په کورمه ولسوالۍ کې بمي چاودنې ۵ پاکستاني سرتېري وژلي

د خیبر پښتونخوا په کورمه ولسوالۍ کې د یوې درندې چاودنې له امله لږ تر لږه ۵ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۱۴نور ټپیان دي. چاودنه د کورمې ولسوالۍ په سلطان کلی کې شوې ده. له چاودنې وروسته پاکستاني طالبانو د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر باروړونکو موټرې ډزې کړې او موټر هم سوځېدلي دي.
