• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ترکیې په استانبول کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ درېدلي مذاکرت بېرته پیلېږي

۸ لړم ۱۴۰۴ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۷:۴۰ GMT+۰تازه شوی: ۸ لړم ۱۴۰۴ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۲۰ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون خبر ورکړی، چې د ترکیې په استانبول ښار کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ درېدلي مذاکرت بېرته پیلېږي. ټاکل شوې، چې دغه خبرې د قطر په منځګړیتوب پیل شي.

که څه هم په دې اړه ډېر جزییات نه‌دي ورکړل شوي؛ خو وړاندې ځینو پاکستاني رسنیو هم د مذاکراتو د بېرته پیلېدو په اړه خبر ورکړی و.

ورته مهال رویټرز خبري اژانس د درېیو باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې پاکستان او طالبان به د خپلو اختلافونو د پای ته رسولو لپاره په استانبول کې خبرې اترې بېرته پیل کړي.

یوه ورځ وړاندې پاکستان په رسمي توګه اعلان کړی و، چې د استانبول خبرې پای ته رسېدلې؛ خو ترکیې هڅه وکړه چې اوربند مات نه‌شي او دواړه لوري بېرته د خبرو مېز ته راوګرځي.

په راپور کې راغلي، پاکستان پرېکړه کړې چې له طالبانو سره خبرې بېرته پیل کړي؛ څو یو ځل بیا «د سولې د ټینګښت فرصت برابر شي». په راپور کې د خبرو د بیا پیل د کره نېټې یادونه نه‌ده شوې.

د طالبانو ویاندویانو لاتر اوسه د خبرو د بیا پیل په اړه په رسمي توګه څه نه‌دي ویلي. د طالبانو او پاکستان ترمنځ خبرې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب د روانې اوونۍ په اوږدو کې څلور ورځې پرله‌پسې په استانبول کې ترسره شوې؛ خو دغه خبرې بې‌پایلې پای ته ورسېدې. پاکستان او طالبان دواړه یو بل ته د خبرو د ناکامېدو له کبله د ملامتۍ ګوته نیسي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۴

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۵

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

•
•
•

نور کیسې

پر ډیورنډ تړلې دروازې؛ پاکستانیانو د سبزیو او تازه مېوو له لوړو بیو فریادونه پیل کړي

۸ لړم ۱۴۰۴ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۷:۱۵ GMT+۰

د طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ تر جګړې وروسته د سیاسي ترینګلتیاوو له امله په تېرو دوو اونیو کې د پاکستان دننه د تازه مېوو، سبزیجاتو او ان وچې میوې بیې د پام وړ لوړې شوې دي. پاکستانۍ رسنۍ وایي، د اسلام‌اباد په ګډون ګڼو ښارونو کې خلک له لوړو بیو فریادونه کوي.

د سوداګرو د معلوماتو له مخې؛ د سبزيجاتو او مېوو بیې اوس تر بل هر وخت لوړې شوې دي. د یو کیلو رومیانو بیه ۴۵۰ کلدارو ته رسېدلې، هوږه ۶۰۰ کلدارې، سونډ (ادرک) ۸۰۰ کلدارې، مټر ۴۰۰ کلدارې، پیاز ۱۸۰ او سپینې مولۍ په ۱۵۰ کلدارو پلورل کېږي.

همدارنګه د کندهاري انارو بیه تر ۴۵۰کلدارو او د چمن د یو کیلو انګورو بیه تر ۵۵۰ کلدارو رسېدلې ده. د دغه لوړو بیو لوی لامل له افغانستان نه پاکستان ته د صادراتو بشپړ بندیز بلل شوی دی. همدا راز په پاکستان کې بیا د چرګانو بیه بیخي راټیټه شوې، ځکه افغانستان ته یې قاچاق بند شوی دی. برعکس پاکستان کې د پسونو او غټو مالونو غوښې بیا ګرانې شوې او د لبنیاتو پلورونکي هم اندېښنه لري، چې په نوامبر میاشت کې به یې بیې لوړې شي.

اېکسپرېس ټربیون ورځپانې د پاکستان د سبزیجاتو ټولنې د یوه مشر غلام قادر میر له خولې لیکلي: «پاکستان کې د وروستیو سېلابونو له امله د سبزيجاتو او مېوو ډېری کروندې له‌منځه تللې دي. موږ د افغانستان پر وارداتو تکیه لرله.»

نوموړی وایي، چې اوس‌مهال د پاکستان حاصلات کم دي او تقاضا دوه برابره زیاته شوې ده. د هغه په خبره؛ که لارې همداسې بندې وي او افغانستان سره سوداګري عادي نه‌شي؛ نو پاکستان کې به بیې همداسې لوړې وي. تورخم، سپین بولدک، خرلڅي، غلام خان او د انګور اډې لارې له تېرو نږدې درېیو اونیو راهیسې بندې دي.

هاخوا په افغانستان کې هم د لارو تړل کېدو د تازه مېوې کاروباریانو او بڼوالو ته خپله برخه زیانونه اړولي دي. د دواړه خواوو سوداګرو په وار، وار له اسلام‌اباد او کابل غوښتي، چې د خپلو سیاسي کړکېچونو او ناندریو له کبله دې سوداګري نه زیانمنوي.

لا معلومه نه‌ده، چې پر ډیورنډ کرښه تړل شوې دروازې به تر کومې مودې تړلې وي او د خلاصون په تړاو یې هم کوم ښکاره څرک نه لیدل کېږي.

عبدالسلام ضعیف: د ستونزو حل یوازې د تفاهم له لارې کېدای شي او ګواښ د نااهلو خلکو کار دی

۸ لړم ۱۴۰۴ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۶:۵۲ GMT+۰

د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پرمهال په پاکستان کې د دغې ډلې پخوانی سفیر عبدالسلام ضعیف وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزې د جګړې له لارې نه‌شي حل کېدای. هغه زیاته کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو حل یوازې د خبرو له لارې شونی دی او باید له ګواښلو ډډه وشي.

نوموړي پر اېکس پاڼه لیکلي:« دمکۍ او ګواښونه د نا اهلو خلکو کار دی او باید ترې ډډه وشي.» هغه دارنګه پر ټولو او په ځانګړې توګه د پښتونخوا او بلوچستان پر سیاسي مشرانو غږ کړی، چې د تفاهم لپاره غږ پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف طالبانو ته توند خبرداری ورکړی. نوموړي په یوه بیان کې ویلي و، چې اسلام‌اباد به نور د ډیورنډ کرښې هاخوا د «خیانت» او «ملنډو» زغم ونه‌لري.

د پاکستان دفاع وزیر ویلي و:« موږ کولای شو د طالبانو رژیم بشپړ له‌منځه یوسو او هغوی بېرته غارونو ته ور وتمبوو. که دوی وغواړي، د تورې بوړې د ماتې تکرار به د سیمې خلکو ته د نندارې وړ صحنه وي.»

د پاکستان دفاع وزیر په خپل وروستي اېکس پوسټ کې طالبان د ۲۰۰۱ کال په څېر د تورې بوړې غارونو کې په اېسارولو ګواښلي دي؛ خو د ۲۰۰۱ کال په ډسمبر کې د تورې بوړې په غارونو کې د القاعدې جنګیالي او بن لادن پټ وو او د شنونکو په باور، طالبان پاکستان ته په ازادانه ډول لاړل.

طالبان: د قوش‌تېپې کانال د دویمې برخې چارې د بشپړېدو په درشل کې دي

۸ لړم ۱۴۰۴ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۶:۳۸ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون خبر ورکړی، چې د قوش تېپې کانال د سربند چارې ۸۵ سلنه او د دویمې برخې د کېندنې او ډکولو چارې ۹۵سلنه بشپړې شوې دي.

د طالبانو د دولتي شرکتونو رییس احمد جان بلال د یاد کانال له چارو څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې د قوش تېپې کانال چارې به په خپل وخت بشپړې شي. نوموړي زیاته کړې، چې د قوش تېپې کانال د افغانستان د اقتصادي ثبات لپاره تاریخي فرصت دی او د دغه پروژې د بشپړېدو لپاره به هلې ځلې کوي.

وړاندې د ملي پراختیا شرکت مسوولینو ویلي و، چې د قوش تېپې کانال پروژې د دویم فاز د کېندلو چارې به د روان لمریز کال تر پایه بشپړې شي.

د ۲۸۰ کیلومټره په اوږدوالي د اوبو د دغه ستر کانال چارې د ۱۴۰۱ کال (د وري په ۱۰مه) پیل شوې، چې د چارواکو په خبره په بشپړېدو به یې درې مېلیونه جریبه كرنيزه ځمكه خړوبه شي.

طالبان وایي، افغانستان کې به د قزاقستان له عصري کرنیز سېسټم څخه استفاده وکړي

۸ لړم ۱۴۰۴ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۶:۲۲ GMT+۰

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی قزاقستان ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد د یوشمېر مهمو صنعتي او کرنیزو سیمو څخه لیدنه کړې ده. هغه ویلي، هڅه کوي چې د یاد هېواد له عصري کرنیز سېسټم څخه په افغانستان کې هم استفاده وکړي.

د پنج‌شنبې په ورځ د (لړم ۸مه) د‌ طالبانو یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې د قزاقستان د ملي اقتصاد وزیر ژومان ګارین هم له نورالدین عزیزي سره ملتیا کوله.

دغه لیدنې د اریس ولایت د مکتارال، شاردارا او کوجه‌توغای په سیمو کې ترسره شوې. دغه سیمې د عصري کرنې، مېکانیزه زراعت، کرنیزو تولیداتو او د بدلون یا پروسس صنعتونو له مخې د بېلګې په توګه پېژندل کېږي. خبرپانه کې راغلي، چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر د دغه سفر پر مهال له نږدې د قزاقستان د کرنې، اوبو لګونې، د کرنیزو محصولاتو د پروسس او بسته بندۍ پرمختګونه وکتل.

عزیزي د یاد سفر پر مهال ویلي، افغانستان کولای شي د قزاقستان له بریالیو تجربو څخه په کرنه او صنعت کې ګټه واخلي. نوموړي زیاته کړه: «د قزاقستان ګټورې تجربې او نوې کرنیزه ټېکنالوژي کولای شي، زموږ د هېواد د کرنیزو تولیداتو او اړوندو صنعتونو د ودې لپاره یوه ښه بېلګه وي.»

د سفر په بله برخه کې د افغانستان پلاوي د قزاقستان او ازبکستان له پولې هم لیدنه کړې ده. دواړو لورو د منځنۍ اسیا د نړۍوالو صنعتي همکاریو د مرکز اړوند د ګمرکي او ڼرانزیټي اسانتیاوو په اړه خبرې او نظرونه هم سره تبادله کړي.

خبرپانې لیکي، په دغه لیدنو کې د عصري سکنر سیسټمونو نصبول، د وسایطو د تګ راتګ د چټکې معاینې، د ګمرکونو د اسانتیا او د ټرانزیټ وخت د کمېدو مسایل د خبرو اصلي ټکي وو. دواړو لوریو د سیمه‌ییزې سوداګرۍ د پیاوړتیا او د افغانستان، قزاقستان او د منځنۍ اسیا د نورو هېوادونو تر منځ د سوداګریز حجم د زیاتوالي پر اړتیا ټینګار کړی.

عزیزي زیاته کړې: «د دغه سفر اساسي موخه د نوو همکاریو زمینو برابرول، د تجربو تبادله او د قزاقستان د بریالیو اقتصادي بېلګو څخه د افغانستان د دوامداره پرمختګ لپاره ګټه اخیستل دي.» د طالبانو بېلابېلو لوړو پوړو چارواکو په دې وروستیو کې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته سفرونه ډېر کړي دي.

د کارپوهانو په وینا؛ طالبان چې اوس په نړۍ کې سخت منزوي شوي، د اړیکو او سوداګرۍ لپاره ورته یوازې د منځنۍ اسیا هېوادونه ورپاتې دي.

تېره ورځ له ایران او پاکستان نه نږدې ۶۵۰۰زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي

۸ لړم ۱۴۰۴ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۵:۵۵ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، چې پرون چهارشنبه له ایران او پاکستان نه ۱۲۲۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۴۶۲ کسانو ته رسېږي؛ افغانستان ته ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ یادې کورنۍ د سپین بولدک، اسلام‌کلا او ورېښمو پله له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي. یاد کمېسیون ویلي، چې له دغه ستنو شویو کډوالو سره د ځینو لومړنیو توکو مرستې هم شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ډیوربنډ کرښې په اوږدو کې د لارو د تړل کېدو له کبله د سلګونه افغان کورنیو د بند پاتې کېدو په اړه خبرونه ورکړل شوي دي.

وړاندې په سپین بولدک او چمن کې ځینو ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي و، دا چې پاکستاني پوله ساتي ځواکونه په لنډمهالي ډول د چمن – سپین بولدک لار پرانیزي په چمن کې د افغان کډوالو ډېره ګڼه ګوڼه جوړه شوې ده.

په ورته وخت کې د راپورونو پربنسټ؛ د تورخم دروازې د تړل کېدو له کبله هم سلګونه کورنۍ له څو ورځو راهیسې بندې پاتې دي او له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

په دې وروستیو کې پاکستان او ایران د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ په کمساري ډول چټکه کړې او هره ورځ د سلګونه کورنیو د ستنېدو په اړه خبرونه ورکول کېږي.