د افغانستان بانک د اداري پروسو د ساده کولو په موخه غونډه کړې

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک مرستیال صدیقالله خالد په مشرۍ د اداري پروسو د ساده کولو په موخه ناسته کړې. یاد بانک وايي، په دې ناسته کې د اداري چارو د ساده کولو، د تصمیم نیونې د چټکتیا او د خدماتو د کیفیت د لوړوالي په اړه بحثونه شوي.




