رحمت الله نبیل: پاکستان له سخت سیاسي او نظامي ناورین سره مخ دی

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل په یوې مقاله کې ویلي، پاکستان د تېرو څو لسیزو پرتله اوسمهال تر ټولو ژور کورنی سیاسي او نظامي ناورین تجربه کوي. هغه وایي، اسلاماباد د کابل پر وړاندې دوه مخی سیاست او له نیابتي ډلو سره لوبې کولې چې اوس یې خپله جال کې لوېدلی.





