• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ریو دو ژانیرو د پولیسو په تاریخي مرګوني عملیاتو کې د مړو شمېر ۱۳۲ کسانو ته لوړ شو

۸ لړم ۱۴۰۴ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۰۱ GMT+۰

د برازیل په ریو دو ژانیرو ښار کې د نشه‌یي توکو د مافیایي ډلو پروړاندې د پولیسو عملیاتو کې لږ تر لږه ۱۳۲ کسان وژل شوي دي. د یاد ښار اوسېدونکو د چهارشنبې په سهار لسګونه مړي چې د شپې یې موندلي وو، په واټونو کې یو په بل پسې کېښودل.

سیمه ییز چارواکي له دې عملیاتو دفاع کوي؛ خو د ملګرو ملتونو سازمان د دغې پېښې د څېړنې غوښتنه کړې ده.

دا د برازیل په تاریخ کې د پولیسو تر ټولو خونړی عملیات بلل کېږي، چې لږ تر لږه ۱۳۲ کسان په کې وژل شوي دي.

ریو دو ژانیرو چې د برازیل دویم تر ټولو ګڼ مېشته ښار دی، اوسېدونکو یې د چهارشنبې په سهار یوازې یوه اوونۍ مخکې له دې چې د نړۍوالو اقلیمي غونډو کوربه شي، د شپې موندل شوي لسګونه مړي د ښار په اصلي واټ کې یو ځای اېښي وو.

د ریو ایالت پولیسو وویل، عملیات د سې شنبې په ورځ پیل شول او د نشه يي توکو یوه لویه ډله یې په نښه کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې په لومړیو ساعتونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۶۴ تنه اعلان شوی و، خو د درېیو ایالاتونو د امنیت مشر ویکټور سانتوس د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل: «د دې عملیاتو لوړ تلفات د وړاندوینې وړ وو، خو زموږ مطلوب نه وو.»

تر دې دمه د ریو پولیسو د ۱۱۹ کسانو وژل کېدل تایید کړي دي، چې په هغوی کې څلور د پولیسو افسران هم شامل دي.

که څه هم سانتوس ټینګار وکړ ،چې دغه عملیات د راتلونکو نړۍوالو اقلیمي مراسمو سره هېڅ تړاو نه لري، خو د ریو پولیس معمولا د لویو نړۍوالو غونډو له پیل مخکې د جرمي ډلو پر وړاندې پراخ عملیات ترسره کوي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۴

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۵

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبان: له مرکز او ولایتونو مو څه باندې درې نیم زره رواني ناروغان او لېونیان راټول کړي

۶ لړم ۱۴۰۴ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۳:۳۶ GMT+۰

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت مسوولین وايي، د خپل مشر هبت‌الله اخوندزاده له حکم سره سم یې تراوسه ۳۵۸۰ رواني ناروغان او لېونیان راټول او د درملنې او ساتنې په موخه یې سرې میاشتې ریاستونو ته سپارلي دي.

د دغه وزارت ویاند د دې چارې موخه د یوې سالمې ټولنې رامنځته کول او د ټولنیز رواني امنیت ټينګښت بللی دی.

د نوموړي په وینا، د افغاني سرې میاشتې ټولنې د رواني ناروغانو د درملنې او د لېونیانو د ساتنې لپاره ځانګړی او خوندي چاپېریال برابر کړی دی.

هغه زیاتوي، دغه وزارت به په ټولنه کې ټول رواني ناروغان او لېونیان راټول او د درملنې او ساتنې لپاره سرې میاشتې ټولنې ته وسپاري او همداراز یې له هېوادوالو وغوښتل، چې په دې برخه کې له محتسبینو سره همکاري وکړي.

طالبانو له موسسو وغوښتل چې پر یوه ولایت تمرکز ونه‌کړي، بلکې ټولو ولایتونو ته مرستې ورسوي

۶ لړم ۱۴۰۴ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۳:۰۴ GMT+۰

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي ادارې ريیس نورالدین ترابي د کډوالۍ نړۍوال سازمان له رييسې میا‌پارک او د ځینو نورو موسسو له استازو سره په کتنه کې وویل، موسسې باید پر یوه ولایت تمرکز ونه‌لري، بلکې د هېواد ۳۴ ولایتونو ته خپلې مرستې ورسوي.

دغې ادارې د سې‌شنبې په ورځ (د لړم ۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل، نورالدین ترابي په دې کتنه کې د کډوالۍ له نړۍوال سازمان څخه وغوښتل، چې ژمنۍ مرستې له همدا اوسه پيل کړي، څو پر وخت اړمنې کورنۍ ترې برخمنې شي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان رييسې میاپارک په دې کتنه کې وویل، پخوا په دې اداره کې د یاد سازمان کارکونکو یو دفتر درلوده او له نورالدین ترابي یې وغوښتل، چې یاد دفتر بېرته د دغه سازمان په واک کې ورکړي، څو د دواړو اداور تر منځ همغږي لاپسې زیاته شي.

نورالدین ترابي هم په دې برخه کې د همکارۍ ټټر وواهه.

طالبانو په درېیو ولایتونو کې ۳ کوډګر نیولي دي

۶ لړم ۱۴۰۴ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۴۳ GMT+۰

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت وايي، په کابل، بلخ او دایکندي ولایتونو کې یې ۳ حرفه‌يي کوډګر نیولي دي. دغه وزارت زیاتوي، له یادو کسانو د کوډو اړوند کتابونه او ځانګړي توکي هم ترلاسه شوي دي.

دغه وزارت د سې‌شنبې په ورځ (د لړم ۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغو نیول شویو کوډګرو له جادويي اړوند ځانګړو کتابونو او توکو په استفادې سره په کورنیو کې اختلافونه رامنځته کول او ان د ښځې او مېړه ترمنځ یې بېلوالی راوسته.

د خبرپاڼې له‌مخې، دغه کسان د جاوديي اعمالو د ترسره کولو پر مهال لاس په لاس نیول شوي او له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي شوي دي.

دغه وزارت وايي، سحر او جادو له کبیره ګناهونو څخه دي او تر دې مخکې یې هم ګڼ کوډګر نیولي دي.

طالبانو تر اوسه په هېواد کې ۴۰۰۰ نقطې په نښه کړي چې پراختیايي پروژو پلې کېدو ته اړتیا لري

۵ لړم ۱۴۰۴ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۸:۳۵ GMT+۰

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي ادارې رييس نورالدین ترابي د دوشنبې په ورځ (د لړم ۵مه) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام (UNDP) له رييس سټېفن رودریګز او مل پلاوي سره په کتنه کې وویل، تر اوسه یې ۴۰۰۰ هغه نقطې مشخصې کړي چې پراختیايي پروژو ته اړتیا لري.

نورالدین ترابي په دې کتنه کې زیاته کړه: «له دې منځه بیا د ۸۰۰ پروژو د طرحو او ډیزاین چارې مو خلاصې کړي، څو سازمانونه او مؤسسې پرې کار وکړي.»

دغې ادارې د دغو مشخصو شویو نقطو د موقعیت او څرنګوالي په تړاو جزییات نه دي ورکړي.

د دغې ادارې د خبرپاڼې له‌مخې، په دې کتنه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام رييس سټېفن رودریګز په چارو کې له چټکتیا مننه وکړه او زیاته یې کړه: «دغه لېستونه به موږ ته راکړئ چې ددې ادارې د انجینرانو له‌خوا شاوخوا ۴۰۰۰زره نقطې معلومې شوې دي.»

په دې کتنه کې دواړو لورو ژمنه وکړه، چې په ګډه به هغه ستونزې له منځه یوسي چې د چارو پر وړاندې یې خنډونه رامنځته کړي، څو خلکو ته اساسي خدمات ورسول شي.

ایران د بهرنیو کارګرو لپاره د بیمې پروګرام پیلوي

۴ لړم ۱۴۰۴ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۸:۵۹ GMT+۰

د ایران همغږۍ او ټولنیزو چارو وزارت د وګړوعمومي مدیر یت ویلي، دا مهال د موجوده شمېرو له مخې په ایران کې شاوخوا ۴۰۰زره بهرني اتباع په قانوني ډول کار کوي او نور غیرقانوني کارګران هم شته. وایي، تر دې وروسته قانوني کارګران ایران کې بیمه هم ولري.

ایرنا خبري اژانس لیکلي، چې د بهرنیو کارګرو کار یوازې تر افغان کډوالو پورې محدودي نه دی او په ایران کې د نورو هېوادو اوسېدونکي هم کار کوي.

د همغږۍ او ټولنیزو چارو وزارت د اتباعو عمومي مدیرعلي باقري وویل: «که ایرانيان غواړي چې بهرني اتباع په کار وګوماري،د کاري جواز له لارې یې ګومارلای شي».

باقري په ایران کې د کارګرانو بیمې ته په اشارې سره زیاته کړه، ټول هغه بهرني وګړي چې په ایران کې کار کوي د بیمې مستحق دي، کوم ایرانی چې بهرنی کارګر ګوماري باید د کاري پېښو په صورت کې د هغه مسوولیت پر غاړه واخلي او هغه تر ګومارلو مخکې بیمه کړي.