حماس: د یرغمل شویو کسانو د مړو د ځای په اړه هېڅ معلومات نه لرو

د حماس ډلې ویاند حازم قاسم هغه راپورونه رد کړي، چې ګواکې دغې ډلې ته د ځینو یرغمل شویو کسانو د مړو ځایونه معلوم دي او دوی یې له بېرته سپارلو څخه ډډه کوي.

د حماس ډلې ویاند حازم قاسم هغه راپورونه رد کړي، چې ګواکې دغې ډلې ته د ځینو یرغمل شویو کسانو د مړو ځایونه معلوم دي او دوی یې له بېرته سپارلو څخه ډډه کوي.
قاسم ویلي: «د اشغالګر [اسرائیل] د ادعاوو پر خلاف، حماس د یرغمل شویو کسانو د مړو د ځای په اړه هېڅ معلومات نه لري، په ځانګړي ډول وروسته له هغې چې د غزې د جګړې وضعیت په بشپړ ډول بدل شوی.»
د ده دا څرګندونې وروسته له هغې خپرې شوې، چې ځینې اسراییلي رسنیو راپور ورکړی و چې حماس کولای شي د پاتې ۱۳یرغمل شویو کسانو له ډلې د لسو کسانو د مړو ځایونه ومومي، خو د امریکا په منځګړیتوب د شوي تړون له مخې یې بېرته نه سپاري.

د ملګرو ملتونو د بشرپاله چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) اعلان کړی، چې په تېرو دوو کلونو کې په غزه کې د هغو کسانو شمېر چې رواني مراقبتونو ته اړتیا لري، دوه برابره شوی او اوس یې شمېر له یو میلیون کسانو هم زیات دی.
دغه بنسټ زیاته کړې، ډېری بېځایه شوې کورنۍ په لنډمهاله، ګڼ مېشته او ناخوندي پناه ځایونو کې شپې او ورځې تېروي او دوی له جدي روغتیايي او رواني ستونزو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د بشرپاله چارو د همغږۍ دفتر ټینګار کړی، چې د غزې اوسېدونکو ته به خپلې مرستې او همداراز رواني او ټولنیز خدمتونه پراخ کړي.
یونېسف هم راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر کې پر غزې د اسراییل له برید مخکې په دغه ښار کې شاوخوا ۵۰۰ زره ماشومانو رواني او ټولنیزو خدماتو ته اړتیا درلوده، خو اوس د دغې سیمې کابو ټول ماشومان دغه ډول خدمتونو او مرستو ته اړتیا لري.
په استانبول کې د طالبانو او پاکستاني پلاویو ترمنځ خبرې اترې د درېیمې ورځې لپاره هم بې کومې هوکړې پای ته رسېدلې دي. د دواړو لوریو چارواکو «اسوشېټېډ پرېس» خبري اژانس ته ویلي، چې له څو ساعتونو خبرو وروسته هم کومه څرګنده پایله یا ګډه اعلامیه نه ده خپره شوې.
په راپور کې راغلي، دواړه لوري لا هم د دوامداره اوربند د څرنګوالي او د وسلهوالو ډلو د کنټرول په میکانېزم اختلاف لري.
پاکستاني پلاوی له دې امله ناخوښ دی چې طالبان په افغانستان کې د پاکستاني وسلهوالو ډلو حضور نه مني او طالبان یې د «سخت دریځۍ او انعطاف نه لرلو» په تور تورن کړي دي.
د اسوشېټېډ پرېس د سرچینو په وینا، د پاکستان استازو په استانبول کې طالبانو ته خپل وروستی دریځ وړاندې کړی او ټینګار یې کړی، چې د ترهګریزو ډلو ملاتړ «د منلو وړ نه دی». اسلاماباد له طالبانو غوښتي، چې د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) پر ضد «روښانه او ارزول کېدونکي ګامونه» واخلي.
ترکیه چې د دغو خبرو کوربه ده، هڅه کوي خبرې «جوړوونکې او پایلې لرونکې» وساتي، خو د دوشنبې تر ماښامه هم هېڅ ګډه اعلامیه نه ده خپره شوې. سرچینې وایي، دواړه لوري به په راتلونکو ورځو کې خپلو مشورتي بحثونو ته دوام ورکړي.
د یادولو ده، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو لومړی پړاو د اکټوبر په ۱۹مه په دوحه کې د قطر په کوربهتوب ترسره شوی و، چې د هغې په پای کې دواړو خواوو د اوربند پر سر هوکړه کړې وه.
د افغانستان د بشري حقونو څارونکی بنسټ وایي، څو ورځې کېږي چې ایراني پولیسو د افغان مېرمنو او بشري حقونو فعاله حلیمه پژواک نیولې ده. دغه بنسټ د اغلې پژواک نیول کېدل غندلی او دا یې له بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه بللې ده.
حلیمه پژواک چې کلونه یې د ښځو، اقلیتونو او مدني ازادیو د دفاع په برخه کې فعالیت کړی، د وروستیو معلوماتو له مخې له پرون راهیسې د ایران د امنیتي ځواکونو لهخوا نیول شوې او په بند کې ده.
هغه د خپلو څو نورو ملګرو سره یو ځای د ایران په شمالي سیمه کې هغه وخت ونیول شوه، چې امنیتي ځواکونو پر یوه استوګنځي چاپه ووهله.
تر نیول کېدو وروسته، اغلې پژواک لومړی د سیمې د امنیتي ادارې مرکز ته ولېږدول شوه او وروسته بیا د ویزې او د استوګنې اسنادو د نشتوالي له امله د کډوالو لنډمهالي توقیف کمپ ته وړل شوې ده. سرچینې خبرداری ورکوي، چې که بېړنۍ قانوني هڅې و نه شي نو ښایي هغه د ایران د خراسان ولایت د کډوالو پنډغالي ته ولېږدول شي او ان په زوره افغانستان ته وشړل شي، چې دا به یې د مرګ له ګواښ سره مخامخ کړي.
یاد بنسټ وایي، چې د پژواک نیول د بیان او سولهییز فعالیت د ازادۍ ښکاره نقض دی او موخه یې د بشري حقونو د مدافعینو د غږونو خاموشه کول دي.
دغه سازمان همدارنګه د هغې د ځای، وضعیت او چلند د روڼتیا د نشتوالي په اړه ژوره اندېښنه څرګندوي او وايي، شونې ده چې حلیمه پژواک له ناسم چلند، شکنجې یا جبري ورکېدو سره مخ شي.
یاد سازمان د حلیمه پژواک د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې او له ایراني چارواکو یې غوښتي، چې د هغې د بند ځای څرګند کړي او کورنۍ او قانوني استازي ته یې د لاسرسي زمینه برابره کړي.
د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي ادارې رييس نورالدین ترابي د دوشنبې په ورځ (د لړم ۵مه) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام (UNDP) له رييس سټېفن رودریګز او مل پلاوي سره په کتنه کې وویل، تر اوسه یې ۴۰۰۰ هغه نقطې مشخصې کړي چې پراختیايي پروژو ته اړتیا لري.
نورالدین ترابي په دې کتنه کې زیاته کړه: «له دې منځه بیا د ۸۰۰ پروژو د طرحو او ډیزاین چارې مو خلاصې کړي، څو سازمانونه او مؤسسې پرې کار وکړي.»
دغې ادارې د دغو مشخصو شویو نقطو د موقعیت او څرنګوالي په تړاو جزییات نه دي ورکړي.
د دغې ادارې د خبرپاڼې لهمخې، په دې کتنه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام رييس سټېفن رودریګز په چارو کې له چټکتیا مننه وکړه او زیاته یې کړه: «دغه لېستونه به موږ ته راکړئ چې ددې ادارې د انجینرانو لهخوا شاوخوا ۴۰۰۰زره نقطې معلومې شوې دي.»
په دې کتنه کې دواړو لورو ژمنه وکړه، چې په ګډه به هغه ستونزې له منځه یوسي چې د چارو پر وړاندې یې خنډونه رامنځته کړي، څو خلکو ته اساسي خدمات ورسول شي.
د کلفورنیا والي ګیوین نیوسوم د ۲۰۲۸ کال په ټاکنو کې د خپلې احتمالي نوماندۍ په اړه په یوې ټلوېزیوني مرکه کې وویل: «که ووایم ولسمشرۍ ته نه نوماندېږم، دروغ به وي.» دغه نامتو امریکايي سیاستوال وویل، خپله وروستۍ پرېکړه به د راتلونکي کال د کانګرس له منځمهالو ټاکنو وروسته اعلان کړي.
د کلفورنیا والي ګیوین نیوسوم سي بي اېس ته تایید کړه، چې هغه د امریکا په راتلونکو ټاکنو کې د ولسمشرۍ لپاره د نوماندۍ په اړه فکر کوي.
هغه اوسمهال د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو له سختو مخالفینو څخه ګڼل کېږي.
نیوسم زیاته کړه: «که د نوماندۍ امکان رد کړم، دروغ به وي او زه دا نه شم کولی.»
هغه وویل: «څوک پوهېږي؟ زه په شوق منتظر یم چې وګورم په ۲۰۲۸ کال کې څوک ځان نوماندوي او څوک له دې مهم پړاو سره مخ کېږي. دا د امریکایانو پوښتنه ده.»
د راپورونو له مخې، ښاغلي نیوسوم په وروستیو کې د ډېموکراټ ګوند د یو شمېر لوړپوړو غړو ملاتړ د خپلې احتمالي نوماندۍ لپاره ترلاسه کړی دی.
ګوین نیوسوم مخکې د ډونالډ ټرمپ د هغې پرېکړې سره سخت مخالفت کړی و، چې غوښتل یې د ملي ګارډ ځواکونه لاسانجلس ته واستوي. د هغه مخالفت د امریکا په سیاسي غونډو او رسنیو کې تاوده بحثونه راپارولي وو.
د امریکا اساسي قانون وایي، هېڅ څوک نه شي کولی له دوو دورو زیات د ولسمشرۍ لپاره نوماند شي. ډونالډ ټرمپ چې اوس د خپلې دویمې دورې واک پر مخ وړي، مخکې ویلي وو: «د دې کار لپاره ځینې امکانات شته.»
په همدې وخت کې د جو بایډن مرستیالې او د ټرمپ پخوانۍ سیالې کاملا هرېس په وروستیو کې له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي، چې کېدای شي بیا هم د ولسمشرۍ ټاکنو ته ځان نوماند کړي. هغې ویلي: «امکان شته چې زه یوه ورځ ولسمشره شم او باور لرم چې راتلونکي کې یوه ښځه حتما سپینې ماڼۍ ته لار مومي.»