• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسراییلي ځواکونو د اوربند له پیل راهیسې په غزه کې څه باندې۹۰ کسان وژلي دي

۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۲:۱۸ GMT+۱

د غزې د روغتیا وزارت وایي، چې د اکټوبر له لسمې نېټې د اوربند له پیل راهیسې تر اوسه لږ تر لږه ۹۳ فلسطینیان د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي او له ۳۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي. له دې سره بیا په غزه کې د قربانیانو ټول شمېر ۶۸ زره او ۵۱۹ تنو ته رسېدلی دی.

د اسراییل او حماس تر منځ د اوربند تړون د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وړاندیز شوې طرحې پر بنسټ عملي شوی دی. د دې طرحې په لومړي پړاو کې یو شمېر اسراییلي او فلسطیني بندیان خوشې شوي دي.
د غزې د رسنیو د دفتر د راپور له مخې، اسراییل د اوربند له پیل راهیسې تر اوسه له ۸۰ ځلې ډېر دا تړون د پرله‌پسې بریدونو په ترسره کولو سره نقض کړی دی.
دغه بریدونه داسې مهال شوي، چې واشنګټن له اسراییل څخه غوښتنه کړې، څو د حماس له خوا د اسراییلي بندیانو د مړو د بشپړ نه سپارلو ادعاوو له امله د کړکېچ د پراخېدو مخنیوی وکړي.
حماس مخکې اعلان کړی و، چې ټول ۲۰ ژوندي اسراییلي بندیان او ۹ جسدونه یې اسراییل ته سپارلي دي. دې ډلې زیاته کړې، ټول هغه جسدونه یې چې تر اوسه موندلي هغه یې سپارلي او د پاتې جسدونو ترلاسه کول ممکن نور وخت او اضافي تجهیزات وغواړي.
خو اسراییل د بندیانو د جسدونو د سپارلو ځنډ بیا د بریدونو د دوام، د رفح لارې د تړلو او غزې ته د بشردوستانه مرستو د جریان د ۵۰ سلنه کمښت لپاره یو دلیل ګڼلی دی.
مخکې د کډوالو نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی و، چې د غزې تړانګه کې د سرپناه اړتیا لا هم په بحراني حالت کې ده. دغه سازمان د غزې شاوخوا ۹۰ سلنه نفوس بې‌کوره کېدو ته په اشاره ویلي، چې اوس لږ تر لږه یو نیم میلیون کسان بېړنۍ سرپناه ته اړتیا لري.

ترویج لرونکی

سراج الدین حقاني د روان وضعیت په تړاو په پکتیا کې له خپلو پلویانو سره پټه ناسته کړې
۱
ځانګړی

سراج الدین حقاني د روان وضعیت په تړاو په پکتیا کې له خپلو پلویانو سره پټه ناسته کړې

۲

پاکستان د ۱۶۰۰۰ افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله

۳
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د قدرت ۱۰۷ کلنه تراژیدي؛ له ماڼۍ تر وژل کېدو او تبعیده د افغانستان د واکمنو تکراري برخلیک

۴

طالبانو په بلوچستان کې د ۳۴ کان کیندونکو پر مړینه خواشیني وښوده

۵

طالبي ګومارنې؛ ملاهبت الله د طالبانو د استخباراتو یو کارکوونکی د پکتیکا پوهنتون رییس ټاکلی

•
•
•

نور کیسې

د ټرمپ خبرداری: حماس دې د یرغمل شویو جسدونو د بېرته سپارلو کار پیل کړي

۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۲:۱۳ GMT+۱
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې حماس دې د یرغمل شویو جسدونو د بېرته سپارلو کار پیل کړي. د نوموړي په وینا: «زه به په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې د دې پروسې پرمختګونه له نږدې وڅارم.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اسراییل ته د سفر په جریان کې ټینګار وکړ، چې د اوربند تړون له مخې په غزه کې ځای پر ځای کېدونکی نړۍوال امنیتي ځواک باید له هغو هېوادونو څخه جوړ وي، چې اسراییل باور لري.

هغه وویل، چې د حماس له خوا د وسلو هر ډول بیا ترلاسه کول کولی شي د جګړې د بیا پیل لامل وګرځي.

روبیو زياته کړه، چې نړۍوال ځواکونه باید ژر تر ژره غزې ته واستول شي.

په استانبول کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو دویم پړاو پای ته ورسېد

۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۶ GMT+۱
100%

په استانبول کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو دویم پړاو د شنبې په شپه له نهو ساعتونو خبرو وروسته پای ته رسېد. تمه کېږي، چې دا خبرې اترې به لا دوه ورځې نور هم دوام وکړي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د پاکستان پلاوي د تحریک طالبان پاکستان له لوري د امنیتي ګواښونو په اړه خپله «روښانه او پرېکنده» دریځ وړاندې کړ.

په غونډه کې د امنیتي همغږۍ پیاوړتیا، پر ډیورنډ کرښه د همکارۍ ښه کول او په سیمه کې د سولې او ثبات د ودې لپاره د ګډې ستراتیژۍ جوړول د بحث نورې موضوعګانې وې.

اېکسپرېس ټریبیون د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د خبرو اترو موخه د هغو میکانیزمونو په اړه موافقې ته رسېدل وو، چې کولی شي پر ډیورنډ کرښه امنیتي ننګونې حل او د ترهګریزو فعالیتونو مخه ونیسي.

دا خبرې د بندو دروازو تر شا او د رسنیو له حضور پرته ترسره شوې دي.

تر اوسه نه ترکیې او نه هم د دواړو خواوو استازو د خبرو د اجنډا جزییات خپاره کړي دي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د رحمت‌الله نجیب په مشرۍ او د سهیل شاهین او انس حقاني په ګډون د طالبانو شپږ کسیز پلاوي د استانبول په خبرو کې برخه اخیستې ده.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو دویم پړاو د شنبې په ورځ (د لړم ۳مه) نېټه په استانبول کې په رسمي ډول پیل شو.

سرچینو له کابل څخه افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو په شپږ کسیز پلاوي کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال رحمت‌الله نجیب، په قطر کې د طالبانو استازی سهیل شاهین، د طالبانو پېژندل شوی غړی انس حقاني، د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي دفتر مشر نوراحمد نور، د دفاع وزارت د عملیاتو مشر نورالرحمان نصرت او د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي شامل دي.

اخوا، د پاکستان اووه کسیز پلاوی چې له ډیپلوماټانو او د دغه هېواد د استخباراتي ادارې له غړو څخه جوړ شوی، د استانبول په خبرو اترو کې برخه اخیستې ده.

د سرچینو په وینا، د دواړو لوریو خبرې د استانبول په کنراډ هوټل کې پيل شوي‌ دي.

د ترکیې پولیسو د غونډې په شاوخوا کې سخت امنیتي تدابیر نیولي دي.

تر اوسه د خبرو د اجنډا په اړه هېڅ جزییات نه دي خپاره شوي.

د استانبول دا خبرې د هغو ناستو دوام دی، چې د طالبانو او د پاکستان د دفاع وزیرانو ترمنځ په قطر کې ترسره شوې وې. د دغو ناستو پایله د اوربند یو توافق و، خو د دغه توافق د منځپانګې په اړه تر اوسه معلومات نه دي خپاره شوي.

پاکستان دا توافق محرمانه بولي؛ خو طالبان وایي چې دا محرمانه نه، بلکېلا هم وروستی شوی نه دی.

د ناروې د کډوالو شورا په افغانستان کې د بشري وضعیت د خرابېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې

۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۵ GMT+۱
100%

د ناروې د کډوالو شورا په افغانستان کې د بشري وضعیت د خرابېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، وچکالۍ او د کډوالو ستنېدو د فقر او بې‌کارۍ ناورین لا پسې زیات کړی دی.

یادې شورا زیاته کړې، چې د نړۍوالو مرستو کمېدو د دې سازمان د سیمه‌ییزو مرکزونو وړتیا محدوده کړې، څو له اړمنو خلکو سره مرسته وکړي.

دغې شورا د شنبې په ورځ (د لړم ۳مه) نېټه پر اېکس پاڼې په یوه یادښت کې د بادغیس ولایت د اوسني وضعیت له پایلو څخه اندېښنه څرګنده کړه او ویلې دي، چې د دې سازمان ټولنیز مرکز په دغه ولایت کې د مرستو د کمښت له ستونزې سره مخ دی.

د ناروې د کډوالو شورا ټینګار کړی، چې د افغانانو د ملاتړ لپاره بېړنۍ نړۍوالې مرستې مهمې دي. دغه بنسټ مخکې هم ویلي و، چې هره ورځ لسګونه زره افغانان له ایران څخه هېواد ته ستنېږي؛ خو د هغوی د اړتیاوو د پوره کولو لپاره کافي سرچینې شتون نه لري.

دا اندېښنه په داسې حال کې راپورته شوې، چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر مخکې په افغانستان کې د وچکالۍ، د بودیجې د کمښت او ګڼو ناورینونو د زیاتېدو خبرداری ورکړی و.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د افغانستان شاوخوا نیمایي وګړي د ژوند د دوام لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري او دغه مرستې لا هم د افغان ښځو او نجونو د ژغورنې یوازینی تمویل ګڼل کېږي.

امریکایي او چینایي چارواکي یو بل سره د سوداګریز کړکېچ د حل هڅې کوي

۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۷:۴۲ GMT+۱
100%

رویټرز خبري اژانس ویلي چې لوړ پوړي امریکايي او چنايي چارواکي وار لمخه مالیزا ته رسېدلي او هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو د مشرانو راتلونکې ناسته باوري کړي.

ټاکل شوې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د چین ولسمشر شي جېن پېنګ په مالیزیا کې له یو بل سره وګوري.

د چین د لومړي وزیر مرستیال هې لیفېنګ او د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ د سوداګریزې جګړې د مخنیوي او په دې تړاو د خبرو لپاره مالیزیا ته رسیدلي دي.

د رویټرز د راپور له مخې دواړو خواوو په خپلو کې ناسته کړې؛ خو د جزییاتو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

د راپورونو پربنسټ تمه ده چې د ټرمپ او شي جېن پېنګ راتلونکې ناسته به د تعرفو، ټکنالوژۍ بندیزونو او د امریکا د کرنیزو محصولاتو د صادراتو پر موضوعاتو ورټوله وي.

د ډله‌ییز امنیت د تړون سازمان په تاجکستان کې پوځي تمرینات کړي

۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۶:۴۷ GMT+۱
100%

تازه د ډله‌ییز امنیت د تړون سازمان (CSTO) اعلان کړی چې په تاجکستان کې یې د ترهګرۍ ضد ګډ پوځي تمرین ترسره کړي دي. په دې پوځي تمرینونو کې د ترهګرو ضد عملیات، د بندیانو خوشې کول او په فرضي توګه د ترهګرو له‌منځه وړل شامل وو.

په یادو پوځي تمرینونو کې د بیلاروس، قزاقستان، قرغیزستان، روسیې او تاجکستان پوځیانو برخه اخیستې وه. د معلوماتو پر بنسټ ۱۵۰۰ سرتیرو برخه اخیستي وه او له ۲۰۰ ځانګړو پوځي وسایطو، شپږو چورلکو او له شلو زیاتو ډرون الوتکو نه استفاده شوې ده.

د ډله‌ییز امنیت د تړون سازمان د ګډو ځواکونو مشر اندري سردیکوف ویلي چې د دغه تمریناتو موخه په سیمه کې د امنیت ټینګښت دی. نوموړي وویل: «دا تمرین د منځنۍ اسیا د اوسنیو ګواښونو او ننګونو پر وړاندې د ګډې همغږۍ او بشپړ چمتووالي څرګندونه کوي».

نوموړي همدا شان په سیمه کې د بشپړ امنیت د ټینګښت په موخه د ورته پوځي تمرینونو ترسره کول مهم او ګټور وبلل.