د افغانستان د ښځینهو والیبال ملي لوبډله نن له ترکیې سره لوبه کوي

د اسلامي هېوادونو ترمنځ د همغږۍ سیالیو په لړ کې نن د افغانستان د ښځینهو والیبال ملي لوبډله له ترکیې سره لوبه کوي. دغه لوبه نن د افغانستان پر وخت د مازیګر په پنځه بجو پیلېږي.

د اسلامي هېوادونو ترمنځ د همغږۍ سیالیو په لړ کې نن د افغانستان د ښځینهو والیبال ملي لوبډله له ترکیې سره لوبه کوي. دغه لوبه نن د افغانستان پر وخت د مازیګر په پنځه بجو پیلېږي.
دغه سیالۍ نن د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض ښار کې پیلېږي. په یادو سیالیو کې د ګډون لپاره ډېری افغان لوبغاړې سعودي عربستان ته رسېدلې؛ خو ځینې هغه یې د ویزو د ستونزو له کبله تراوسه هم له لوبډلې سره نهدي یوځای شوې.
د افغانستان د والیبال فدراسیون منشي خوشحال ملکزي ویلي، له ۱۲ټاکل شویو لوبغاړو څخه یوازې اته لوبغاړې تر اوسه ریاض ته رسېدلې دي. د والیبال فدارسیون د مسوولینو په خبره، که څه هم افغان ښځینه ملي لوبډلې پرلهپسې تمرینونه کړي او د سیالیو لپاره چمتو ده؛ خو لومړنۍ لوبه یې له پیاوړې لوبډلې سره ده.
د معلوماتو پربنسټ؛ د افغانستان د والیبال په ښځینهو ملي لوبډله کې د افغانستان دننه او بهر لوبغاړې برخه لري. د اسلامي هېوادونو ترمنځ د همغږۍ په سیالیو کې د افغانستان، ترکیې، ایران او اذربایجان لوبډلو ګډون کړی دی.


د خیبر پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو وزارت خبر ورکړی، چې د تورخم دروازه به نن د څلورمې ورځې لپاره هم یوازې د ستنېدونکو افغان کډوالو لپاره خلاصه وي. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې؛ پرون نږدې ۴۸۰۰ افغان کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.
د راپورونو پربنسټ؛ لاهم د تورخم دروازې ته څېرمه سلګونه بند پاتې کورنۍ له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. که څه هم د طالبانو حکومت ویلي، چې د ستنېدونکو افغان کډوالو لپاره یې تابیا نیولې؛ خو یو شمېر ستانه شوي کډوال بیا د امکاناتو له نشتوالي شکایت کوي.
وړاندې د چمن – سپین بولدک لارې په اوږدو کې هم د سلګونه کورنیو د بند پاتې کېدو په اړه خبرونه ورکړل شوي وو. په سپین بولدک کې یوې ځايي سرچینې افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي و، چې د چمن – سپین بولدک دروازې ته څېرمه سلګونه کورنۍ په شپو، شپو د کرښې دې غاړې ته د اوښتو په تمه وي.
که څه هم د پاکستان حکومت د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د هر ډول تګ راتګ او د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد لپاره د لارو د بشپړ خلاصون په اړه څه نهدي ویلي؛ خو وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې تر بلې خبرتیا به د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې لارې تړلې وي.
له دې ټولو سره، سره پاکستان په ټولو ښارونو او په ځانګړي ډول په پنجاب ایالت کې د افغانانو پر وړاندې عملیات پراخ او چټک کړي. د پنجاب پولیسو ویلي، د لسګونه افغانانو سربېره د کورونو یوشمېر هغه خاوندان یې هم نیولي چې افغانانو ته یې کورونه په کرایه ورکړي وو.
که څه هم تمه کېده، چې د ترکیې په استانبول ښار کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خپلمنځي شخړو د حل په موخه د خبرو له پای ته رسېدو وروسته به لارې پرانېستل شي؛ خو تر دې دمه لارې تړلې پاتې دي او د دواړه خواوو خلک یې له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د اسلاماباد په یو شمېر افغان مېشتو سیمو کې افغان کډوال شکایت کوي، چې پاکستاني پولیسو د افغانانو د نیونې عملیات چټک او پراخ کړي؛ خو ډېری هغه یې بېرته د پېسو په بدل کې خوشې کوي.
سمیعالله «مستعمار نوم» یو افغان کډوال وايي، پولیسو یې کشری ورور دوه شپې وړاندې نیولی و؛ خو د ۲۰زره کلدارو په بدل کې یې بېرته خوشې کړ. هغه وایي:« اوس تقریبا هره شپه پولیس ګرځي او افغانان نیسي، ډېری تنکي ځوانان نیسي بیا د لارو په اوږدو کې ترې پېسې غواړي. دوه شپې وړاندې مې ورور د ۲۰زره کلدارو په بدل کې راخلاص کړ.»
د رومان «مستعمار نوم» یو بل کډوال وایي، چې اوس پولیس د خوشې کولو په بدل کې خورا ډېرې پیسې له افغانانو اخلي. هغه وایي:« پخوا به د ۲۰زرو کلدارو په بدل کې پولیسو افغانان خوشې کول؛ خو اوس دوی تر یو لک کلدارو کمې پیسې نه اخلي.»
دغه کډوال وايي، پولیس په دې پوهېږي چې اوس ډېری افغانان ویزې نهلري او هغوی چې د ۲۰۲۱کال وروسته پاکستان ته ورغلي په کومو سیمو کې اوسېږي. د یادو کډوالو په خبره؛ د هغو پولیسو عملیات چې له خلکو پېسې اخلي تر ډېره په هغو افغان مېشتو سیمو متمرکزه وي، چې له ۲۰۲۱ کال وروسته پاکستان ته ورغلي دي.
د یادونې ده، چې په پاکستان له تېرو پنځو میاشتو راهیسې د هغو افغانانو ویزې نهدي تمدید شوې چې پاکستان ته په ویزو تللي دي. د پاکستان د حکومت له لوري د ویزو د نه تمدید له کبله د ډېریو افغانانو د ویزو موده پای ته رسېدلې او اوس دوی شکایت کوي چې په بېلابېلو پلمو ځورول کېږي.
له بل خوا پاکستان ته په ویزو تللي سلګونه کسان د ویزو د نه تمدیدېدو له امله د پولیسو په بېلابېلو عملیاتو کې نیول شوي او د بند څو ورځنۍ مودې په تېرولو سره افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

د ایران د سویلي خراسان والي محمد رضا هاشمي ویلي، چې په تېرو اوو میاشتو کې د ماهيرود له لارې افغانستان ته د ۲۳۰ مېلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي.
که څه هم نوموړي په دې اړه څه نهدي ویلي، چې د صادراتو په کچه کې څومره زیاتوالی راغلی؛ خو دا یې ویلي چې له دې لارې د صادراتو کچه د ریکارډ تر کچې رسېدلې ده.
دغه ایراني چارواکي د صادراتو په کچه کې زیاتوالی د پام وړ لاسته راوړنه بللې او په دې برخه کې یې د شته ستونزو پر هوارۍ ټینګار کار کړی.
د ایران د سویلي خراسان ولایت والي دغه راز د ماهيرود- فراه د ټرانزیټي لارې د بیارغونې خبر هم ورکړی، چې په رغېدو به یې ايراني توکي په اسانۍ د منځنۍ اسیا بازارونو ته لار پیدا کړي.
د یادې لارې د رغېدو چارې د بېلابېلو لاملونو له کبله له تېرو ۱۴ کلونو راهیسې په ټپه درېدلې وې. د شمېرو له مخې؛ اوسمهال افغانستان د ایران لپاره د صادراتو څلورم لوی هېواد دی.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت ستر سلاکار فاروق اعظم چې شاوخوا یوه نیمه میاشت مخکې د نجونو د زدهکړو د پلوۍ له امله بندي او بیا له ۱۵ورځو بندي کېدو وروسته خوشې شوی و، تېره ورځ له دندې ګوښه او د نظامي محکمې د پرېکړې لهمخې، نور د طالبانو په واکمنۍ کې دنده نهشي کولی.
فاروق اعظم چې د لندن له پوهنتون څخه د اوبو سرچینو په برخه کې د دوکتورا تر کچې زدهکړې کړي او د طالبانو په حاکمیت کې د اوبو او انرژۍ وزارت ستر سلاکار و، د روان کال د وږي په ۲۴مه د نجونو د زده کړو د پلوۍ له امله د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده په امر په کابل کې ونیول شو او بیا د کابل نظارت خونې ته ولېږدول شو.
فاروق اعظم د کونړ د زلزلې پرمهال او تر نیول کېدو مخکې د نجونو د زدهکړو د ګټو په تړاو ویلي و: «ښځینه روغتیاپالانې دې کونړ ته ورشي څو هغو طالبانو ته یو درس شي، چې د مېرمنو تعلیم ګټور نه بولي او دا به په ټولنه کې د ښځې د تعلیم د اهمیت عملي ښه بېلګه هم وي.»
نوموړي د پوښتنې په ډول په خپل فېسبوک کې لیکلي و: «ایا زموږ تعلیم یافته ښځې په ټولنه کی د خپل مقام د تثبیت لپاره ابتکار او قرباني ورکولای شي؟ که ځواب هو وي نو دا یې وخت دی.»
په هغه وخت کې سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي و، چې د فاروق اعظم دوسیه د کابل نظامي محکمې ته لېږل شوې وه او زیاته کړې یې وه: «نوموړي په دې وروستیو کې لیکنې کولې او په شخصي مجلسونو کې یې د امارت د پالیسۍ خلاف څرګندونې کولې، نو له همدې امله نیول شوی دی.»
د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار فاروق اعظم د نیول کېدو په لومړۍ ورځ (دوشنبه د وږي ۲۴مه) خپل زوی ته په یوه لیک کې لیکلي و، چې طالبانو د ښځو زده کړو، عصري زده کړو او د امر بالمعروف د کمزوریو د په ګوته کولو له امله زندان ته اچول شوی او زیاته کړې یې وه: « دا هغه څه دي، چې زه تر دغه سخت چلند ته تیار یم.»

د فاروق اعظم له نیول کېدو ۶ ورځې وروسته (شنبه د وږي ۲۹مه) طالبانو له هغه غوښتي و، چې د نجونو د زده کړو په تړاو پر خپلو وروستیو څرګندونو پښېماني وښيي او د طالبانو له مشر څخه بښنه وغواړي، خو هغه د طالبانو دغه غوښتنه رد کړې وه.
په سبا یې (یکشنبه د وږي ۳۰مه) بیا د فاروق اعظم خور «عزیزې» په یوه لیک کې چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې وه، پر طالبانو یې نیوکه کړې وه، چې ورور یې د شکر او فشار له ناروغیو سره له مجرمانو سره په زندان کې یو ځای اچول شوی او طالبانو ته یې په خطاب کې لیکلي و: «خدای مه کړه که فاروق اعظم ته زندان کې څه ورپېښ شي، دا به ستاسې لویه خطا وي.»
طالبانو یوه اوونۍ وروسته (دوشنبه د تلې ۷مه) فاروق اعظم د کابل له نظارت خونې د کابل نظامي محکمې ته ولېږداوه. هلته بیا ځينو طالب وزیرانو او د هبتالله اخوندزاده ځينو استازو له فاروق اعظم سره په کتنه کې له هغه یو ځل بیا غوښتي و، چې له هبتالله بښنه وغواړي، خو بیا ځلي یې انکار وکړ او یادو وزیرانو ورته ویلي و، چې د ملاهبتالله په امر نیول شوی او دوی یې د ازادولو واک نهلري.
طالبانو بیا له هېڅ ډول جزییاتو ورکړې پرته فاروق اعظم ۲ ورځې وروسته (چهارشنبه د تلې ۹مه) له زندان څخه خوشې کړ.
فاروق اعظم له خوشې کېدو وروسته (د تلې له ۹مې د لړم تر ۱۲مې) په خپل فېسبوک کې یوازې ۳ پوسټونه کړي او نن یې (دوشنبه د لړم ۱۲مه) دوه پوسټونه کړي، په لومړي کې یې د اوبو او انرژۍ وزارت له مامورینو سره د خدای پامانۍ او همداراز په دویم پوسټ کې یې په غرب کې د یوې ښځې پیغام چې د ده د انفکاک په اړه څرګندونې کړي، خپاره کړي دي.
فاروق اعظم د دوشنبې په ماښام (د لړم ۱۲مه) په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې پرون یې په اوبو او انرژۍ وزارت کی له مامورینو سره تر خدای پامانۍ دمخه په افغانستان کی د سویس له شارژدافیر سره کتلي و او د اوبو د مدیریت پر څرنګوالي، د ظرفیت لوړونې، وسایلو، له پنجشېر څخه کابل ته د اوبو پر راوستلو او د نړۍوالو د نیمګړو پاتې پروژو د بشپړېدو په تړاو خبرې کړي او نن یې له خپل کوره د سویس شارژدافیر ته یاد مسایل په لیکلي بڼه استولي او یوه کاپي یې وزارت ته هم استولې ده.
هغه د خپل انفکاک له جزییاتو ورکړې پرته په داسې حال کې چې په شاوخوا ۸۰ کلنۍ عمر کې د هېواد خدمت پر ځان «فرض» بللی، زیاته کړې: «تر دغه مفید مجلس وروسته می په وزارت کی د دوستانو سره د خپل څلور کلن ګتور رسمي خدمت د پای خدای پاماني وکړه او وعده می وکړه چی زه به خپله علمي او مسلکي پوهه له وزارت او امارته نه سپوم. دوستان هر وخت پر ما غږ کولای سي؛ د وطن خدمت په هرځای کی چی یم پر ځان فرض بولم.»
فاروق اعظم په خپله فېسبوک پاڼه کې له دغه پوسټ سره جوخت په بل پوسټ کې لیکلي: «په غرب کی یوې ښځی له دندې زما د انفکاک خبر اورېدلی دی. ماته یی دا پیغام راواستاوه.»
په دې پوسټ کې یې هم د ښځو لوړو زده کړو ته اشاره ده او یادې ښځې هم په هغه پیغام کې فاروق اعظم له دې امله ستایلی چې په وینا یې «حق» یې ویل.

طالبانو له دندې د فاروق اعظم د ګوښه کېدو په تړاو هېڅ جزییات نه دي ورکړي.
ډاکټر فاروق اعظم په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۳ کلونو کې د افغانستان د سوله ییز بدلون غورځنګ مشري کړې او له دې وړاندې د افغانستان د ملي اسلامي جبهې مرستیال مشر و. له ۱۹۸۹ نه تر ۱۹۹۱ کال پورې د پوهنې او وروسته د کډوالو چارو وزیر و. هغه د افغانستان د مطالعاتو فورم مشري کړې او په ۲۰۲۲ کال کې یې د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د سلاکار په توګه چارې پیل کړې.
اعظم په کندهار کې زیږېدلی او له کابل پوهنتون نه یې د اقتصاد لیسانس، د بیروت له امریکایي پوهنتون نه یې د کرنې اقتصاد ماسټري او له لندن پوهنتون نه یې د اوبو سرچینو په برخه کې دوکتورا اخېستې ده.
نوموړی د جمهوري نظام منتقد و او د طالبانو نږدې خواخوږی ګڼل کېږي.
له دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ویلي و، چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړلو پرېکړه په شریعت کې هېڅ بنسټ نه لري او نوموړي د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز یوازې د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده شخصي نظر بللی و.
د عباسي ستانکزي له دې څرګندونو وروسته ملا هبت الله د نوموړي د نیولو امر صادر کړ، خو ستانکزی دوبۍ ته وتښتېد او نږدې کال پوره کېږي چې بېرته افغانستان ته نه دی راګرځېدلی.
د تېر جمهوري نظام ځینې چارواکي او د چارو شنونکي وايي، طالبان د عامه ذهنیت بدلولو لپاره خپل وفادار ملګري زنداني کوي او په دې ډول په رسنیو کې لنډمهاله غوغا جوړوي، خو د هغوی د شاتګ پالنې اصلي ستونزه په ټولو برخو کې بیا هم پر خپل ځای پاتې ده.
طالبان په دې تورن دي، چې خپل منتقدان نیسي او د خلکو د غلي کولو لپاره یې د وېرې او ډار اچولو سیاست غوره کړی دی.

په پاکستان کې په دې وروستیو کې د کورونو له مالکانو غوښتل شوي، چې ناقانونه افغان کډوالو ته کورونه په کرایه ورنهکړي، نو له همدې امله سلګونه کورنۍ د پلازمېنې اسلاماباد په ارجنتینا پارک کې شپې او ورځې تېروي او د اېستنې له جدي ګواښ سره مخ دي.
په دغه پارک کې یو شمېر مېشت افغانان وايي، پولیس تېره ورځ (یکشنبه د لړم ۱۱مه) یاد پارک ته د افغان کډوالو د نیولو او په جبري توګه د اېستنې په موخه ورغلي و او د احمد ضیاء فیض چې د کډوالو فعال ګڼل کېږي، په ګډون یو شمېر افغانان نیولي دي.
دوی ادعا کوي، چې احمد ضیاء فیض له پرون راهیسې د حاجي کمپ او تورخم پر لاره و، خو اوس له وضعیت او برخلیک څخه یې هېڅ معلومات نهلري.
دوی چې په وېره کې شپې او ورځې تېروي، د کډوالو له اړوندو نړۍوالو سازمانونو او د بشري حقونو له بنسټونو غواړي، چې په ارجنتینا پارک کې د مېشتو افغان کډوالو وضعیت ته رسېدنه وکړي او یا هم لږ تر لږه په جبري توګه له بېرته ستنونې یې مخنیوی وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان دولت په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د نیونې بهیر پراخ کړی او هره ورځ زرګونه کسان تر نیولو وروسته بېرته افغانستان ته ستنوي، چې یوازې تېره ورځ څه باندې ۱۵زره کډوال اېستل شوي دي.