• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فایق: د افغانستان اوسنی وضعیت د سیمې او نړۍ امنیت لپاره هم جدي پایلې لرلای شي

۹ لړم ۱۴۰۴ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۹:۳۲ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې اوسنی نازک او کاواکه وضعیت د سیمې او نړۍ امنیت لپاره جدي پایلې لرلای شي.

نصیر احمد فایق د ملګرو ملتونو غونډې ته د راپور په وړاندې کولو سره د افغانستان د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده. په راپور کې نړۍوالې ټولنې ته سپارښتنه شوې، چې د طالبانو له حکومت سره دې د اړیکو له عادي کولو ډډه وکړي او په افغانستان کې دې عیني واقعیتونو ته پام وکړي.

د راپور په یوې برخه کې راغلي، چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو ځپوونکي اقدامات لاهم دوام لري او په منظم ډول افغان مېرمنې څنډې ته شوې دي. هغه په افغانستان کې د بشري او په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې خرابېدونکی وضعیت د اندېښنې وړ بللی او په دې برخه کې یې د بېړنیو اقداماتو غوښتنه هم کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په خپل تازه راپور کې ویلي، چې افغانستان دا مهال د نړۍ په کچه د جنسیتي برابرۍ پر وړاندې تر ټولو پراخ او منظم برید تجربه کوي.

بینېټ ویلي: «د وضعیت جديت له اندازې وتلی دی. د طالبانو د جنسیتي ځورونې د بنسټیز نظام له منځه وړل او د افغانستان د بشري حقونو له بېلابېلو ناورینونو سره مبارزه بېړني، اصولي او دوامداره نړۍوال اقدام ته اړتیا لري، نه د طالبانو د واکمنۍ د عادي کولو هڅې.»

نوموړي زیاته کړې، که نړۍواله ټولنه اوس له افغانستان نه مخ واړوي؛ دا به نه یوازې د افغان ولس د باور ماتېدو لامل شي، بلکې د ګډ نړۍوال نظام بنسټونه به هم زیانمن کړي.

په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه دغه اندېښنې په داسې حال کې دي، چې طالبانو په وار، وار په دې تړاوو اندېښنې او نیوکې بې‌ځایه بللې دي. د طالبانو ویاندویانو تل ادعا کړې ده، چې په افغانستان کې د ټولو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونه د «اسلامي شریعت» په چوکاټ کې خوندي دي. خو دا هغه ادعا ده، چې نه افغان مېرمنو او نه هم نړۍوالې ټولنې ته د منلو ده.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

ذبیح الله مجاهد: د زوجینو د تفریق اصولنامې په اړه نیوکو ته باید هیڅ ارزښت ورنه کړل شي

۵

نثارمحمد یوسفزی؛ د تاجکستان پښتون اتل څوک دی؟

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې تاریخي بریا ته ځینو سیاسي شخصیتونو غبرګونونه ښودلي

۹ لړم ۱۴۰۴ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۸:۲۷ GMT+۰

بېلابېلو سیاسي مشرانو، د خواله رسنیو کاروونکو، افغانانو او طالب چارواکو د فوټسال په اسیا جام سیالیو کې د افغانستان د تنکیو ځوانانو د فوټسال ملي لوبډلې اتلولي ستایلې ده.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر اېکس پاڼه لیکلي، چې افغان ځوانانو د فوټسال په اسیایي سیالیو کې د خپلې دغه تاریخي بریا سره افغانستان ته لوړ ویاړ ورپه برخه کړ. نوموړي د دغه بریا له کبله د فوټسال لوبډلې او ټولو افغانانو ته مبارکي ویلې او لوبغاړو ته یې د لا بریالیتوب هیله کړې ده.

د تېر جمهوري نظام پرمهال د بهرنیو چارو وزیرانو محمد حنیف اتمر او رنګین دادفر سپنتا، پخواني لوی څارنوال فرید حمیدي، د افغانستان د متحدې جبهې مشر سمیع سادات او د طالبانو حکومت بېلابېلو چارواکو په جلا، جلا پیغامونو کې د فوټسال لوبډلې اتلولي ستایلې ده.

دوی په خپلو پیغامونو کې ویلي، چې افغان لوبغاړي په کمو امکاناتو سره په نړۍوالو ډګرونو کې ښه ځلیدلي او د افغانستان ښه استازیتوب یې کړی. پرون د افغانستان د فوټسال له ۱۷کلونو کم عمره لوبډلې د اسیا جام په پایلوبه کې ایران ته په ماتې ورکولو سره د دغه سیالیو اتلولي وګټله.

افغان لوبډلې په خپله وروستۍ لوبه کې ایران ته ۲-۱ په توپير سره ماتې ورکړه او د اتلولۍ په ترلاسه کولو سره یې د سرو زرو مډال وګاټه. د لوبې لومړی ګول د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې لوبډلمشر عباس حیدري ترسره کړ او افغان لوبډله د لومړۍ پاڼۍ تر پایه یو د صفر په مقابل کې مخکښه شوه.

په دویمه پاڼۍ کې بیا هم افغان لوبغاړي ښه وځلېدل او دا ځل علي احمدي په بریاليتوب سره د ایران پر ضد دویم ګول ترسره کړ او لوبه یې دوه-صفر کړه. خو د افغانستان تر دویم ګول شاوخوا درې دقیقې وروسته ایران هم ګول وواهه او په دې توګه یې یو ګول جبران کړ؛ خو د بل ګول په وهلو بریالي نه شول او افغان لوبډلې لوبه په خپل نوم کړه.

له پاکستان نه تازه اېستل شوي افغانان شکایت کوي، چې پاکستاني پولیسو لوټلي

۹ لړم ۱۴۰۴ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۸:۱۱ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون یوه ویډیو خپره کړې، چې په‌کې یو تازه ستون شوی افغان کډوال د پاکستاني پولیسو له چلند او بډو اخیستو نه شکایت کوي. د عبدالکریم په نوم دغه کس وایي، پاکستاني پولیس د دغه هېواد بېلابېلو ایالتونو کې افغانان ځوروي او په زوره ترې پیسې اخلي.

هغه زیاتوي: «له ما یې خپله پیسې واخیستې او زما د اکا زامن یې هم وځورول. زما کور همدا اوس هلته ډک پاتې شوی او زه یې راوویستم.»

تر دې دمخه هم افغان کډوالو په اسلام‌اباد او نورو ایالتونو کې شکایتونه کړي، چې پولیس ان له قانوني اسنادو او ویزو سره، سره دوی نیسي او ترې د پیسو یا بډو اخیستلو ته پلمې جوړوي.

له بل پلوه د پاکستان د پنجاب ایالت د پولیسو مشر عثمان انور ویلي، چې دوی د بې‌اسناده بهرنیو وګړو د اېستلو عملیاتو په تازه څپو کې ۲۱زره او ۹۴۸ افغانان او نور بهرني وګړي له خپل هېواده اېستلي دي. هغه وایي، دې ډله کې ۴۷۶۵ښځې او ۹۵۲۱ ماشومان هم شامل وو.

د پنجاب پولیسو پر اېکس پاڼه لیکلي، چې ۳۴۶۴ بهرني وګړي لا هم د ډیپورټ په مرکزونو کې پراته دي او ډېر ژر به واېستل شي. عثمان انور زیاته کړې، چې پاکستان د نورو هېوادونو په څېر د نړۍوالو قوانینو له مخې بې‌اسناده بهرني کډوال خپلو هېوادونو ته ستنوي.

یوناما یو ځل بیا په افغانستان کې د ښځو پر فعالې ونډې ټنیګار وکړ

۹ لړم ۱۴۰۴ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۷:۰۱ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د افغان ښځو پر فعالې ونډې ټنیګار کړی دی. یوناما ویلي، چې په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو کې د افغان ښځو حضور د افغانستان د ثبات، مشروعیت او نړۍوال باور رامنځته کولو لپاره بنسټیز ارزښت لري.

یوناما د ښځو، سولې او امنیت د ۱۳۲۵م پرېکړه‌لیک د ۲۵مې کلیزې په مناسبت ویلي، چې افغان ښځې د نه ستړې کېدونکې زړورتیا او زغم نښې دي او د هغوی فعاله ونډه د افغانستان د ثبات او سوکالۍ لپاره حیاتي ده.

یاد پرېکړه‌لیک چې په ۲۰۰۰کال کې د امنیت شورا له لوري تصویب شوی، د ښځو د رول اهمیت یې د جګړو د مخنیوي، د سولې د ټینګېدو، بشري مرستو او له جګړو وروسته د بیارغونې په چارو کې په رسمیت پېژندلی و.

یوناما ویلي، چې د تېرو ۲۵ کلونو په اوږدو کې دغه پرېکړه‌لیک د ښځو د حقونو د پراخېدو او د هغوی د سیاسي او ټولنیز حضور د پیاوړتیا لپاره یو بنسټیز لارښود ګرځېدلی او د ګڼو هېوادونو د قوانینو او تګلارو د اصلاح لپاره الهام‌بښونکی ثابت شوی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې او د یوناما سرپرستې جورجېټ ګاګنون ویلي، چې افغان ښځې لا هم د شخړو، محرومیت او د بنسټیزو حقونو د له‌منځه تلو تر ټولو دروند بار پر اوږو وړي.

هغه وایي:«که څه هم افغان ښځې لا هم د شخړو، محرومیت او د بنسټیزو حقونو د له‌منځه تلو تر ټولو دروند بار پر اوږو لري؛ خو له دې سره، سره یې د خپلو کورنیو د مالي ملاتړ، د ماشومانو د زده‌کړو، د بشري مرستو د وړاندې کولو، د ټولنو د مشرتابه او د سیمه‌ییزو شخړو د حل په برخو کې نه ستړې کېدونکې هڅې کړې دي.»

په خبرپاڼه کې ویل شوي، یوناما له ټولو اړخونو، په ځانګړي ډول له طالبانو غواړي چې د نړۍوالو ژمنو درناوی وکړي او ښځو ته اجازه ورکړي چې په ازاد ډول د هېواد په سیاسي، ټولنیز او اقتصادي برخو کې ګډون ولري.

پر ډیورنډ تړلې دروازې؛ افغان کډوال: نه افغانستان ته ستنېدای شو او نه پاکستان کې سرپناه لرو

۹ لړم ۱۴۰۴ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۵:۴۷ GMT+۰

نن د ۲۰مې ورځې لپاره هم د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له پاکستان سره د افغانستان ټولې لارې تړلې دي او د خلاصېدو په اړه یې کوم څرک نه لیدل کېږي. په پاکستان کې له کورونو اېستل شوي افغان کډوال شکایت کوي، چې نه افغانستان ته ستنېدای شي او نه هم په پاکستان کې سرپناه لري.

د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې افغان کډوالو ته د کورونو تشولو خبرداری ورکړل شوی، چې له دې سره ګڼې افغانې کورنۍ بې‌کوره شوې هم دي. په پاکستان کې مېشتې د بشري حقونو یوې فعالې د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ته ویلي، له درېیو ورځو راهیسې یې کورنۍ بې‌کوره شوې چې له امله یې د خلکو په کورونو کې لالهانده شپې سبا کوي.

هغه وایي:« یو دم د کور څښتن راته ځواب راکړ، چې کور یې تش کړم؛ خو سره له ډېرو هڅو څوک نه حاضرېږي، چې کور راکړي او د تړلو لارو له امله بېرته افغانستان ته هم نه‌شم ستنېدای.»

که څه هم په لنډمهالي ډول د چمن له لارې هغه افغان کورنیو ته چې له پاکستان نه په جبری توګه اېستل کېږي افغانستان ته د تګ اجازه ورکول کېږي؛ خو دغه لړۍ هم له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ ده.

د بلوچستان ایالت په چمن کې ځایي خلکو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې په لنډمهالي ډول د کډوالو پرېښودو د چمن سپین بولدک دروازې ته څېرمه ګڼه ګوڼه رامنځته کړې ده.

د دوی په وینا، هره ورځ سلګونه کورنۍ چمن ته ستنېږي؛ خو دا چې دروازه په یوه ځانګړي وخت کې پرانېستل کېږي، نو دوی اړ دي چې په سړه هوا کې په تمه پاتې شي. د معلوماتو پر بنسټ؛ ډېری کورنۍ چې ماشومان هم په‌کې شامل دي، له بنسټیزو اسانتیاوو پرته ان تر درېیو شپو افغانستان ته د ستنېدو په موخه انتظار کوي.

د پاکستان حکومت په دې اړه لاتراوسه څه نه‌دي ویلي؛ خو د بهرنیو چارو وزارت یې ویلي چې تر بلې خبرتیا به د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې لارې تړلې وي. له دې ټولو سره، سره پاکستان په ټولو ښارونو او په ځانګړي ډول پنجاب ایالت کې د افغانانو پر وړاندې عملیات پراخ او چټک کړي.

د پنجاب پولیسو ویلي، د لسګونه افغانانو سربېره د کورونو یو شمېر هغه خاوندان یې هم نیولي چې افغانانو ته یې کورونه په کرایې ورکړي وو.

که څه هم تمه کېده، چې د ترکیې په استانبول ښار کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خپلمنځي شخړو د حل په موخه د خبرو له پای ته رسېدو وروسته به لارې پرانېستل شي؛ خو تر دې دمه لارې تړلې پاتې دي او د دواړه خواوو خلک یې له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

ذاکر جلالي: د استانبول د خبرو پایله د دواړو هېوادونو د دوه‌ اړخیزو اړیکو راتلونکی ټاکي

۹ لړم ۱۴۰۴ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۳:۳۲ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس ذاکر جلالي وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د استانبول د خبرو پایله د دواړو هېوادونو د دوه‌ اړخیزو اړیکو راتلونکی ټاکي.

نوموړي پر اېکس پاڼه لیکلي: «دواړه لوري باید په رښتینولۍ او هوښیارۍ سره خبرې ترسره کړي، ځکه غیر واقعي تمې د هېچا په ګټه نه‌دي او یوازې د بهیر د اوږدېدو او د پرمختګ د کمزوري کېدو ګواښ رامنځته کوي.»

دغه طالب چارواکي ویلي، د اوربند دوام، د مشرانو په کچه د راتلونکو خبرو هوکړه او د څارنې او ارزونې د مېکانېزم جوړېدل ښيي چې دواړه خواوې د پرمختګ په لور روانې دي او د سولې د بهیر پرمخ وړلو په اړه جدي ژمنتیا لري.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خپلمنځي شخړو د حل په موخه د ترکیې په استانبول ښار کې پیل شوې خبرې پرون په رسمي توګه پای ته ورسېدې. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې د استانبول په ناسته کې دوی د خپل دايمي‌ اصولي دريځ په رڼا کې د ډيپلوماسۍ او تفاهم له لارې د ستونزو حل غوښتی.

نوموړي ویلي، د نورو ګاونډيانو سره د ښو اړیکو په څېر د دوه اړخیز درناوي په چوکاټ کې له پاکستان سره هم مثبتې اړیکې غواړي. مجاهد د استانبول خبرې یوه پېچلې پروسه یاده کړې وه او لیکلي یې و: «بیا به هم دواړه غاړې مجلس کوي او پاتې مسایل به تر ارزونې او بحث لاندې نیسي.»