هند پر ډیورنډ کرښه له افغانستان سره د پاکستان ناندرۍ د نه منلو وړ وبللې

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، پاکستان له افغانستان سره د شخړې مسوولیت لري او هڅه کوي له پولې پورې ترهګرۍ ته دوام ورکړي، خو دا کار یې د ګاونډیانو لپاره د منلو وړ نه دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، پاکستان له افغانستان سره د شخړې مسوولیت لري او هڅه کوي له پولې پورې ترهګرۍ ته دوام ورکړي، خو دا کار یې د ګاونډیانو لپاره د منلو وړ نه دی.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جېسوال د پنجشنبې په ورځ د خبري کنفرانس پر مهال د افغانستان او پاکستان ترمنخ وروستۍ شخړې ته په اشاره وویل:« پاکستان ځکه غوسه دی چې افغانستان پر خپلو سیمو حاکمیت لري».
نوموړي وویل، « داسې ښکاري چې پاکستان ځان ته دا حق ورکوي چې له خپل قلمرو هاخوا ترهګري ترسره کړي، خو دا کار ګاونډیانو ته د منلو وړ نه دی.»
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند د خپلو خبرو پرمهال ټینګار وکړ چې هند د افغانستان حاکمیت او خپلواکۍ ته ژمن دی.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا څرګندونې پرداسې مهال کړې، چې د ترکیې په استانبول کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ خبرې اترې روانې دي او دواړه لوري یو بل د ترهګرۍ په ملاتړ تورنوي.
په ترکیه کې د افغانستان انټرنشنل خبریاله وايي، چې پاکستانی پلاوی د کوربه هېواد او قطر په غوښتنه بېرته له طالبانو سره خبرو اترو ته کښېناستلی، خو تر دې مهاله ددې خبرو جزئیات نه دي په ډاګه شوي.
طالبانو د افغانستان په خاوره کې د ټي ټي پي له حضوره انکار کړی او د پاکستان دغه وړاندیز یې رد کړی چې پاکستانۍ وسله والې ډلې ترهګرې وبولي.