• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ندا محمد ندیم: د افغانستان اوسنۍ رهبري د هېچا غلامي نه‌کوي

۱۰ لړم ۱۴۰۴ - ۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۴۷ GMT+۰تازه شوی: ۱۰ لړم ۱۴۰۴ - ۱ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۰۸ GMT+۰

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم وايي، د افغانستان اوسنۍ رهبري د هېچا غلامي نه‌کوي او په وینا یې د شریعت پلي کولو ته ځان مسوول ګڼي. هغه همداراز له عالمانو او استادانو وغوښتل، چې د خلکو او محصلینو فکري روزنې ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي.

ندا محمد ندیم د شنبې په ورځ (د لړم ۱۰مه) «په افغانستان کې د غذايي امنيت او مصوونيت» په تړاو غونډه کې ادعا وکړه، چې په تېرو نظامونو کې افغانستان ته ډېر بې کيفيته توکي راواردېدل او په وینا یې: «اوس اسلامي نظام حاکم دی او د نورو برخو ترڅنګ په دې برخه کې جدي اقدامات ترسره کېږي.»

ندیم په دې غونډه کې د پوهنتونونو له استادانو وغوښتل: «په بېلابېلو کرنیزو، د علم پرمختګ، امنیت، د افغانستان د دفاع، طب او نورو برخو کې څېړنې وکړئ او ګټور نظرونه له اسلامي نظام سره شریک کړئ.»

د یادونې وړ ده، چې دغه غونډه د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د افغانستان د کرنيزو علومو او ټېکنالوژۍ ملي پوهنتون کې (د سالمې غذا د تولید تخنیکونو او لارو موندلو، افغانانو ته په کافي اندازه د غذایي توکو برابرېدو، له ناروغیو مخنیوي په موخه غذایي پوهې وړاندې کولو او حکومت ته د عامې روغتیا اړوند د جامع پالیسیو جوړولو) په موخه پيل شوی او ۳ ورځې به دوام وکړي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۴

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۵

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

•
•
•

نور کیسې

د چمن له لارې یوازې په یوه ورځ کې نږدې ۱۱ زره کډوال افغانستان ته واوښتل

۱۰ لړم ۱۴۰۴ - ۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۲۵ GMT+۰

د افغانستان او پاکستان تر منځ له ناندریو او جګړو سره سم، د ډیورند کرښې په اوږدو کې د دواړو لوریو ترمنځ ټولې لارې وتړل شوې او له ۲۱ ورځو وروسته د شنبې په ورځ (د لړم ۱۰مه) یوازې د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره پرانېستل شوې.

د پاکستانۍ رسنۍ «جیو نیوز» د راپور له مخې ، په دې یوه ورځ کې ۱۰ زره او ۷۰۰ افغان کډوال یوازې د چمن له لارې افغانستان ته اوښتي او دغه بهیر همداراز دوام لري.

ویل کېږي، دغه کورنۍ د لارې په اوږدو کې په موټرو کې له خپلو کډو سره شاوخوا ۲۰ ورځې پرته له هېڅ ډول امکاناتو تېرې کړې وې.

له دې سره سم، نن (شنبه د لړم ۱۰مه) د تورخم لاره هم یوازې د افغان کډوالو د ستنولو پر مخ خلاصه شوه او ورسره زرګونه کورنۍ بېرته خپلو مېنو ته ستنې شوې دي.

تر دې مخکې په پېښور کې د طالبانو کونسل محب‌الله شاکر ویلي و، د افغان کډوالو له کډو بار سلګونه موټر له نوښار څخه تر تورخم پورې د سړک پر غاړه پرته له هېڅ ډول امکاناتو ولاړ و او د تورخم دروازې خلاصون ته په تمه و.

هغه له پاکستاني چارواکو غوښتي و، چې په لارو کې په تمه ولاړو افغان کډوالو ته د سرپناه، اوبو او خوراکي توکو زمینه برابره کړي.

په ایران کې په تېره یوه میاشت کې د ۱۱ افغانانو په ګډون ۲۴۱ بندیان اعدام شوي دي

۱۰ لړم ۱۴۰۴ - ۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۴۷ GMT+۰

د «هه‌نګاو» په نوم د بشري حقونو د یوه ایراني سازمان د موندنو له‌مخې، ایران یوازې په تېر اکتوبر میاشت کې د ۱۱ افغانانو په ګډون ۲۴۱ کسان په بېلابېلو زندانونو کې اعدام کړي دي. طالبانو تر دې مخکې د ایران دغه ډول اقدام ته څه غبرګون نه دی ښودلی او اوس یې هم چوپتیا غوره کړې ده.

د «هه‌نګاو» په نوم د بشري حقونو دغه ایراني سازمان د شنبې په ورځ (د لړم ۱۰مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، په اکتوبر میاشت کې د اتو ښځو په ګډون ډېری کسان د نشه يي توکو او عمدي قتل په تورونو اعدام شوي او د تېر کال په اکتوبر میاشت کې د اعدام شویو کسانو پر تله ۴۹ اعشاریه ۵ سلنه زیاتوالی ښيي. دا په داسې حال کې ده، چې د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر میاشت کې په ټول ایران کې ۱۶۱ کسان اعدام شوي و.

د «هه‌نګاو» بشري حقونو سازمان وايي: «د اعدام شویو په ډله کې۳۷ کُردان، ۲۷لُر، ۱۶ ګېلک، ۱۷تُرکان، ۱۳ عرب، ۱۱ بلوڅان، ۲ ترکمنان، ۱۱ افغانان، ۷۰ فارس او ۳۷ نور شامل دي.»

که څه هم د اعدام شویو افغانانو د جرمونو په تړاو بشپړ وضاحت نه دی ورکړل شوی، خو ایراني چارواکو تر دې مخکې د دغه ډول کسانو جرمونه امنیت ضد کړنې، وژنې او د نشه يي توکو په کاروبار کې لاس لرل په ګوته کړي دي.

د چارو ځینې شنونکي وايي، مستبد حکومتونه د خپلې بقا لپاره دغه ډول چارو ته مخه کوي او په وینا یې په ایران کې په دغه ډول پېښو کې هېڅ ډول روڼتیا نشته او بندیان په ځانګړې توګه پر اعدام محکوم کسان د وکیل نیولو حق هم نه لري.

سره له دې چې په دې وروستیو کې له ایران څخه د بندي افغانانو د لېږدونې بهیر پیل شوی، خو لا هم یو شمېر افغانان چې کره شمېر یې روښانه نه دی د ایران په زندانونو کې شپې او ورځې تېروي او ځینې یې پر اعدام هم محکوم شوي دي.

د چارو د شنونکو په وینا، طالبان باید په ایران کې د بندي افغانانو پوښتنه وکړي او د حقوقي قضایاو بهیر یې له نږدې وڅاري او همداراز د رالېږدونې بهیر یې چټک کړي، خو دا لا هم روښانه نه ده چې ایران به پر اعدام محکوم افغانان طالبانو ته وسپاري او که نه؟

د یادونې وړ ده، چې له دغو اعدام شویو کسانو له ډلې یوازې د ۴ سلنې اعدامونو راپورونه د ایران د قضايه قوې په اړوندو رسنیو کې خپاره شوي، ۱۳ کسان هم خپلو کورنیو ته له اطلاع ورکړې او له وروستۍ لیدنې پرته په پټه اعدام شوي دي.

د هرات د صنعتي شرکتونو محصولات نړېوالو بازارونو ته صادریږي

۱۰ لړم ۱۴۰۴ - ۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۱۴ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د هرات د صنايعو خونې مسوولین وايي، اوسمهال د هرات ۱۰۰ صنعتي شرکتونه خپل محصولات نړېوالو بازارونو ته صادروي. دوی زیاتوي په دې صادراتي توکو کې المونیمي لوښي، بېلابېل مشروبات، غذایي توکي او ترشيجات شامل دي.

یاد مسوولین زیاتوي چې دغه توکي اروپايي هېوادونو سربېره امریکايي او اسیایي هېوادونو ته صادریږي.

د طالبانو د هرات والي دفتر د شنبې په ورځ (د لړم ۱۰مه) ددې ولایت د صنايعو خونې مسوولینو په حواله ویلي، چې د کورنيو محصولاتو کيفيت او بسته‌بندي په وروستيو کلونو کې ښه شوې او دا مهال شاوخوا ۳۵۰ ډوله صادراتي توکي د هرات په فابريکو کې توليديږي.

دوی زیاتوي چې اوس مهال له ۱۱۷۰ څخه ډېر شرکتونه د دې ولايت په صنعتي ښارګوټي کې فعاليت لري او شاوخوا ۱۵۰ زره کارګران په دغو شرکتونو کې په کار بوخت دي.

دا ادعا په داسې حال کې کېږي، چې له دې وړاندې د کندهار صنعت کارانو افغانستان انټرنشنل ته ویلی و، چې په تېرو څلورو کلونو کې د یاد ولایت په صنعتي پارک کې له ۳۵۵ فعالو تولیدي فابریکو نه اوس یوازې ۱۳۰ فعالې دي او پاتې نورې بندې شوې دي.

صنعت کارانو د فابریکو بندیدو لامل د برېښنا نشتوالی او ددوی ستونزو ته د طالبانو نه رسیده ګي یاده کړې وه.

د کندهار د صنایعو او کانونو خونې سرچینو د چارشنبې په ورځ، د لړم پر اوومه، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د تېر جمهوري نظام له پرځېدو وروسته په یاد ولایت کې ۲۲۵ لویې او وړې تولیدي فابریکي بندې شوي دي.

په ننګرهار کې د شري ناروغۍ پر وړاندې د واکسين لس ورځنی کمپاين پيل شو

۱۰ لړم ۱۴۰۴ - ۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۵۰ GMT+۰

په ننګرهار کې د طالبانو روغتیایي چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د شري واکسین لس ورځنی کمپاین پیل شوی دی. تمه کیږي چې د کمپاین په پایله کې شاوخوا ۳۵۰ زره ماشومان چې عمرونه یې له شپږو میاشتو څخه تر لسو کلونو پورې دي د شري واکسین ترلاسه کړي.

د طالبانو د ننګرهار والي رسنیز دفتر وايي چې نن شنبه (د لړم ۱۰مه) په ننګرهار کې د یونېسف د سیمه‌ییزو چارواکو په شتون کې د شري ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو.

په ننګرهار کې د طالبانو مرستیال والي عزیزالله مصطفی ویلي، چې افغان وګړي د اقتصادي ستونزو له امله د مختلفو ناروغیو له خپریدو سره مخ دي.

هغه د ننګرهار له اوسیدونکو وغوښتل، چې د کمپاین د پلي کولو لپاره د واکسین ټیمونو سره همکاري وکړي.
د روغتیا نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق د تلي ۱۷مه په افغانستان کې د شري واکسین د لومړي پړاو پای اعلان کړ.

یادو سازمانونو اعلان وکړ، چې د کمپاین په لومړي پړاو کې د شپږو میاشتو څخه تر لسو کلونو پورې ۸،۹ میلیونه ماشومانو واکسین ترلاسه کړ.
د شري ناروغۍ د واکسین لومړی پړاو د هېواد په ۱۷ سړو ولایتونو کې ترسره شو.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق او د روغتیا نړیوال سازمان مخکې یادونه کړې وه، چې په ۲۰۲۴ کال کې په ټول افغانستان کې د شري ناروغۍ لږ تر لږه ۹ زره ۳۰۰ پیښې ثبت شوي دي.

سږ کال،د اګست تر میاشتې پورې په هېواد کې د دې ناروغۍ شاوخوا ۸ زره ۵۰۰ پیښې ثبت شوي دي.

اصف: له طالبانو سره د مذاکراتو تر بشپړېدو به له افغانستان سره هر ډول راکړه ورکړه بنده وي

۱۰ لړم ۱۴۰۴ - ۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۱۰ GMT+۰

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، د تورخم دروازه یوازې غیرقانوني افغان کډوالو د ستنولو لپاره پرانېستل شوې ده او له طالبانو سره د مذاکراتو تر بشپړیدو به له افغانستان سره هر ډول سوداګري او راکړه ورکړه بنده وي.

خواجه اصف د پاکستان جیونیوز سره په مرکه کې ویلي، تر څو چې له طالبانو سره مذاکرات بشپړ شوې نه وي، له افغانستان سره به سوداګري او هر ډول راکړه ورکړه بنده وي.

خواجه اصف زیاته کړې، چې د تورخم دروازه د غیر قانوني افغانانو د ستنولو لپاره پرانېستل شوې او د کډوالو د ستنولو لړۍ به دوام لري.

خواجه اصف وویل:« د اوس لپاره د ویزو د پروسس په ګډون هر څه ځنډول شوي دي او دا پروسه به تر هغه وخته دوام ولري، تر څو مذاکرات بشپړ شوي ونه اوسي.»

خواجه اصف ویلي،په دې وروستیو کې خیبر پښتونخوا د ناامنیو له امله سخت ځل شوی او د پاکستان ټول سیاسي ګوندونه، ادارې او عام خلک ژر تر ژره د ستونزې د حل غوښتنه کوي او دا حل یوازې د افغانستان له خاورې څخه د ترهګرۍ په مخنیوي کې دی.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ په استابول کې پر اوربند هوکړه شوې او د مذاکراتو درېیم پړاو به د روانې میاشتې په شپږمه نېټه پیل شي.