په ننګرهار کې د ځڼغوزیو حاصلات د تېرکال پرتله زیات شوي دي

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست وایي، سږکال په دغه ولایت کې له طبیعي ځنګلونو څخه ۹۰ مټریک ټنه خالص ځڼغوزي ترلاسه شوي دي. په ننګرهار کې د طالبانو د کرنې رییس محمد ولي محسن ویلي، چې د ځڼغوزیو دغه حاصلات د تېرکال پرتله یو مټریک ټنه زیات شوي دي.
د هغه په وینا؛ د حاصلاتو د زیاتېدو لامل د خلکو ترمنځ عامه پوهاوی او د ځڼغوزیو د راټولولو نوې مهارتونه دي.




