• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افراسیاب خټک: پاکستاني طالبان پخوا له افغان طالبانو سره جګړې ته استول کېدل

۵ لړم ۱۴۰۴ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۲:۴۴ GMT+۰

پښتون سیاستوال او د پاکستان د سنا پخوانی غړی افراسیاب خټک د طالبانو او پاکستان ترمنځ د استابول مذاکراتو سره هممهاله وایي، چې شل کاله وړاندې زرګونه پاکستاني طالبان له افغان طالبانو سره یو ځای د جګړې لپاره افغانستان ته استول کېدل.

د نوموړي په وینا، د افغانستان جمهوري دولت به د دې وضعیت پر ضد شکایت کاوه، خو پاکستان دا موضوع د افغانستان «کورنۍ مسله» بلله.

خټک په اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې اوس وضعیت برعکس شوی دی. د هغه په وینا، کله چې اوس د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) په خېبر پښتونخوا کې جګړه کوي، افغان طالبان دا د پاکستان «داخلي موضوع» بولي.

هغه ټینګار کړی، چې د دواړو لوریو تر منځ جګړه د یوې سترې «استخباراتي لوبې» برخه ده. د ده په خبره، د پاکستان او طالبانو تر منځ د روانې جګړې تر شا د چین، پاکستان او افغانستان تر منځ د سوداګریزې لارې د جوړېدو د مخنیوي هڅې دي.

خټک ویلي: «د طالبانو او پاکستان وروستۍ جګړه هماغه پخوانۍ استخباراتي لوبه ده، یوازینی توپیر یې دا دی چې دا ځل موخه د درې واړو هېوادونو تر منځ د سوداګریز کورېډورد جوړېدو مخنیوی دی، خو هېڅوک د دې اصلي موخې یادونه نه کوي.»

هغه دا هم ویلي، دا لا نه ده روښانه چې څوک د چین د دغه اقتصادي دهلېز د جوړېدو مخالفت کوي، خو څرګنده ده چې روانه جګړه د سیمې د اقتصادي اړیکو د ګډوډولو لپاره کارول کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې په استانبول کې د افغانستان انټرنشنل خبریاله نرګس هورخش وايي چې طالبانو له پاکستان سره په خبرو کې په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي حضور رد کړی. نوموړې د باخبره سرچینو له قوله وویل، چې پرون د طالبانو پلاوي په افغان خاوره کې د پاکستاني طالبانو شته والی رد کړ. د راپورونو له مخې، نن چې د خبرو اترو درېیمه ورځ وه بیا هم د دواړو لوریو ترمنځ خبرې اترې بې پایلې پای ته رسېدلي دي.


ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

له ولسي وګړو د ملاتړ مرکز: افغانستان د ولسي خلکو لپاره یو له خطرناکو هېوادونو دی

۵ لړم ۱۴۰۴ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۲:۲۴ GMT+۰

په جګړو کې له ولسي وګړو د ملاتړ مرکز د انساني امنیت د نړۍوال وضعیت په تړاو په خپل کلني راپور کې اعلان کړی، چې افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې یو له هغو شپږو هېوادونو و، چې خلک یې د مدني بنسټونو د ځپنې او پاشل کېدو له امله ډېر زیانمن شوي دي.

په دې راپور کې راغلي، افغانستان د میانمار، شمالي کوریا، سوډان، سوریې او یمن تر څنګ د هغو هېوادونو په کتار کې دی، چې په‌کې له ولسي وګړو د ملاتړ وضعیت «ډېر کړکېچن» ارزول شوی دی.

راپور کاږي، له ۲۰۲۰ تر ۲۰۲۴ پورې په ټوله نړۍ کې له ولسي وګړو د ساتنې شرایط بد شوي، خو په افغانستان کې او په ځانګړې توګه د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته دغه وضعیت ډېر بد شوی دی.

په دغه راپور کې راغلي: «پر هېواد د طالبانو ناڅاپي واکمني او ورسره د استبدادي نظام رامنځته کېدل چې فردي او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقوق یې محدود کړي، له ولسي وګړو د ملاتړ سیستم د پاشل کېدو لامل شوي دي.»

د یاد راپور په یوې برخه کې ټينګار شوی، سره له دې چې په افغانستان کې د تېرو کلونو پر تله د جګړو ګراف راټيټ شوی، خو «د بشري حقونو له نقض او د عدالت د میکانیزم له نشتوالي سره د تېرو جګړو نه جبرانېدونکو زیانونو د خلکو ژوند او روغتیا په شدت سره تضعیف کړی دی.»

په جګړو ‌کې ‌له ولسي وګړو د ملاتړ مرکز خبرداری ورکړی، چې د مجازاتو نشتوالی، پراخ فقر، د مدني ټولنې حذفول او همداراز زده کړو او کار ته د ښځو د لاسرسي محدودول په دغه هېواد کې د انساني بحران د لا تقویه کېدو لامل شوي دي.

د دغه مرکز په راپور کې ویل شوي، چې د افغانستان پر رسمي بنسټونو د خلکو باور تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلی او د ځواب ویونکو بنسټونو له‌منځه وړل د دې لامل شوي، چې د تاوتریخوالي او تبعیض قربانیان د عدالت لپاره هېڅ اغېزناکه لاره ونه‌لري.

په جګړو کې له ولسي وګړو د ملاتړ سازمان همداراز لیکلي، افغانستان له تېرو څلورو کلونو راهیسې له ولسي وګړو د ساتنې تر ټولو بد وضعیت تجربه کړی او لامل یې هم د استبدادي نظام رامنځته کېدل، د بشري حقونو محدودېدل، د ملاتړیزو او مدني بنسټونو له‌منځه وړل دي.

طالبانو لا تر اوسه د دغه راپور په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده، چې د بشري حقونو اړوندو ډېریو نړۍوالو بنسټونو هم په افغانستان کې په تېرو څه باندې څلور کلونو کې بشري وضعیت ډېر کړکېچن بللی دی.

قزاقستان له طالبانو سره د «ترکستان د سوداګرۍ ازاد زون» د جوړولو په تړاو خبرې وکړې

۵ لړم ۱۴۰۴ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۱:۳۲ GMT+۰

د قزاقستان د ترکستان والي نورالخان کشراوف د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست سره په کتنه کې له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره د «ترکستان د سوداګرۍ ازاد زون» د جوړېدو په تړاو خبرې وکړې او همداراز یې د دوه اړخیزو اړیکو پر لا پراختیا ټینګار وکړ.

د قزاقستان د ترکستان والي نورالخان کشراوف د دوشنبې په ورځ (د لړم ۵مه) د افغان- قزاق د سوداګرۍ مجمعې په څنډه کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست سره په کتنه کې د افغان- قزاق د اقتصادي مجمعې له جوړېدو هرکلی وکړ او همداراز یې په خپل هېواد کې د کرنې، ودانیزو چارو او کانونو په برخو کې د سوداګریزو چارو او پانګونو په تړاو د فرصتونو او ظرفیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، نورالدین عزیزي هم په دې کتنه کې د افغان- قزاق مجمعې د جوړېدو په تړاو د قزاقستان له کوربتوبه مننه وکړه او همداراز یې په افغانستان کې د اوسني اقتصادي وضعیت او د اقتصاد محوره پالیسۍ په اړه معلومات وړاندې کړل.

نوموړي زیاته کړه، په افغانستان کې اداري بروکراسي کمه شوې او ورسره جوخت یې د ترکستان والي ته بلنه ورکړه، چې د همکاریو د فرصتونو د لا ښې ارزونې په موخه افغانستان ته سفر وکړي او په راتلونکو سوداګریزو کنفرانسونو او نندارتونونو کې هم ګډون وکړي.

د دغې کتنې په پای کې دواړو لوریو د صادراتي بالقوه اقلامو د نوملړ پر تبادلې او د اقتصادي اړیکو د تقویت لپاره د غونډو او اړیکو پر دوام ټينګار وکړ.

د یوه بل خبر له‌مخې، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په «شېمکنت» او ترکستان کې له یو شمېر کارخونو او صنعتي پارکونو د لیدنې په ترڅ کې د دواړو هېوادونو تر منځ د تجربو د تبادلې، د ټکنالوژۍ او همداراز اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراختیا ټينګار وکړ.

100%

د یادو کارخونو او صنعتي پارکونو مسوولینو هم له افغانستان سره د همکاریو او تجربو د تبادلې په برخه کې ټټر وواهه.

سرچینې: د پاکستان پوځ له پي‌ټې‌اېم او نورو ګوندونو غوښتې چې پښتونخوا د پاکستان برخه وبولي

۵ لړم ۱۴۰۴ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۰ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي‌ټې‌اېم) ځینو مهمو غړو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې د پاکستان پوځ د دغه غورځنګ په ګډون له نورو سیاسي ګوندونو غوښتي، چې په خپلو ویناوو کې پښتونخوا د پاکستان د برخې په توګه یاده کړي.

د سرچینو په وینا: «د پوځ د دې غوښتنې په ځواب کې ځینو ګوندونو دا غوښتنه ومنله او له پوځ سره یې خپله وفاداري تازه کړه، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو د بندي غړو پر وړاندې د فشار له ګواښ او د هغوی د خوشې کېدو د وړاندیزونو سره سره، دې غوښتنې ته غاړه نه ده اېښې.»

سرچینې همداراز زیاتوي، چې له خېبر ولسي جرګې وروسته پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ ګڼ غړي نیولي او له هرې لارې هڅه کوي، چې پر غورځنګ فشارونه ډېر کړي، څو یې غوښتنې ومني.

سرچینو همدارنګه ویلی، چې د غورځنګ د ګڼ شمېر غړو بانکي حسابونه کنګل شوي او د بېلابېلو قضیو د پیل خبرونه هم ورکول کېږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ سرچینې دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ هم په خپل اېکس‌پاڼه ادعا کړې، چې د پاکستان استخباراتو له منظور پښتین څخه غوښتي، چې د «لوي افغانستان» پر ضد اعلامیه ورکړي، خو نوموړي دا غوښتنه رد کړې ده.
هغه همداراز لیکلي: «پاکستاني استخباراتو له منظور پښتین څخه غوښتي، چې د لوی کور پر ضد اعلامیه ورکړي او په بدل کې به علي وزیر او صمد لالا ازاد کړي او پي‌ټې‌اېم ته به نور امکانات ورکړي، خو پښتین انکار کړی دی. په همدې مهال له اېمل ولي او محمود خان اڅکزي څخه هم ورته غوښتنې شوې دي.»

اېمل ولي خان او محمود خان اڅکزي بیا تر اوسه په دې تړاو رسمي څرګندونې نه دي کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د پاکستان د پوځ له لوري د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې د کرېکټ پر لوبغاړو د برید په غبرګون کې ویلي وو: «د پنجاب پوځ د لر او بر پښتنو پر وړاندې د دوښمنۍ په پالیسۍ کې هېڅ توپیر نه کوي، بلکې له ټولو سره یو شان دوښمني پالي.»

نوموړي زیاته کړې وه، چې ډېر ژر به د پښتون ژغورنې غورځنګ له‌خوا د جنګي جرمونو نړۍوالې محکمې ته د پاکستان پر ضد د جنګي جرمونو قضیه وړاندې کړي.

بلخوا، د پښتون ژغورنې غورځنګ د امریکا د ټېکساس ایالت په سان انتونیو ښار کې د تېرې خېبر ولسي جرګې د پرېکړو د دوام په توګه د «پښتون ولسي جرګې» په اعلامیه کې د «پي‌ټې‌اېم» پر ضد د پاکستان د دولت د بندیزونو او فشارونو مخالفت کړی و او ویلي یې وو، چې دا غورځنګ یوه سوله‌ییزه، ولسي او بې وسلې خوځښت دی چې د جبري تښتونو او د بشري حقونو د سرغړونو پر ضد غږ پورته کوي.

پاکستانۍ سرچینې: طالبان له پاکستان سره د کتبي هوکړې له لاسلیک کولو ډډه کوي

۵ لړم ۱۴۰۴ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۰:۱۱ GMT+۰

د ترکیې په استانبول کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو درېیمه ورځ وروستیو ساعتونو ته رسېدلې، خو لا تراوسه د دواړو لوریو ترمنځ هېڅ هوکړه نه‌ده شوې. د پاکستان رسنیو هم د رسمي سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې طالب پلاوي له اسلام‌اباد سره د هر ډول هوکړې له لاسلیک کولو ډډه کوي.

طالبانو لا تراوسه په استانبول کې د مذاکراتو د پرمختګ د څرنګوالي او یا هم پر وړاندې یې د ستونزو په تړاو څه جزییات نه دي ورکړي او یوازې یې دومره ویلي، چې د مذاکراتو فضا دوستانه ده.

د اکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د راپور له‌مخې، د طالب او پاکستان پلاویو ترمنځ له اوږدو خبرو سره سره لا تراوسه هم په دغو مذاکراتو کې د پرمختګ څه نښې نښانې نه لیدل کېږي. د دغې ورځپاڼې په وینا، طالبان پر «نه انعطاف منونکي» دریځونو ولاړ دي او ان چمتو نه‌دي چې هوکړې کتبي بڼې ته واړول شي.

دغه مذاکرات د ترکیې په کوربتوب او د قطر په منځګړیتوب په استانبول کې روان دي.

یادې ورځپاڼې زیاته کړې، ‌دغه پړاو مذاکرات له دوو ورځو اوږدو خبرو وروسته لا هم له مشخصې پایلې پرته دوام لري.

د دوشبنې په ورځ (د لړم ۵مه) افغان او پاکستاني سرچینو وویل، په دغو مذاکراتو کې د طالبانو سخت دریځ د استانبول خبرو بهیر له ګواښ سره مخ کړی دی. طالب پلاوی په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي حضور او له افغان خاورې یې د استفادې مساله نه مني. دا په داسې حال کې ده، چې د دغو خبرو یو له اصلي موضوعګانو له افغان خاورې د ټي‌ټي‌پي استفاده او پر پاکستاني ځواکونو بریدونه دي.

طالبانو په وار وار ویلي، چې ټي‌ټي‌پي په افغانستان کې نشته او دغه ډله په پاکستان کې ده او هلته پر خپلو فعالیتونو بوخته ده.

تر دې مخکې پاکستاني چارواکو ویلي و، چې د اسلام‌اباد دریځ روښانه دی، «له ترهګرو ډلو د طالبانو ملاتړ» باید ودرول شي او افغان خاوره باید د پاکستان پر ضد ونه‌کارول شي.

له دې سره سم، ترکیه او قطر چې د دواړو لوریو ترمنځ منځنګړي دي د دغو خبرو د دوام هڅې کوي. اکسپرېس ټربیون ویلي، طالبانو له امریکا سره هم په هوکړه کې ژمنه کړې وه، چې افغان خاوره به د بل هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي او په وینا یې اوس پاکستان غواړي طالبان پر دغې کړې ژمنې عمل وکړي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو دویم پړاو د دوشنبې په ورځ (د لړم ۵مه) د درېیمې ورځې لپاره په استانبول کې دوام وموند.

د دغو مذاکراتو لومړی پړاو د تلې پر ۲۶مه په دوحه کې د طالبانو او پاکستان د دفاع وزیرانو او د استخباراتو د رییسانو ترمنځ ترسره شو او په پایله کې یې یوه ابتدايي هوکړه هم لاسلیک شوه.

ملګرو ملتونو په بامیان کې د ښځو لپاره د پراختیايي پروګرامونو پر دوام ټینګار وکړ

۵ لړم ۱۴۰۴ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۴۱ GMT+۰

په افغانستان کې د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر رييسې مېرمن سوسن د بامیان ولایت لپاره د طالبانو له والي سره په کتنه کې دغه ولایت کې په اقتصادي او سیمه‌ییزو چارو کې د ښځو د ظرفیت لوړونې او د پراختیايي پروګرامونو پر دوام او همداراز په دې برخه کې د همکاریو پر لا تقویت ټينګار وکړ.

د بامیان ولایت د رسنیو دفتر د دوشنبې په ورځ (د لړم ۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، مېرمن سوسن په دې کتنه کې په ډاګه کړه، چې په بامیان کې د ښځو سوداګریزې چارې د دولتي بنسټونو دومداره ملاتړ ته هم اړتیا لري.

په دې کتنه کې د بامیان ولایت د طالبانو والي عبدالله سرحدي وویل، چې په بامیان کې د اسلامي اصولو په چوکاټ او خوندي چاپېریال کې د ښځو لپاره د اقتصادي فعالیتونو زمینه برابره شوې ده. نوموړي د ښځینه سوداګرو د اړتیاوو په اشاره سره د ښځو د لاسي صنایعو او سیمه‌ییزو تولیداتو له بازارګوټو د ملاتړ او همداراز په ملي او نړیوالو بازارونو کې د هغوی لپاره د بازار موندنې غوښتنه وکړه.

عبدالله سرحدي همداراز د ملګرو ملتونو له دغه پلاوي د بند امیر ملي پارک د بیارغونې او پراختیا په برخو کې د همکاریو غوښتنه وکړه او د دغه پارک په شاوخوا کې د زرغونو سیمو، مناسبو دوکانونو او د سیلانیانو د اوسېدنې لپاره د معیاري ځایونو جوړېدل د یاد پارک اساسي اړتیاوې په ګوته کړې.

نوموړي همداراز د دغه ولایت په مرکز کې د څښاک پاکو اوبو کمښت ته په نغوتې سره له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې ښاري او دولتي ادارو ته له اهنګرانو درې د اوبو د لېږد په برخه کې هم ورسره همکاري وکړي.

په افغانستان کې د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر رييسې مېرمن سوسن هم ژمنه وکړه، چې دغه غوښتنې به له نورو تمویل کوونکو نړۍوالو سازمانونو سره شریک کړي او یو ځل بیا یې په ډاګه کړه، چې ملګري ملتونه د ښځو د سوداګریزو چارو ودې او د ښځو د اقتصادي ځواکمنتیا کچې لوړولو ته ژمن دي.

د بامیان والي په داسې حال کې د بند امیر د بیارغونې او پراختیا غوښتنه کړې، چې طالبان د بند امیر په ګډون پارکونو ته د ښځو پر تګ بندیز لګولی او د بامیان د رسنیو دفتر پر خپله اېکس پاڼه په خپاره شوي عکس کې د مېرمن سوسن تصویر هم نه دی راوستی.