افغانستان په دویمه شل اوریزه لوبه کې زمبابوې ته د ۷ ویکټو په توپیر ماته ورکړه

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د زمبابوې کرېکټ ملي لوبډلې ته په دویمه شل اوریزه لوبه کې د ۷ ویکټو په توپیر ماته ورکړه. د لوبې پچه زمبابوې لوبډلې ګتلې وه او افغان لوبډلې ته یې د ۱۲۶ منډو هدف ورکړی و.

افغان لوبډلې د خپلو درېیو لوبغاړو په سوځیدو سره د زمبابوې لوبډلې له لوري ورکړل شوی هدف د لوبې په ۱۸ اوور کې پوره کړ.