاډ ورکړی، چې د دوی غږ به اسلام‌اباد ته ورسوي او له فدرالي چارواکو سره به د تجارتي تګ‌ راتګ د بیا پیل لپاره خبرې وکړي.

هغه وویل: «د خېبر پښتونخوا امنيت او اقتصاد يو له بله نه بېلېږي، موږ دواړه يوځای پياوړي کول غواړو.»

له بلې خوا، د فاټا د لویې جرګې همغږي کوونکي فضل کریم اپريدي د پېښور په پرېس کلب کې له حکومت نه غوښتنه کړې، چې د تورخم او نورو تجاراتي لارو د پرانیستلو لپاره بېړني اقدامات وکړي.

ده ویلي، سره له دې چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ اوربند شوی، خو د لارو تړلي پاتې کېدل له خلکو سره زیاتی دی.

هغه زیاته کړې، چې زرګونه کسان په دواړو خواوو کې بند پاتې دي، چې ناروغان، کارګر او سوداګر پکې شامل دي، او د انساني همدردۍ اصول سخت زیانمن شوي دي.

په وروستیو کې د طالبانو او د پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتو د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارتي تګ‌ راتګ سخت اغېزمن کړی، چې له کبله یې پاکستان د تورخم، چمن او یو شمېر نورو دروازو تړلو پرېکړه کړې.

سوداګر وايي، چې د لارو تړل کېدو له امله هره ورځ یو میلیون ډالره زیان ویني.

ځایي سرچینې: په شمالي وزیرستان کې وسله والو د امن‌ کمیټې شپږ کسان وژلي دي

۳۰ تله ۱۴۰۴ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۰۷ GMT+۱

په شمالي وزیرستان کې د امن‌کمیټې پر موټر وسله والو برید کړی چې له امله یې شپږ کسان وژل شوي دي. د ځایي سرچینو په وینا، دا پېښه د میرعلې په ایپي کلي کې شوې. وسله والو لومړی د امن‌کمیټې پر موټر ډزې کړې دي او وروسته یې اور ور اچولی.

د خیبر پښتونخوا ایالت د شمالي وزیرستان ولسوالۍ امنیه قوماندان تایید کړې چې پېښه په میرعلي سیمه کې شوې او وسله والو پر موټر په ډزو کې شپږ کسان وژلي دي.

د ده په وینا، له برید وروسته موټر اور واخیست او بریدګر له سیمې تښتېدلي دي.

پولیس وایي، د وژل شویو کسانو مړي د پېژندنې لپاره د میرعلي روغتون ته انتقال شوي دي.

خو تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه‌دی منلی.

دغه برید په داسې حال کې شوی، چې په وروستیو میاشتو کې په شمالي وزیرستان او شاوخوا سیمو کې د وسله والو بریدونه زیات شوي او سیمه یې نا امنه کړې ده.

پاکستان یو ځل بیا پښتونخوا کې له مېشتو افغانانو غوښتي چې ژرتر ژره دې افغانستان ته ستانه شي

۳۰ تله ۱۴۰۴ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۹:۲۱ GMT+۱

د پاکستان حکومت د پښتونخوا په کوز دېر کې افغان کورنیو ته له ځنډ پرته د وتلو په اړه خبرداری ورکړی دی. د تیمرګره مرستیال کمېشنر زید صافي ویلي، که افغانان په خپله خوښه ستانه نه‌شي؛ نو پر وړاندې به یې قانوني اقدمات وشي.

د راپورونو له مخې؛ د کډوالو درې پنډغالي چکدره، سمرباغ او تیمرګره په رسمي ډول تړل شوي دي. ښاغلي صافي ویلي، چې په کوز دېر کې د پولیسو چارواکو د افغان کډوالو مشرانو سره په لیدنه کې له هغوی سره له ځنډ پرته د وتلو مسله شریکه کړې ده.

سیمه‌ییزو چارواکو همداراز ویلي، که څوک غواړي په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي؛ نو له خپلو مېنو تر تورخم پورې به ورته د ټرانسپورټ اسانتیاوې هم برابرې شي. د راپورونو پربنسټ؛ شاوخوا ۴۵۰۰ افغانې کورنۍ په کوز دېر کې مېشتې وې؛ خو په وروستیو کې ځینې یې افغانستان ته ستنې شوې دي.

په ورته وخت کې پاکستاني رسنیو ویلي، چې د پښتونخوا ایالتي حکومت د افغان کډوالو د لېږد لپاره د لازیاتو مالي امکاناتو برابرولو غوښتنه هم کړې ده. دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو څو ورځو کې په ټول پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او ستنولو لړۍ پراخه او چټکه شوې ده.

تازه په لاهور کې ځايي چارواکو ویلي، چې په دغه ښار کې د بې‌اسناده افغان کډوالو د ستنولو لړۍ وروستي پړاو ته رسېدلې ده. له دې سره هم‌مهاله د ځینو هغو افغانانو د نیونې په اړه هم خبرونه ورکړل شوي، چې د اوسېدو قانوني اسناد لري.

تازه طالبانو ویلي، چې همدا پرون څه باندې درې زره ک له بېلابېلو لارو افغانستان ته ستانه شوي دي. د نړۍوالې ټولنې او په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو له غوښتونو سره، سره پاکستان او ایران د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ په کمساري ډول چټکه کړې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د امریکا په ټېکساس کې د «پښتون ولسي جرګې» په نوم غونډه وکړه

۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۲:۲۴ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ د امریکا د ټېکساس ایالت په سان انتونیو ښار کې د تېرې خېبر ولسي جرګې د پرېکړو د دوام په توګه د «پښتون ولسي جرګې» په نوم غونډه وکړه. د غونډې ګډونوالو په پښتونخوا کې د پاکستان د پوځ له لوري ترسره شوې بمبارۍ غندلې او هغه یې جنګي جرمونه بللي دي.

په دغه جرګه کې په بېلابېلو هېوادونو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ استازو، څېړونکو، ټولنیزو فعالانو او د کډوالو استازو ګډون کړی و.

د دغه غورځنګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د جرګې موخه دا وه چې د پښتنو د سیاسي، انساني او امنیتي بحرانونو په اړه ګډ ژور فکر وشي او یو روښانه ملي دریځ رامنځته شي.

د جرګې په پرېکړه لیک کې لیکل شوي چې د تېرې خېبر ولسي جرګې ټولې پرېکړې په بشپړه توګه تایید شوې او د ټېکساس جرګه اعلان کوي، چې د نړۍ په هر ځای کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ټولې څانګې به دغو پرېکړو ته پام کوي.

جرګې د پاکستاني پوځ د عملیاتو، بمباریو او د پښتون مېشتو سیمو د اوسېدونکو پر ضد د تاوتریخوالي سخته غندنه کړې او دا یې «جنګي جرمونه» وبلل. ګډونوالو له نړۍوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له بنسټونو وغوښتل، چې د دغو جرمونو پلټنه وکړي او عاملین یې د عدالت مخې ته حاضر کړي.

جرګې د «پي ټي اېم» پر ضد د پاکستان د دولت د بندیزونو او فشارونو مخالفت وکړ او ویې ویل، چې دا غورځنګ یوه سوله‌ییزه، ولسي او غېرمسلح خوځښت دی چې د جبري تښتونو او د بشري حقونو د سرغړونو پر ضد غږ پورته کوي.

جرګې له ټولو افغان ډلو، سیاسي او ټولنیزو حلقو وغوښتل، چې د ملي یووالي او خپلواکۍ لپاره یو موټی شي او د افغانستان د ثبات لپاره د یو ټولګډونه حکومت د جوړېدو ملاتړ او د افغانستان د ملي پخلاینې لپاره دې یوه لویه جرګه راوغوښتل شي.

ګډونوالو ټینګار وکړ، چې په هېواد کې دې د نجونو پر مخ ښوونځي سمدستي پرانیستل شي او د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ بېرته رسمي شي.