طالبان وایي، تېره میاشت یې وارد شوي ۶۳ ټانکره بېکیفیته تېل بېرته ګرځولي دي

د طالبانو مالیې وزارت خبر ورکړی، چې په تېرې تلې میاشت کې یې وارد شوي ۶۳ ټانکره بېکیفیته تېل بېرته ګرځولي دي. د دغه وزارت له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه تېل د یاد وزارت د تېلو د کیفیت او څار ریاست له لوري له فراه، نیمروز، حیرتان او شېرخان بندرونو بېرته ګرځول شوي.




