د افغان ښځو د فوټبال لوبډلې په لومړي ځل د لیبیا لوبډلې ته ۷ پر صفر ماتې ورکړه

د افغان ښځو د فوټبال لوبډلې په مراکش کې د نړیوالو سیالیو په لړ کې لیبیا ته ۷ پر صفر ماتې ورکړه. دا د افغان ښځو د فوټبال لوبډلې تاريخې بریا ګڼل کېږي.

د افغان ښځو د فوټبال لوبډلې په مراکش کې د نړیوالو سیالیو په لړ کې لیبیا ته ۷ پر صفر ماتې ورکړه. دا د افغان ښځو د فوټبال لوبډلې تاريخې بریا ګڼل کېږي.
د راپورونو له مخې، د افغانستان او لیبیا د ښځو فوټبال لوبډلې سیالۍ د شنبې په ورځ په مراکش کې تر سره شوې.
په دې سیالۍ کې د افغان ښځینه لوبډلې نازیه عالي دوه، نیلاب محمدي دوه او مونا امیني، منیژه نوري او فاطمه حیدري هرې یوې یو ـ یو ګولونه وهلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغان ښځو فوټبال لوبډلې تر دې وړاندې له چاډ او تنزانیا څخه ماتې خوړلې وه.
دغه سیالۍ د اکټوبر په ۲۶مه پيل شوې دي.
د افغانستان د ښځو په لوبډله کې ۲۳ افغانې کډوالې ګډون لري.
دا لوبډله د ۲۰۲۱ کال د اګسټ او د افغانستان له سقوط را وروسته د فوټبال نړۍوال فډراسیون «فیفا» تر ملاتړ لاندې راټوله شوې او فعالیت کوي.


په پاکستان کې د طالبانو سفير سردار احمد شکېب تورخم ته څېرمه د کډوالو د یو شمېر پنډغالو څخه لیدنه کړې. نوموړي ویلي، چې د تورخم دروازې تر خلاصېدو وروسته لا هم ګڼ افغان کډوال د تګ په تمه دي.
سردار احمد شکیب د شنبې په ورځ د تورخم دروازې تر خلاصېدو وروسته له اضاخېلو تر جمروده، لنډي کوتل او خېبر درې پورې د کډوالو له بېلابېلو پنډغالو څخه لیدنه کړې ده.
په پاکستان کې د طالبانو سفارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دروزاې د خلاصون لپاره د پاکستان حکومت دوی ته د ډاډ ورکولو سره هم مهاله دروازه د کډوالو پر مخ خلاصه کړې.
نوموړي زياته کړې، چې په پاکستان کې د بند پاتې کډوالو ستونزې به له پاکستاني چارواکو سره شرېکې کړي.
د پاکستان او طالبانو ترمنځ تر ترینګلتیا وروسته د تورخم لار د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړل شوه.
دغه لار له ۲۱ ورځو وروسته نن یوازې د کډوالو د تګ راتګ پر مخ خلاصه شوې ده.
وړاندې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف هم د دې لارې د خلاصون خبره کړې وه او زیاته کړې یې وه، چې دا لار به د سوداګرۍ پر مخ تر هغه مهاله بنده وې، چې د طالبانو سره د استانبول خبرې پای ته نه وي رسېدلي.

د پاکستان دفاع وزیر ويلي، چې د تورخم دروازه د سوداګریزو فعالیتونو لپاره نه، بلکې د افغان کډوالو د اېستلو د اسانتیا لپاره پرانیستل شوې. نوموړي زیاته کړې، چې د ویزو ورکولو پروسه به د طالبانو د پلاوي سره د خبرو اترو تر پایه پورې ځنډېدلې وي.
خواجه اصف ویلي، په تورخم کې ټول سوداګریز فعالیتونه تر بلې خبرتیا پورې ځنډول شوي دي.
د تورخم دروازه د تېرې تلې میاشتي له ۱۹مې نېټې څخه د طالبانو او د پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو له امله تړل شوې، چې نن د افغان کډوالو د اېستلو لپاره بیا پرانیستل شوه.
خواجه اصف د شنبې په ورځ له «جیو نیوز» سره په مرکه کې وویل: «مخکې افغانستان په پاکستان کې د غېرقانوني مېشتو خپلو افغان وګړو د مسوولیت منلو څخه انکار کاوه او دا یې د پاکستان ستونزه ګڼله.»
د پاکستان د دفاع وزیر په خبره، د افغان کډوالو موضوع اوس یوه نړۍواله مسله ګرځېدلې ده.
هغه د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستي اوربند تړون ته په اشارې وویل، چې که له افغانستان څخه د هر ډول «غېرقانوني فعالیت» پیل وشي، د هغه مسوول به افغانستان وي.
د پاکستاني ورځپاڼې ډان د راپور له مخې، په استانبول کې د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو اترو دویم پړاو په درېیو موافقو کې پای ته ورسید: د اوربند دوام، د سولې د ډاډمنولو لپاره د څارنې او تایید میکانیزم جوړول او د هغې د سرغړونې لپاره د سزا ټاکل شامل دي.
د دې کړنلارې اجرایي جزییات به هغه وخت وروستۍ شي، کله چې د دواړو خواوو لوړپوړي استازي د راتلونکې پنجشنبې په ورځ یو ځل بیا په استانبول کې وویني.
خو خواجه اصف وویل: «د پاکستان ټول ولس، د سیاسي مشرانو او دولتي بنسټونو په ګډون یو موټی دی او غواړي چې د افغانستان د مسئلې لپاره ژر تر ژره حل راووځي. اوسمهال یوازینی حل دا دی، چې افغانستان باید له خپلې خاورې ترهګرۍ پای ته ورسوي.»
هغه زیاته کړه، چې دواړه هېوادونه باید «متمدنې» اړیکې وساتي او خبرداری یې ورکړ، چې نړۍواله ټولنه د افغانستان له «تفرقه اچوونکو تاکتیکونو» څخه خبره ده.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم وايي، د افغانستان اوسنۍ رهبري د هېچا غلامي نهکوي او په وینا یې د شریعت پلي کولو ته ځان مسوول ګڼي. هغه همداراز له عالمانو او استادانو وغوښتل، چې د خلکو او محصلینو فکري روزنې ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي.
ندا محمد ندیم د شنبې په ورځ (د لړم ۱۰مه) «په افغانستان کې د غذايي امنيت او مصوونيت» په تړاو غونډه کې ادعا وکړه، چې په تېرو نظامونو کې افغانستان ته ډېر بې کيفيته توکي راواردېدل او په وینا یې: «اوس اسلامي نظام حاکم دی او د نورو برخو ترڅنګ په دې برخه کې جدي اقدامات ترسره کېږي.»
ندیم په دې غونډه کې د پوهنتونونو له استادانو وغوښتل: «په بېلابېلو کرنیزو، د علم پرمختګ، امنیت، د افغانستان د دفاع، طب او نورو برخو کې څېړنې وکړئ او ګټور نظرونه له اسلامي نظام سره شریک کړئ.»
د یادونې وړ ده، چې دغه غونډه د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د افغانستان د کرنيزو علومو او ټېکنالوژۍ ملي پوهنتون کې (د سالمې غذا د تولید تخنیکونو او لارو موندلو، افغانانو ته په کافي اندازه د غذایي توکو برابرېدو، له ناروغیو مخنیوي په موخه غذایي پوهې وړاندې کولو او حکومت ته د عامې روغتیا اړوند د جامع پالیسیو جوړولو) په موخه پيل شوی او ۳ ورځې به دوام وکړي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ له ناندریو او جګړو سره سم، د ډیورند کرښې په اوږدو کې د دواړو لوریو ترمنځ ټولې لارې وتړل شوې او له ۲۱ ورځو وروسته د شنبې په ورځ (د لړم ۱۰مه) یوازې د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره پرانېستل شوې.
د پاکستانۍ رسنۍ «جیو نیوز» د راپور له مخې ، په دې یوه ورځ کې ۱۰ زره او ۷۰۰ افغان کډوال یوازې د چمن له لارې افغانستان ته اوښتي او دغه بهیر همداراز دوام لري.
ویل کېږي، دغه کورنۍ د لارې په اوږدو کې په موټرو کې له خپلو کډو سره شاوخوا ۲۰ ورځې پرته له هېڅ ډول امکاناتو تېرې کړې وې.
له دې سره سم، نن (شنبه د لړم ۱۰مه) د تورخم لاره هم یوازې د افغان کډوالو د ستنولو پر مخ خلاصه شوه او ورسره زرګونه کورنۍ بېرته خپلو مېنو ته ستنې شوې دي.
تر دې مخکې په پېښور کې د طالبانو کونسل محبالله شاکر ویلي و، د افغان کډوالو له کډو بار سلګونه موټر له نوښار څخه تر تورخم پورې د سړک پر غاړه پرته له هېڅ ډول امکاناتو ولاړ و او د تورخم دروازې خلاصون ته په تمه و.
هغه له پاکستاني چارواکو غوښتي و، چې په لارو کې په تمه ولاړو افغان کډوالو ته د سرپناه، اوبو او خوراکي توکو زمینه برابره کړي.

د «ههنګاو» په نوم د بشري حقونو د یوه ایراني سازمان د موندنو لهمخې، ایران یوازې په تېر اکتوبر میاشت کې د ۱۱ افغانانو په ګډون ۲۴۱ کسان په بېلابېلو زندانونو کې اعدام کړي دي. طالبانو تر دې مخکې د ایران دغه ډول اقدام ته څه غبرګون نه دی ښودلی او اوس یې هم چوپتیا غوره کړې ده.
د «ههنګاو» په نوم د بشري حقونو دغه ایراني سازمان د شنبې په ورځ (د لړم ۱۰مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، په اکتوبر میاشت کې د اتو ښځو په ګډون ډېری کسان د نشه يي توکو او عمدي قتل په تورونو اعدام شوي او د تېر کال په اکتوبر میاشت کې د اعدام شویو کسانو پر تله ۴۹ اعشاریه ۵ سلنه زیاتوالی ښيي. دا په داسې حال کې ده، چې د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر میاشت کې په ټول ایران کې ۱۶۱ کسان اعدام شوي و.
د «ههنګاو» بشري حقونو سازمان وايي: «د اعدام شویو په ډله کې۳۷ کُردان، ۲۷لُر، ۱۶ ګېلک، ۱۷تُرکان، ۱۳ عرب، ۱۱ بلوڅان، ۲ ترکمنان، ۱۱ افغانان، ۷۰ فارس او ۳۷ نور شامل دي.»
که څه هم د اعدام شویو افغانانو د جرمونو په تړاو بشپړ وضاحت نه دی ورکړل شوی، خو ایراني چارواکو تر دې مخکې د دغه ډول کسانو جرمونه امنیت ضد کړنې، وژنې او د نشه يي توکو په کاروبار کې لاس لرل په ګوته کړي دي.
د چارو ځینې شنونکي وايي، مستبد حکومتونه د خپلې بقا لپاره دغه ډول چارو ته مخه کوي او په وینا یې په ایران کې په دغه ډول پېښو کې هېڅ ډول روڼتیا نشته او بندیان په ځانګړې توګه پر اعدام محکوم کسان د وکیل نیولو حق هم نه لري.
سره له دې چې په دې وروستیو کې له ایران څخه د بندي افغانانو د لېږدونې بهیر پیل شوی، خو لا هم یو شمېر افغانان چې کره شمېر یې روښانه نه دی د ایران په زندانونو کې شپې او ورځې تېروي او ځینې یې پر اعدام هم محکوم شوي دي.
د چارو د شنونکو په وینا، طالبان باید په ایران کې د بندي افغانانو پوښتنه وکړي او د حقوقي قضایاو بهیر یې له نږدې وڅاري او همداراز د رالېږدونې بهیر یې چټک کړي، خو دا لا هم روښانه نه ده چې ایران به پر اعدام محکوم افغانان طالبانو ته وسپاري او که نه؟
د یادونې وړ ده، چې له دغو اعدام شویو کسانو له ډلې یوازې د ۴ سلنې اعدامونو راپورونه د ایران د قضايه قوې په اړوندو رسنیو کې خپاره شوي، ۱۳ کسان هم خپلو کورنیو ته له اطلاع ورکړې او له وروستۍ لیدنې پرته په پټه اعدام شوي دي.