په دې راپور کې راغلي، افغانستان د میانمار، شمالي کوریا، سوډان، سوریې او یمن تر څنګ د هغو هېوادونو په کتار کې دی، چې پهکې له ولسي وګړو د ملاتړ وضعیت «ډېر کړکېچن» ارزول شوی دی.
راپور کاږي، له ۲۰۲۰ تر ۲۰۲۴ پورې په ټوله نړۍ کې له ولسي وګړو د ساتنې شرایط بد شوي، خو په افغانستان کې او په ځانګړې توګه د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته دغه وضعیت ډېر بد شوی دی.
په دغه راپور کې راغلي: «پر هېواد د طالبانو ناڅاپي واکمني او ورسره د استبدادي نظام رامنځته کېدل چې فردي او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقوق یې محدود کړي، له ولسي وګړو د ملاتړ سیستم د پاشل کېدو لامل شوي دي.»
د یاد راپور په یوې برخه کې ټينګار شوی، سره له دې چې په افغانستان کې د تېرو کلونو پر تله د جګړو ګراف راټيټ شوی، خو «د بشري حقونو له نقض او د عدالت د میکانیزم له نشتوالي سره د تېرو جګړو نه جبرانېدونکو زیانونو د خلکو ژوند او روغتیا په شدت سره تضعیف کړی دی.»
په جګړو کې له ولسي وګړو د ملاتړ مرکز خبرداری ورکړی، چې د مجازاتو نشتوالی، پراخ فقر، د مدني ټولنې حذفول او همداراز زده کړو او کار ته د ښځو د لاسرسي محدودول په دغه هېواد کې د انساني بحران د لا تقویه کېدو لامل شوي دي.
د دغه مرکز په راپور کې ویل شوي، چې د افغانستان پر رسمي بنسټونو د خلکو باور تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلی او د ځواب ویونکو بنسټونو لهمنځه وړل د دې لامل شوي، چې د تاوتریخوالي او تبعیض قربانیان د عدالت لپاره هېڅ اغېزناکه لاره ونهلري.
په جګړو کې له ولسي وګړو د ملاتړ سازمان همداراز لیکلي، افغانستان له تېرو څلورو کلونو راهیسې له ولسي وګړو د ساتنې تر ټولو بد وضعیت تجربه کړی او لامل یې هم د استبدادي نظام رامنځته کېدل، د بشري حقونو محدودېدل، د ملاتړیزو او مدني بنسټونو لهمنځه وړل دي.
طالبانو لا تر اوسه د دغه راپور په غبرګون کې څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده، چې د بشري حقونو اړوندو ډېریو نړۍوالو بنسټونو هم په افغانستان کې په تېرو څه باندې څلور کلونو کې بشري وضعیت ډېر کړکېچن بللی دی.