• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: د پاکستان هر برید ته به «پرېکنده ځواب» ورکړو

۷ لړم ۱۴۰۴ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۱۴ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، که پاکستان پر افغانستان برید وکړي، دوی به ورته «پرېکنده او سخت ځواب» ورکړي، داسې ځواب چې «پاکستان ته به درس او نورو ته عبرت» وي.

د دې وزارت ویاند عبدالمتین قانع دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ په کابل کې له یوه خصوصي ټلویزیون سره په مرکه کې کړې دي. هغه ویلي: «طالبانو تر اوسه هېڅ ځواک ته سر نه دی ټیټ کړی او که څوک برید وکړي، موږ د خپل هېواد د دفاع حق لرو.»

راپورونه وايي، د طالبانو او پاکستاني پلاویو ترمنځ په استانبول کې خبرې اترې بې له هوکړې پای ته رسېدلې دي. پاکستان له طالبانو غوښتي، چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پر ضد «څرګند او د باور وړ اقدامات» وکړي.

پاکستاني چارواکو ویلي، دوی خپلې رسمي غوښتنې په استانبول کې وړاندې کړې دي، خو د طالبانو لوری لا هم د دې غوښتنو پر وړاندې د مخالفت دریځ لري.

طالبان بیا ټینګار کوي، چې د افغانستان له خاورې هېڅ هېواد ته د ګواښ اجازه نه ورکوي او د خپلې خاورې د بشپړتیا دفاع د دوی مشروع حق دی.

اسلام‌اباد بیا وايي، د اوږدمهالې هوکړې لپاره باید د سرحدي بریدونو مخه ونیول شي او د باور سنجونې یو واضح میکانیزم رامنځته شي، څو د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د بریدونو مخه ونیول شي.

بلخوا، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ته نږدې کس او د هغه مرستیال محمد نبي عمري په خوست کې یوې غونډې ته ویلي، که کوم هېواد د افغانستان حریم نقض کړي نو له سخت غبرګون سره به مخ شي. هغه زیاته کړې: «داسې هڅې کېږي، چې یوځل بیا د نورو په اشارو جګړه پر مونږ وتپل شي.»

هغه زیاته کړې، چې د دوی پالیسي دا ده چې د بهرنیو او ګاونډيو هېوادونو په چارو کې هېڅ مداخله نه کوي او نه هم خپله خاوره د کوم هېواد پرضد کاروي.

هغه وویل: «هېچا سره جنګ نه غواړو او نه هم مشکلات غواړو نه د خارجیانو او نه هم ګاونډیانو سره.»

محمد نبي عمري خبردارې ورکړی، چې که جګړه پر دوی تحمیل شي، نو د خپل وطن، دین او ناموس د دفاع لپاره به هماغسې وجنګېږي لکه څنګه چې یې تر دې وړاندې د نورو قدرتونو پروړاندې مقاومت کړی و.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۴

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۵

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبان: له مرکز او ولایتونو مو څه باندې درې نیم زره رواني ناروغان او لېونیان راټول کړي

۶ لړم ۱۴۰۴ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۳:۳۶ GMT+۰

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت مسوولین وايي، د خپل مشر هبت‌الله اخوندزاده له حکم سره سم یې تراوسه ۳۵۸۰ رواني ناروغان او لېونیان راټول او د درملنې او ساتنې په موخه یې سرې میاشتې ریاستونو ته سپارلي دي.

د دغه وزارت ویاند د دې چارې موخه د یوې سالمې ټولنې رامنځته کول او د ټولنیز رواني امنیت ټينګښت بللی دی.

د نوموړي په وینا، د افغاني سرې میاشتې ټولنې د رواني ناروغانو د درملنې او د لېونیانو د ساتنې لپاره ځانګړی او خوندي چاپېریال برابر کړی دی.

هغه زیاتوي، دغه وزارت به په ټولنه کې ټول رواني ناروغان او لېونیان راټول او د درملنې او ساتنې لپاره سرې میاشتې ټولنې ته وسپاري او همداراز یې له هېوادوالو وغوښتل، چې په دې برخه کې له محتسبینو سره همکاري وکړي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر افغان طالبان د ترهګرو ډلو په ملاتړ تورن کړي

۶ لړم ۱۴۰۴ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۳:۲۰ GMT+۰

د پاکستان د اطلاعاتو فدرالي وزیر عطاالله تارړ ویلي، پاکستان څو ځلې له طالبانو سره د سرحدي بریدونو او د هند له ملاتړ برخمنو ډلو «ټي‌ټي‌پي او بي‌اېل‌اې» په اړه خبرې کړي، خو دوی لا هم د دې ډلو ملاتړ کوي.

اخوا، طالبانو بیا تل دا ادعاوې رد کړي او دا وسله والې ډلې د پاکستان داخلي موضوع ګڼي.

تارړ په خپل اېکس خواله رسنۍ لیکلي: «د طالبانو او پاکستان ترمنځ مذاکرات ناکامه شول او زیاتوي: «پاکستان د قطر او ترکیې په غوښتنه د طالبانو له رژیم سره په دوحه او استانبول کې خبرې وکړې، خو طالب لوري د باور وړ تضمین ورنکړ.»

هغه ادعا کړې، چې د پاکستاني پلاوي له خوا طالبانو ته د شواهدو وړاندې کېدو وروسته هم هغوی هېڅ عملي ژمنه ونه کړه او تل یې د خبرو له اصلي اجنډا ځان اړولی دی.

دغه پاکستاني چارواکي ویلي: «د طالبانو رژیم د افغان ولس پر وړاندې مسوولیت نه‌احساسوي او غواړي خلک یو ځل بیا جګړې ته راکش کړي. پاکستان به د خپلو وګړو د امنیت خوندي کولو لپاره هر ډول اقدام ترسره کړي.

د پاکستان د اطلاتو وزیر دا څرکندونې په داسې حال کې کوي، چې د طالبانو په بهرنیو چارو وزارت کې سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې پاکستان د مذاکراتو د ماتېدا هوډ لري؛ خو طالبان هم له خپل دریځه نه په شا کېږي.

د سرچینې په وینا؛ پاکستانی پلاوی ټینګار کوي چې طالبان دې د ټي‌ټي‌پي پر وړاندې عملیات پیل کړي او هغه دې یوه ترهګره ډله اعلان کړي.

خو د سرچینې په خبره: «زموږ دریځ دا دی، چې موږ ټي‌ټي‌پي د مسوولې ډلې په توګه نه پېژنو او دا د پاکستان داخلي مسله ده. د افغانستان له خاورې هېچاته زیان نه رسېږي او نه هم موږ چاته دغه اجازه ورکوو.»

سرچینه زیاتوي: «د پاکستان مذاکراتي پلاوی ټینګار کوي؛ که په پاکستان کې ټي‌ټي‌پي برید کوي، نو پاکستان هم حق لري، چې که په افغانستان کې یې د ټي‌ټي‌پي مشکوک حرکات وموندل؛ نو هوایي برید پرې وکړي.»

بلخوا، د طالبانو د کورنیو چارو معین محمد نبي عمري ویلي چې هڅې روانې دي، ترڅو پر طالبانو جګړه تحمیل شي او دوی د بشپړې جګړې لپاره چمتو دي.

طالبانو له موسسو وغوښتل چې پر یوه ولایت تمرکز ونه‌کړي، بلکې ټولو ولایتونو ته مرستې ورسوي

۶ لړم ۱۴۰۴ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۳:۰۴ GMT+۰

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي ادارې ريیس نورالدین ترابي د کډوالۍ نړۍوال سازمان له رييسې میا‌پارک او د ځینو نورو موسسو له استازو سره په کتنه کې وویل، موسسې باید پر یوه ولایت تمرکز ونه‌لري، بلکې د هېواد ۳۴ ولایتونو ته خپلې مرستې ورسوي.

دغې ادارې د سې‌شنبې په ورځ (د لړم ۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل، نورالدین ترابي په دې کتنه کې د کډوالۍ له نړۍوال سازمان څخه وغوښتل، چې ژمنۍ مرستې له همدا اوسه پيل کړي، څو پر وخت اړمنې کورنۍ ترې برخمنې شي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان رييسې میاپارک په دې کتنه کې وویل، پخوا په دې اداره کې د یاد سازمان کارکونکو یو دفتر درلوده او له نورالدین ترابي یې وغوښتل، چې یاد دفتر بېرته د دغه سازمان په واک کې ورکړي، څو د دواړو اداور تر منځ همغږي لاپسې زیاته شي.

نورالدین ترابي هم په دې برخه کې د همکارۍ ټټر وواهه.

طالبانو له ایران سره د سرحدي نښو د نوي کولو په اړه غونډه وکړه

۶ لړم ۱۴۰۴ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۲:۳۶ GMT+۰

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست او د سرحدي کمېسیون مشر نورالله نوري د ایران د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال کاظم غریب‌ابادي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښې همغږۍ، له قاچاق څخه د مخنیوي او د سرحدي نښو نښانو د نوي کولو په اړه په کابل کې غونډه وکړه.

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سې‌شنبې په ورځ (د لړم ۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، نورالله نوري په دې غونډه کې وویل چې دوی د ښه ګاونډيتوب، متقابل درناوي او د ګډو مسایلو د حل لپاره د رښتینې همکارۍ اصل ته ژمن دي او زیاته یې کړه: «د سرحدي نښو نښانو نوي کولو ته لېوالتیا لري او ژمنه کوي چې د دواړو هېوادونو تخنیکي ټيمونه به ژر د چارو د پیل په اړه خپلو ناستو ته دوام ورکړي.»

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریب ابادي هم په دې غونډه کې وویل، ایران د افغانستان همکاریو ته په ښه سترګه ګوري او هڅې کوي، چې له افعانستان سره دوستانه اړیکې نورې هم پراخې کړي او همداراز یې د سرحدي نښو نښانو د نوي کولو په اړه په ډاګه کړه، «زموږ تخنیکي ټيمونه به له افغانستان سره په همغږي د سرحدي نښو د نوي کولو په اړه اجرأت وکړي.»

د یادونې وړ ده، چې ایران په دې وروستیو کې له خپل هېواده د افغان کډوالو د یو مخیزې اېستنې په ترڅ کې شاوخوا یو میلیون افغانان په زوره و اېستل او همداراز کله نا کله د دواړو لوریو د پوله ساتونکو ترمنځ جګړه هم کېږي.

د ایران دغه پلاوي په پوله کې د رامنځته کېدونکو شخړو په تړاو وویل: «موږ چمتو یو چې د ایران او افغانستان ترمنځ پر پوله وخت نا وخت ستونزې راپورته کېږي هغه ژر تر ژره حل کړو.»

ایران د افغانستان یو له هغو ګاونډیو دی، چې له طالبانو سره تعامل لري او په کابل کې یې سفارت فعال دی او همداراز په تهران کې یې د افغانستان سفارت طالبانو ته سپارلی، خو لا تر اوسه یې طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي.

یوناما: د امر بالمعروف کارکوونکي پر ډاکټرانو فشار راوړي چې د ښځو درملنه ونه‌کړي

۶ لړم ۱۴۰۴ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۱:۴۹ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې پر طالبانو د کورنیو او نړۍوالو نیوکو سربېره لا هم یاده ډله د افغان مېرمنو پر ضد د تبعیض او محدودیتونو لړۍ ته دوام ورکوي.

په راپور کې راغلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې کارکوونکو په یو شمېر ولایتونو کې پر ډاکټرانو فشار راوړی، څو د ښځینه ناروغانو له درملنې ډډه وکړي.

یوناما وايي، په ځینو ولایتونو کې طالبانو کلینیکونو ته سپارښتنه کړې چې ښځې یوازې د شرعي محرم په ملتیا درملنه ترلاسه کولی شي. دغه ادارې تایید کړې، چې له ښځینه روغتیايي کارکوونکو څخه هم غوښتل شوي، چې په کار ځای کې یو تثبیت شوی شرعي محرم ولري.

په راپور کې راغلي، د طالبانو د امر بالمعروف مامورین په کندهار ولایت کې د غاښونو د درملنې کلینیکونو ته ورغلي او ډاکټرانو ته یې ویلي، چې نارینه د ښځینه ناروغانو درملنه نه شي کولای. یوناما ټینګار کوي، دا محدودیتونه د ښځو ژوند او روغتیا ته جدي ګواښونه رامنځته کوي.

دغه راپور چې د چنګاښ له ۱۰مې د تلې تر ۸مې د بشري حقونو د وضعیت په اړه چمتو شوی، ښيي چې طالبانو یوازې په درېیو ورځو کې لږ تر لږه ۶۰ښځې د حجاب د نه مراعت له امله په کابل کې نیولې دي.

یوناما وايي، د همدې درې‌میاستنۍ مودې په ترڅ کې طالبانو لږ تر لږه ۴۵۶نارینه او ښځې په خپلسر نیولي او ۴۴ د تاوتریخوالي او ناوړه چلند پېښې یې مستندې کړې دي.

په راپور کې دا هم راغلي، چې د جولای په میاشت کې په کندهار کې سلګونه کسان د ږېرې د خرېیلو له امله نیول شوي او د لیکلي تعهد له لاسلیک وروسته خوشې شوي دي. همدارنګه، په کونړ ولایت کې څو نایان د ږېرې د خرېیلو له امله محاکمه شوي او تر درې کالو په بند محکوم شوي دي.

یوناما د طالبانو له‌خوا د «عمومي عفوې» د اعلان پر عملي کېدو شک څرګند کړی او ویلي یې دي، چې په دې موده کې یې د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو د ۱۴وژنو، ۲۱غېرقانوني نیونو او درېېو شکنجو قضیې ثبت کړې دي.

د راپور له مخې، طالبانو یو شمېر هغه پخواني امنیتي افسران هم نیولي او وژلي، چې له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته بېرته ستانه شوي وو.

یوناما وايي، د طالبانو دا چلند د نړۍوالو بشري اصولو او د ښځو د حقونو د خوندیتوب له بنسټیزو تعهداتو سره په ښکاره ډول په ټکر کې دی.