د طالبانو د کار وزارت وايي چې له ایران سره د کاري ویزو په اړه هېڅ هوکړه نه ده شوې

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، له ایران سره د افغان کارګرو لپاره د کاري ویزو په تړاو تر اوسه هېڅ رسمي هوکړه نه ده شوې. یاد وزارت له خلکو غوښتي چې تر هوکړې مخکې دې د ویزو د ترلاسه کولو په موخه خپل اسناد او پیسې هېچا ته نه سپاري.