د تورخم دروازه یوازې د بېرته ستنېدونکو افغان کډوالو لپاره پرانېستل شوه

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون خبر ورکړی چې یوازې پاکستان کې د ایسار پاتې افغان کډوالو د بېرته ور ستنېدو لپاره نن سهار د تورخم دروازه پرانېستل شوه. لا هم د دوه اړخیزې سوداګرۍ او له افغانستان څخه پاکستان ته د تلونکو کسانو پر مخ دا دروازه تړلې ده.
