یونېسف: په افغانستان کې ۳.۵ میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق «یونېسف» اعلان کړی، چې په افغانستان کې ۳.۵ میلیونه ماشومان په شدیده خوارځواکۍ اخته دي. دغې ادارې په افغانستان کې د تغذیې ناورین په نړۍ کې تر ټولو په بد وضعیت کې یاد کړی دی.