امریکا سعودي عربستان ته د ۴۸ پرمختللو اېف-۳۵ جنګي الوتکو د پلورلو په اړه ارزونه کوي

رویټرز خبري ازانس د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د ډونالډ ټرمپ اداره د سعودي عربستان د ۴۸ پرمختللو اېف-۳۵ جنګي الوتکو د پېرلو غوښتنې په اړه ارزونه کوي. دغه راپور واشنګټن ته د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان د سفر خبر سره هممهاله خپور شوی.
