• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني پولیسو د افغانانو په ګډون نږدې ۲۲زره بهرنیان له خپل هېواده اېستلي

۸ لړم ۱۴۰۴ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۸:۴۷ GMT+۰

د پاکستان د پنجاب ایالت د پولیسو مشر عثمان انور ویلي، چې دوی د بې‌اسناده بهرنیو وګړو د اېستلو عملیاتو په تازه څپو کې ۲۱زره او ۹۴۸ افغانان او نور بهرني وګړي له خپل هېواده اېستلي دي. هغه وایي، دې ډله کې ۴۷۶۵ښځې او ۹۵۲۱ ماشومان هم شامل وو.

د پنجاب پولیسو پر اېکس پاڼه لیکلي، چې ۳۴۶۴ بهرني وګړي لا هم د ډیپورټ په مرکزونو کې پراته دي او ډېر ژر به واېستل شي. عثمان انور زیاته کړې، چې پاکستان د نورو هېوادونو په څېر د نړۍوالو قوانینو له مخې بې‌اسناده بهرني کډوال خپلو هېوادونو ته ستنوي.

د پلازمېنې اسلام‌اباد په ګډون د‌ پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې افغان کډوالو پسې پولیس کور په کور ګرځي او د ډیپورټ مرکزونو ته یې وړي. دغه هېواد کې مېشت افغانان شکایت کوي، چې پولیس یې له ماشومانو او عمر خوړلو کسانو سره هم ناسم چلند کوي. همدا راز نیوکې شوې، چې دغو اېستل کېدونکو افغانانو ته دا فرصت هم نه ورکول کېږي؛ څو د خپلو کورونو توکي، کاروبارونه او شتمنۍ راټولې کړي.

هم مهاله په اسلام‌اباد کې ډېری افغانانو نیوکې کړې، چې د دوی نیول کېدل اوس پاکستاني پولیسو ته د روزګار یوه وسیله ګرځېدلې او ان قانوني کډوال هم د پیسو یا بډو اخیستو د پلمې لپاره نیسي. پاکستان د روان زېږدیز کال له پیله تر ۵۰۰زرو ډېر افغان کډوال په جبري توګه اېستلي. دا ځل یې د ملګرو ملتونو سره ثبت د «پي او ار» کارت لرونکو د اېستنې لړۍ هم په چټکۍ سره پیل کړې ده.

هم‌مهاله ایراني چارواکو هم خبر ورکړی، چې د روان کال له پیله یې نږدې ۱.۵مېلیونه افغانان بېرته خپل هېواد ته اېستلي او دغه بهیر لا هم روان دی. ډېری ستنو شویو افغانانو شکایتونو کړي، چې د‌ پاکستاني او ایراني پولیسو له لوري ورسره ظالمانه چلند شوی دی.

د کډوالو ملاتړ سازمانونه اندېښنه لري، چې په افغانستان کې د بېرته ستنېدونکو وضعیت خورا خطرناک دی او لا له وړاندې پیل شوی بشري ناورین ورسره لا پراخ شوی. بېرته ستانه شوي افغانان په کور دننه د سرپناوو د نشتوالي، اقتصادي ستونزو، بې‌روزګارۍ او فقر څخه کړېږي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۴

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۵

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبان وایي، تېره میاشت یې وارد شوي ۶۳ ټانکره بې‌کیفیته تېل بېرته ګرځولي دي

۸ لړم ۱۴۰۴ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۸:۳۲ GMT+۰

د طالبانو مالیې وزارت خبر ورکړی، چې په تېرې تلې میاشت کې یې وارد شوي ۶۳ ټانکره بې‌کیفیته تېل بېرته ګرځولي دي. د دغه وزارت له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه تېل د یاد وزارت د تېلو د کیفیت او څار ریاست له لوري له فراه، نیمروز، حیرتان او شېرخان بندرونو بېرته ګرځول شوي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې؛ په ګرځول شویو تېلو کې ډیزل او پټرول شامل وو. طالبانو له سوداګرو غوښتي، چې افغانستان ته دې د بې‌کیفیته توکو له واردولو ډډه وکړي.

طالبانو په تېر کې هم د افغانستان له بېلابېلو بندرونو د بې‌کیفیته تېلو له ګرځولو خبر ورکړی و؛ خو دې چارې بیا په وار، وار د ایراني چارواکو غبرګون راپارولی دی.

ایراني چارواکو ویلي، چې طالبان د تېلو د کیفیت د معلومولو معیاري سیسټم نه‌لري؛ خو طالبان بیا وايي چې د نړۍوالو سټنډرډونو سره سم د پرمختللي سیسټم په وسیله افغانستان ته د واردېدونکو توکو کیفیت څاري.

د ترکیې په استانبول کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ درېدلي مذاکرت بېرته پیلېږي

۸ لړم ۱۴۰۴ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۷:۴۰ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون خبر ورکړی، چې د ترکیې په استانبول ښار کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ درېدلي مذاکرت بېرته پیلېږي. ټاکل شوې، چې دغه خبرې د قطر په منځګړیتوب پیل شي.

که څه هم په دې اړه ډېر جزییات نه‌دي ورکړل شوي؛ خو وړاندې ځینو پاکستاني رسنیو هم د مذاکراتو د بېرته پیلېدو په اړه خبر ورکړی و.

ورته مهال رویټرز خبري اژانس د درېیو باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې پاکستان او طالبان به د خپلو اختلافونو د پای ته رسولو لپاره په استانبول کې خبرې اترې بېرته پیل کړي.

یوه ورځ وړاندې پاکستان په رسمي توګه اعلان کړی و، چې د استانبول خبرې پای ته رسېدلې؛ خو ترکیې هڅه وکړه چې اوربند مات نه‌شي او دواړه لوري بېرته د خبرو مېز ته راوګرځي.

په راپور کې راغلي، پاکستان پرېکړه کړې چې له طالبانو سره خبرې بېرته پیل کړي؛ څو یو ځل بیا «د سولې د ټینګښت فرصت برابر شي». په راپور کې د خبرو د بیا پیل د کره نېټې یادونه نه‌ده شوې.

د طالبانو ویاندویانو لاتر اوسه د خبرو د بیا پیل په اړه په رسمي توګه څه نه‌دي ویلي. د طالبانو او پاکستان ترمنځ خبرې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب د روانې اوونۍ په اوږدو کې څلور ورځې پرله‌پسې په استانبول کې ترسره شوې؛ خو دغه خبرې بې‌پایلې پای ته ورسېدې. پاکستان او طالبان دواړه یو بل ته د خبرو د ناکامېدو له کبله د ملامتۍ ګوته نیسي.

پر ډیورنډ تړلې دروازې؛ پاکستانیانو د سبزیو او تازه مېوو له لوړو بیو فریادونه پیل کړي

۸ لړم ۱۴۰۴ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۷:۱۵ GMT+۰

د طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ تر جګړې وروسته د سیاسي ترینګلتیاوو له امله په تېرو دوو اونیو کې د پاکستان دننه د تازه مېوو، سبزیجاتو او ان وچې میوې بیې د پام وړ لوړې شوې دي. پاکستانۍ رسنۍ وایي، د اسلام‌اباد په ګډون ګڼو ښارونو کې خلک له لوړو بیو فریادونه کوي.

د سوداګرو د معلوماتو له مخې؛ د سبزيجاتو او مېوو بیې اوس تر بل هر وخت لوړې شوې دي. د یو کیلو رومیانو بیه ۴۵۰ کلدارو ته رسېدلې، هوږه ۶۰۰ کلدارې، سونډ (ادرک) ۸۰۰ کلدارې، مټر ۴۰۰ کلدارې، پیاز ۱۸۰ او سپینې مولۍ په ۱۵۰ کلدارو پلورل کېږي.

همدارنګه د کندهاري انارو بیه تر ۴۵۰کلدارو او د چمن د یو کیلو انګورو بیه تر ۵۵۰ کلدارو رسېدلې ده. د دغه لوړو بیو لوی لامل له افغانستان نه پاکستان ته د صادراتو بشپړ بندیز بلل شوی دی. همدا راز په پاکستان کې بیا د چرګانو بیه بیخي راټیټه شوې، ځکه افغانستان ته یې قاچاق بند شوی دی. برعکس پاکستان کې د پسونو او غټو مالونو غوښې بیا ګرانې شوې او د لبنیاتو پلورونکي هم اندېښنه لري، چې په نوامبر میاشت کې به یې بیې لوړې شي.

اېکسپرېس ټربیون ورځپانې د پاکستان د سبزیجاتو ټولنې د یوه مشر غلام قادر میر له خولې لیکلي: «پاکستان کې د وروستیو سېلابونو له امله د سبزيجاتو او مېوو ډېری کروندې له‌منځه تللې دي. موږ د افغانستان پر وارداتو تکیه لرله.»

نوموړی وایي، چې اوس‌مهال د پاکستان حاصلات کم دي او تقاضا دوه برابره زیاته شوې ده. د هغه په خبره؛ که لارې همداسې بندې وي او افغانستان سره سوداګري عادي نه‌شي؛ نو پاکستان کې به بیې همداسې لوړې وي. تورخم، سپین بولدک، خرلڅي، غلام خان او د انګور اډې لارې له تېرو نږدې درېیو اونیو راهیسې بندې دي.

هاخوا په افغانستان کې هم د لارو تړل کېدو د تازه مېوې کاروباریانو او بڼوالو ته خپله برخه زیانونه اړولي دي. د دواړه خواوو سوداګرو په وار، وار له اسلام‌اباد او کابل غوښتي، چې د خپلو سیاسي کړکېچونو او ناندریو له کبله دې سوداګري نه زیانمنوي.

لا معلومه نه‌ده، چې پر ډیورنډ کرښه تړل شوې دروازې به تر کومې مودې تړلې وي او د خلاصون په تړاو یې هم کوم ښکاره څرک نه لیدل کېږي.

عبدالسلام ضعیف: د ستونزو حل یوازې د تفاهم له لارې کېدای شي او ګواښ د نااهلو خلکو کار دی

۸ لړم ۱۴۰۴ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۶:۵۲ GMT+۰

د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پرمهال په پاکستان کې د دغې ډلې پخوانی سفیر عبدالسلام ضعیف وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزې د جګړې له لارې نه‌شي حل کېدای. هغه زیاته کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو حل یوازې د خبرو له لارې شونی دی او باید له ګواښلو ډډه وشي.

نوموړي پر اېکس پاڼه لیکلي:« دمکۍ او ګواښونه د نا اهلو خلکو کار دی او باید ترې ډډه وشي.» هغه دارنګه پر ټولو او په ځانګړې توګه د پښتونخوا او بلوچستان پر سیاسي مشرانو غږ کړی، چې د تفاهم لپاره غږ پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف طالبانو ته توند خبرداری ورکړی. نوموړي په یوه بیان کې ویلي و، چې اسلام‌اباد به نور د ډیورنډ کرښې هاخوا د «خیانت» او «ملنډو» زغم ونه‌لري.

د پاکستان دفاع وزیر ویلي و:« موږ کولای شو د طالبانو رژیم بشپړ له‌منځه یوسو او هغوی بېرته غارونو ته ور وتمبوو. که دوی وغواړي، د تورې بوړې د ماتې تکرار به د سیمې خلکو ته د نندارې وړ صحنه وي.»

د پاکستان دفاع وزیر په خپل وروستي اېکس پوسټ کې طالبان د ۲۰۰۱ کال په څېر د تورې بوړې غارونو کې په اېسارولو ګواښلي دي؛ خو د ۲۰۰۱ کال په ډسمبر کې د تورې بوړې په غارونو کې د القاعدې جنګیالي او بن لادن پټ وو او د شنونکو په باور، طالبان پاکستان ته په ازادانه ډول لاړل.

طالبان: د قوش‌تېپې کانال د دویمې برخې چارې د بشپړېدو په درشل کې دي

۸ لړم ۱۴۰۴ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۶:۳۸ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون خبر ورکړی، چې د قوش تېپې کانال د سربند چارې ۸۵ سلنه او د دویمې برخې د کېندنې او ډکولو چارې ۹۵سلنه بشپړې شوې دي.

د طالبانو د دولتي شرکتونو رییس احمد جان بلال د یاد کانال له چارو څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې د قوش تېپې کانال چارې به په خپل وخت بشپړې شي. نوموړي زیاته کړې، چې د قوش تېپې کانال د افغانستان د اقتصادي ثبات لپاره تاریخي فرصت دی او د دغه پروژې د بشپړېدو لپاره به هلې ځلې کوي.

وړاندې د ملي پراختیا شرکت مسوولینو ویلي و، چې د قوش تېپې کانال پروژې د دویم فاز د کېندلو چارې به د روان لمریز کال تر پایه بشپړې شي.

د ۲۸۰ کیلومټره په اوږدوالي د اوبو د دغه ستر کانال چارې د ۱۴۰۱ کال (د وري په ۱۰مه) پیل شوې، چې د چارواکو په خبره په بشپړېدو به یې درې مېلیونه جریبه كرنيزه ځمكه خړوبه شي.