• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نی: افغانستان ته د خبریالانو په ځانګړي ډول د ښځینه خبریالانو بېرته ستنول خطرناک دی

۱۳ لړم ۱۴۰۴ - ۴ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۰۷ GMT+۰

په جلا وطنۍ کې د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ (نی) په پاکستان کې د مېشتو خبریالانو د نیولو او شړلو په غبرګون ویلي، چې افغانستان ته د خبریالانو په ځانګړي ډول د ښځینه خبریالانو بېرته ستنول خطرناک دی.

یاد بنسټ د سې‌شنبې په ورځ (د لړم ۱۳مه) په پاکستان کې د افغانې خبریالې فاطمه نوا له نیول کېدو وروسته له دغه هېواد وغوښتل، چې د افغان خبریالانو د قانوني مېشتېدو زمینه برابره کړي.
دغه بنسټ همداراز د پاکستان له حکومت څخه د یادې نیول شوې خبریالې د ژر خوشې کېدو غوښتنه هم وکړه.
په جلا وطنۍ کې د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ (نی) د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د «خبریالانو د وژنې ځای» بللی او ټینګار یې کړی، چې هېڅ خبریال باید بیا داسې خطرناکو شرایطو ته ونه لېږل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانې خبریالې فاطمه همنوا نږدې خپلوانو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې پاکستاني پولیسو نوموړې د سې‌شنبې په ورځ له غرمې وروسته د اسلام اباد له «بي – ۱۷» ښارګوټي څخه له دوو کوچنیو اولادونو سره یو ځای نیولې ده.
د دوی په خبره، د همنوا د ویزې موده پای ته رسېدلې وه.
یاد بنسټ یادونه کړې، چې د پاکستان حکومت له دې وړاندې ژمنه کړې وه چې د افغانستان د بشري حقونو د فعالانو او خبریالانو له نیولو او شړلو به ډډه کوي. له همدې امله، تمه کېږي چې دغه ژمنه عملي شي او زیان‌منونکي کسان بېرته افغانستان ته ونه لېږل شي.

ترویج لرونکی

د طالبانو پخواني چارواکي د ملي بیرغ په ورځ د درې‌رنګه بیرغ ستاینه کړې
۱

د طالبانو پخواني چارواکي د ملي بیرغ په ورځ د درې‌رنګه بیرغ ستاینه کړې

۲

پاکستان د ۱۶۰۰۰ افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله

۳

طالبانو: د غوري سمنټو فابریکه هره ورځ ۷۰۰ ټنه سمنټ تولیدوي

۴

طالبي ګومارنې؛ ملاهبت الله د طالبانو د استخباراتو یو کارکوونکی د پکتیکا پوهنتون رییس ټاکلی

۵

پاکستان د افغانستان امنیتي وضعیت ارزونې لپاره خپل سفیر اسلام‌اباد ته وربللی

•
•
•

نور کیسې

میرویس عزیزي د فوټسال ملي لوبډلې ته یو میلیون افغانۍ اعلان شوې جایزه وسپارله

۱۳ لړم ۱۴۰۴ - ۴ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۰۶ GMT+۰
100%

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ لوی رییس وایي، د عزیزي سوداګریز ګروپ مشر میرویس عزیزي د افغانستان ۱۷ کلنه فوټسال ملي لوبډله د یوې غونډې پر مهال وستایله او د یو میلیون افغانیو جایزه یې هم ورکړه.

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ لوی رییس احمدالله وثیق په وینا، ورزش یوازې د سیالۍ او تفریح نوم نه دی، بلکې د ملت د ژوند، ځواک او امید نښه ده. هغه زیاته کړې: «دا هغه ډګر دی چې د هېواد زامن پکې خپلې وړتیاوې ښیي او په نړۍوال سټیج د افغانستان نوم لوړوي.»

نوموړي له سوداګرو، پانګوالو او ملي بنسټونو وغوښتل، چې د ورزش او ورزشکارانو ملاتړ خپل ملي مسوولیت وګڼي. هغه زیاته کړې: «د ورزشکارانو ملاتړ د هېواد د ملي قوت، نړۍوال وقار او راتلونکي نسل لپاره د باور پانګه‌ ده.»

وثیق ټینګار وکړ، دا اصل باید پیاوړی شي چې ورزش د ملت د یووالي محور دی.

یاده دې وي، چې د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټسال ملي لوبډلې د روان کال د لړم په ۹مه نېټه د ایران لوبډلې ته ۲ پر ۱ ماتې ورکولو سره د لومړي ځل لپاره د اسیا د فوټسال د اتلولۍ جام ترلاسه کړ.

ایران: د چابهار بندر له لارې د ایران او افغانستان اقتصادي اړیکې پیاوړې کېږي

۱۳ لړم ۱۴۰۴ - ۴ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۳۰ GMT+۰
100%

ایراني چارواکي وایي، د چابهار بندر له لارې هر کال له شپږ میلیون ټنو څخه ډېر توکي تخلیه او بارېږي. د شهید بهشتي بندر په سیمه کې د غلو د زېرمو، ګدامونو او د تېلو د زېرمتونونو جوړولو سربېره د پټلۍ او سړکونو پراختیا د دې بندر د اهمیت کچه لا لوړه کړې ده.

په کابل کې د ایران سفارت د سې شنبې په ورځ پر اېکس‌پاڼه لیکلي، د دغو پروژو په بشپړېدو سره به د چابهار بندر رول د ایران او افغانستان تر منځ د اقتصادي همکاریو په پراختیا کې لا پیاوړی شي.

په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست علیرضا بیکدلي تازه د چابهار بندر او ازادې سوداګریزې سیمې څخه لیدنه کړې ده. نوموړي د یاد بندر د شهید بهشتي برخې او د ازادې سیمې د فعالیتونو وضعیت له نږدې وڅېړه.

د لیدنې پر مهال، بیکدلي د چابهار له چارواکو او د مېشتو افغان سوداګرو سره هم وکتل. د خبرو پر مهال د چابهار – میلک د لارې د توکو د لېږد د چټکتیا، اسانتیا او همغږۍ د زیاتوالي په اړه مفصل بحث وشو.

چابهار بندر د عمان سمندرګي په غاړه کې د اوبو له لارې د ایران یوازینی بندر دی، چې د نړۍوالو سوداګریزو لارو د نښلولو لپاره مهمه دروازه ګڼل کېږي.

دا بندر د هند لپاره افغانستان او منځنۍ اسیا ته د لاسرسي د بدیلي لارې په توګه ستراتیژیک اهمیت لري او د شمال ـ سوېل نړۍوال دهلیز INSTC یوه مهمه برخه ده.

د چابهار بندر د سیمې د وصل مهمه دروازه ده او د دې لارې پیاوړتیا به د افغانستان سوداګرۍ ته د پام وړ فرصتونه برابر کړي.

د افغانستان د شمال زلزله‌ځپلو ته د ایران د مرستو لومړۍ جوپه ورسېده

۱۳ لړم ۱۴۰۴ - ۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۵۹ GMT+۰
100%

په کابل کې د ایران سفارت ویلي، چې د افغانستان د شمال زلزله‌ځپلو لپاره یې خپله لومړنۍ مرسته لېږلې ده. دغه سفارت د سې‌شنبې په ورځ پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې په دې مرستو کې درمل او خیمې شاملې دي.

د یادولو وړ ده، چې د وړمې شپې په زلزله کې چې د افغانستان شمالي ولایتونه یې ولړزول، د بلخ او سمنګان په ګډون ګڼې سیمې زیانمنې شوې دي.

د لومړنیو راپورونو له مخې، په دې زلزله کې چې د ریښتر په کچه ۶،۳ درجې ثبت شوې، ۲۸ تنه مړه او ۹۴۵نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، چې د زلزلې له امله په سمنګان او بلخ ولایتونو کې له ۹۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي دي.

ازبکستان د افغانستان د تازه مېوو پېرلو ته تیاری ښودلی

۱۳ لړم ۱۴۰۴ - ۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۳۰ GMT+۰
100%

د طالبانو د بلخ ولایت چارواکي وايي، د ازبکستان د سرخان دریا والي اولغ بېک قاسموف د دې ډلې د بلخ والي محمد یوسف وفا سره په کتنه کې ویلي، چې دوی د افغانستان د ټولو تازه مېوو پېرلو یا نورو هېوادونو ته استولو ته چمتو دي.

د طالبانو د بلخ والي ویاند ویلي، چې یاد ازبکستاني چارواکي دغه څرګندونې وړمه ورځ ماسپښین مهال په دغه هېواد کې له وفا سره په کتنه کې کړې دي.

قاسموف د طالبانو د بلخ والي ته دا هم ویلي، چې د ازبکستان ولسمشر دوی ته له افغانانو سره په دې برخه کې بشپړ اختیار ورکړی دی.

نوموړي ویلي، «موږ چمتو یو د افغانستان ټولې تازه مېوې وپېرو او یا یې هم له خپلو لارو نورو هېوادونو ته صادرې کړو».

د ازبکستان د سرخان دریا والي زیاته کړې، چې دوی د هوايي دهلېز او وسپینې پټلۍ له لارو هم نورو هېوادونو ته د افغانستان مېوې صادرولای شي.

د ازبکستان رسنیو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د افغانستان مېوې د پاکستان د تړلو دروازو له امله له خرابیدو سره مخ دي او افغان سوداګر هره ورځ شاوخوا یو میلیون ډالره زیان کوي.

پاکستاني پولیسو یوه افغانه خبریاله او د هغې دوه ماشومان نیولي

۱۳ لړم ۱۴۰۴ - ۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۳۵ GMT+۰
100%

د افغانې خبریالې فاطمه همنوا نږدې خپلوانو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې نن له غرمې وروسته پولیسو د اسلام اباد له «بي – ۱۷» ښارګوټي څخه نوموړې له خپلو دوو کوچنیو اولادونو سره یو ځای نیولې ده.

د همنوا د نیول کېدو لامل د ویزې د نېټې پای ته رسېدل په ګوته شوي دي.

دا پېښه په داسې حال کې شوې چې پاکستان د افغان وګړو لپاره د ویزو د تمدید بهیر درولی دی او په دوامداره توګه د افغان کډوالو د نیولو او شړلو پروسه پرمخ وړي.

د کډوالو د شړلو دا لړۍ د بشري حقونو د نړيوالو سازمانونو او خبري ټولنو د سختو اندېښنو لامل شوې ده، ځکه زرګونه افغان خبریالان، مدني فعالان او ښځینه کارکوونکي د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته پاکستان ته بهر هېوادونو ته د تګ لپاره کډوال شوي دي.

بشري فعالان خبرداری ورکوي چې د افغان خبریالانو او مدني ټولنې د غړو نیول او شړل هغوی له جدي ګواښ سره مخ کوي، ځکه ډېری یې د افغانستان دننه د امنیتي ګواښونو له امله له خپل هېواده وتلي دي.

د فاطمه همنوا د نیول کېدو په تړاو تر اوسه د پاکستان حکومت یا د خبریالانو د دفاع کومې ټولنې رسمي غبرګون نه دی ښودلی.