د خیبر د تیرا اوسېدونکي وايي چې د عملیاتو لپاره خپله سیمه نه پرېږدي

د خیبر پښتونخوا د تیرا سلګونو اوسیدونکو د یوې غونډې پرمهال په یاده سیمه کې له پوځي عملیاتو سره مخالفت ښودلی او پرېکړه یې کړې ده، چې له خپلې سیمې به ونه وځي.

د خیبر پښتونخوا د تیرا سلګونو اوسیدونکو د یوې غونډې پرمهال په یاده سیمه کې له پوځي عملیاتو سره مخالفت ښودلی او پرېکړه یې کړې ده، چې له خپلې سیمې به ونه وځي.
د خیبر پښتونخوا په تیرا سیمه کې د اپریدي قبیلې سلګونو کسانو د پوځي عملیاتو د کېدو په غبرګون کې غونډه کړې او پرېکړه یې کړې چې مرګ ته چمتو دي، خو له خپلې سیمې به ونه وځي.
د تیرا د سیمې یو قومي مشر دې غونډې ته په خپله وینا کې وویل، «اوس دا خبره وړاندې کوي، چې ته(د سیمې اوسیدونکي) علاقه پرېږده. نو د دغو اپریدو خبره داده چې زه کډه نه کوم، کډې ته نه یم تیار.»
د یاد قومي مشر پرېکړه د سلګونو راټولو شویو کسانو له خوا تایید شوه.
نوموړي وویل، چې خلک د لښکرو جوړولو توان نه لري، چې ظاهرا یې هدف د پاکستاني طالبانو پر وړاندې د حکومت په ملاتړ د امن لښکر جوړول دي.
د راپورونو له مخې، د پاکستان پوځ پلان لري، چې د خیبر پښتونخوا د تیرا په سیمه کې پوځي عملیات پیل کړي، خو د سیمې د اوسېدونکو له مخالفت سره مخ دی.
د پاکستان د پوځ مشر څو ورځې وړاندې په پېښور کې له یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل، خو د خیبر او وزیرستان په ګډون د ګڼو قبایلي سیمو خلکو د امن پاڅونونو له لارې له پوځي عملیاتو سره مخالفت کړی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ پر پوځ تور پورې کړی، چې په تدریج د ناامنۍ فضا رامنځته کوي او بیا د دفاع او ترهګرۍ په نوم جګړې جوړوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین تېره اونۍ وویل، چې «پخپله ترهګري کوي، عام پښتانه وژني او د هغوی پر معدني وسایلو قبضه او لوټمار کوي».
د پاکستان د پوځ ویاند وړمه ورځ له پاکستاني خبریالانو سره په یوه ناسته کې وویل چې دوی له ټي ټي پي سره خبرې نه کوي او هغه کسان، چې خبرې غواړي «افغانستان ته دې لاړ شي».


د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر په استانبول کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو په درشل کې پر قطر او ترکیې غږ کړی، چې طالبان او افغان سیاسي مخالفان د بینالافغاني خبرو مېز ته راولي. اتمر وايي، طالبان او پاکستان باید دوامداره اوربند ته ورسېږي.
هغه پر ایکس خواله رسنۍ ټینګار کړی چې لومړنی شرط باید دوامداره اوربند وي، داسې اوربند چې نه د ځمکې او نه د هوا له لارې بریدونه وشي او نه هم د جګړې هڅوونکې ویناګانې.
نوموړي زیاته کړې چې په خبرو اترو کې دوهم ګام باید د ترهګریزو شبکو(القاعده، ټي ټي پي، ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، د ازبکستان اسلامي جنبش، لشکر طیبه، جیش محمد او داعش)سره د هر ډول اړیکو پرېکون وي.
اتمر ویلي چې دواړه هېوادونه باید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر څار لاندې د څار او ارزونې یوه میکانېزم ته غاړه کیږدي، څو د خپلو ژمنو بشپړه پليکونه تضمین کړي او د ترهګرو لپاره د پټنځایونو، د ملاتړ مرکزونو، روزنیزو کمپونو او افراطي مدرسو مخه ونیسي.
هغه زیاته کړې: «دواړه هېوادونه باید د خپلو خلکو د اساسي حقونو او ازادیو درناوی وکړي، د قانون حاکمیت ته ژمن پاتې شي، او خلکو ته دا حق ورکړي چې د خپل حکومت په جوړښت کې ونډه ولري.»
نوموړي ویلي، په سیمه کې له اوږدې جګړې وروسته اوس باید ټولو ته دا خبره روښانه شوې وي چې سوله، امنیت، ثبات او سوکالي د دواړو هېوادونو دننه او له پولو ور هاخوا یوازې د مسوولې دولتدارۍ پر اصولو ټینګېدای شي.
اتمر هیله څرګنده کړه چې ترکیه او قطر، د دوحې د بهیر د نورو غړو هېوادونو په مرسته، وکولای شي طالبان او د افغانستان سیاسي مخالفین د بینالافغاني خبرو مېز ته راولي او یوې هر اړخیزې سیاسي هوکړې ته لاره هواره کړي.

الجزیرې په یوه شننه کې ویلي، چې د هند په تړاو د پاکستاني چارواکو څرګندونې ښيي چې دغه هېواد د طالبانو او نوي ډیلي له اړیکو نه په وېره کې دی. د شنونکو په باور، د هند او طالبانو له نږدې اړیکو نه دې وېرې له کابل سره د پاکستان د خبرو اترو چلند هم اغیزمن کړی.
په راپور کې راغلي، د اکتوبر په ۲۸مه، د پاکستان او افغانستان د استازو تر منځ د اوربند د تمدید خبرې بېپایلې پاتې شوې. د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په یوه ټلویزیوني مرکه کې وویل چې د خبرو د ناکامېدو تر شا د دریم هېواد، هند لاس دی.
هغه ادعا وکړه چې هند د طالبانو په مشرتابه کې «نفوذ» کړی او دا کار د دواړو هېوادونو تر منځ د تاوتریخوالي اصلي لامل دی.
اصف وویل: «په استانبول کې د طالبانو استازي ښه خلک وو، خو هغه کسان چې له کابله یې د تارونو د خوځولو ننداره برابره کړې، د هند تر کنټرول لاندې دي. هند غواړي د پاکستان پر ضد یو ټيټکچي جنګ ته دوام ورکړي، او د دې لپاره له کابل څخه ګټه اخلي.»
الجزیره وایي، که څه هم هغه د خپلو څرګندونو د پخلي لپاره هېڅ شواهد وړاندې نه کړل، خو خبرې یې د دې هڅې څرګندونه کوي چې پاکستان غواړي خپل له افغانستان سره اختلافات د هند او طالبانو د اړیکو د زیاتوالي له امله وښيي.
بلخوا طالبانو دا تورونه رد کړي چې ګواکې هند د دواړو هېوادونو تر منځ د کړکېچ په رامنځته کولو کې رول لري. طالبانو همدارنګه ویلي چې د پاکستان پر خاوره د تحریک طالبان پاکستان(ټي ټي پي) بریدونه د دوی د حکومت کار نه دی.
په یاد راپور کې د شنونکي له قوله ویل شوي، چې د پاکستاني چارواکو دا ډول څرګندونې د اسلاماباد هغه ژوره وېره څرګندوي چې له هند او افغانستان سره یې د اړیکو په تړاو لري. په طالبانو کې د هند د نفوذ پراخېدل د پاکستان د شکونو بنسټ جوړوي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې هند او طالبان په تدریجي ډول له یو او بل سره نږدې شوي دي.
د اکتوبر په لومړیو کې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هند ته ولاړ، چې دا له ۲۰۲۱کال وروسته د یوه طالب چارواکي لومړنی رسمي سفر و. له سفر څو ورځې وروسته، هند له افغانستان سره د مرستې په توګه، کابل ته د خوړو او درملو مرسته واستوله.
په راپور کې راغلي چې په همدې ترینګلو حلاتو کې د هند د بهرنیو چارو وزیر جېشنکر له متقي سره د ټیلیفون له لارې خبرې وکړې او د افغانانو د پرمختیا لپاره یې د دوامداره ملاتړ ژمنه وکړه.
دا اړیکې، د پاکستان لپاره د اندېښنې سرچینه ګرځېدلې ده، ځکه اسلاماباد اوس له دواړو خواوو – ختیځ کې له هند او لوېدیځ کې له افغانستان نه – د امنیتي ګواښونو احساس کوي.
راپور زیاتوي، د پاکستان د پوځي ستراتیژۍ بنسټ د «ستراتیژیک عمق» په مفکورې ولاړ دی، یعنې دا چې باید په افغانستان کې نفوذ ولري څو د هند اغېز محدود وساتي. خو له ۲۰۲۱وروسته، طالبانو هڅه کړې چې له هند سره اړیکې عادي کړي او د پرمختیایي همکاریو له لارې نوي بابونه پرانیزي.
د اسلاماباد د ستراتیژیکو څېړنو د انستیتیوت کارپوهه امینه خان وايي، پاکستان تمه لرله چې طالبان به هند ته د نفوذ اجازه ورنهکړي، خو دا تمه پوره نه شوه. د هغې په وینا، متقي ته د هند بلنه او د دواړو لوریو لهخوا د ملګرتیا څرګندونې د پاکستان د اندېښنو کچه لوړه کړې ده.
هند بیا وايي چې پاکستان د خپلو ستونزو د پټولو لپاره ګاونډیان ملامتوي. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جېسوال ویلي: «پاکستان د خپلو داخلي ناکامیو د پټولو لپاره دا پخوانۍ کړنلاره کاروي چې ګاونډیان تورن کړي. هند د افغانستان د خپلواکۍ، ارضي تمامیت او ملي حاکمیت ملاتړ ته ژمن دی».
په پاکستان کې ځينې پخواني دیپلوماتان لکه اصف دراني ادعا کوي چې هند د بلوڅ بېلتونپالو او د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ کړی، خو تر اوسه د دې تورونو لپاره کوم څرګند ثبوت نهدی وړاندې شوی.
د کړکېچ نړیوالې ډلې شنونکی ابراهیم باحث وايي، د پاکستان پوځي مشرتابه افغانستان د هند د سترې مسلې د یوې برخې په توګه ویني. «پاکستان افغانستان ته د یوه خپلواک ګواښ په سترګه نه ګوري، بلکې د هند د نفوذ د غځېدو برخه یې بولي. له همدې امله کابل د پاکستان د امنیتي محاسبې مهم محور ګرځېدلی دی».
له دې ټولو سره، د هند او پاکستان تر منځ د سیاسي او پوځي تاوتریخوالي د زیاتېدو خطر لا هم شته. دواړو هېوادونو په خپلو سرحدونو کې پوځونه ځای پر ځای کړي او د سمندري ځواکونو تمرینونه روان دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د اسحاق ډار وروستۍ څرګندونې چې ګواکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له نوموړي سره په یوه ورځ کې شپږ ځله اړیکه نیولې؛ له واقعیت څخه لرې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل درناوي او د ډیپلوماټیک تعامل اصولو خلاف دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دواړو لورو ترمنځ لومړۍ تیلیفوني اړیکه د متقابل تفاهم او همغږۍ په چوکاټ کې شوې وه چې پهکې ښاغلي اسحاق ډار د وضعیت په اړه د ناخبرۍ څرګندونه کړې او ژمنه یې کړې وه چې د بشپړې خبرتیا وروسته به بیا اړیکه ونیسي؛ نو له همدې امله د دویم ځل لپاره هم خبرې وشوې.
په خبرپاڼه کې راغلي:« له دې یوه ورځ وروسته د ډار د بیا اړیکې هڅه د بېلابېلو وجوهاتو له امله عملي نه شوه.» یاد وزارت ټینګار کړی، چې د هېوادونو ترمنځ اړیکې باید د متقابل درناوي او په واقعیتونو ولاړ تعامل پر بنسټ وي.
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې دغه ډول ناسمې څرګندونې د دواړو هېوادونو د ډېپلوماټیک تعامل او د متقابل درناوي اصولو سره په ټکر کې دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هیله څرګنده کړې، چې «د ګاونډي هېواد لوړپوړي چارواکي دې د خبرو پرمهال د حقایقو دقیق انعکاس ته پام وکړي؛ ترڅو د اړیکو پر بنسټ د درناوي، تفاهم او مثبتو تعاملاتو اصول ټینګ پاتې شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر تېره ورځ د دغه هېواد په مشرانو جرګه کې ویلي و د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د دوشنبې په ورځ له ده سره شپږ ځلې ټلیفوني اړیکه نیولې ده.

د خیبر پښتونخوا حکومت اعلان کړی، د روانې نومبر میاشتې په ۱۲مه به د سولې یوه پراخه جرګه راوغواړي چې پهکې به د سیاسي ګوندونو مشران، ایالتي پخواني سر وزیران، مدني فعالان او وکیلان د امنیتي وضعیت او دایمي سولې د تګلارو پر سر سلامشورې وکړي.
د سولې جرګې د جوړېدو پرېکړه د د ایالتي مجلس له لوري د روانې میاشتې په پیل کې د جوړې شوې ځانګړې پارلماني کمېټې په لومړۍ ناسته کې وشوه. دغه کمېټه د سولې او د ترهګرۍ ضد هڅو د همغږۍ لپاره رامنځته شوې ده.
د خیبر پښتونخوا سر وزیر سهېل اپریدي په مشرۍ غونډه کې پرېکړه وشوه، چې په دغه ایالت کې د دایمي سولې لپاره د ټولو سیاسي، ټولنیزو او حقوقي ډلو ترمنځ خبرې اترې ضروري دي.
په تعقیبي ناسته کې چې ډېری غړي یې د پاکستان تحریک انصاف ګوند استازي وو؛ پرېکړه وشوه چې د سولې جرګه به د نومبر په ۱۲مه وشي او ټولو سیاسي ګوندونو ته به د ګډون بلنه ورکړي.
د کمېټې غړي عرفان سلیم ویلي، د یادې جرګې موخه دا ده چې د خېبر پښتونخوا ټول سیاسي مشران د یوه ګډ دریځ له مخې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره سره راټول شي. هغه زیاته کړه: «بلنې به ټولو ایالتي ګوندونو، مشرانو، عمومي منشيانو، د مدني ټولنې استازو او د خېبر پښتونخوا د وکیلانو ټولنې ته استول کېږي.»
سرچینو تایید کړې، چې سر وزیر سهېل اپریدی به له جرګې وړاندې له پخوانیو والیانو او سر وزیرانو سره جلا، جلا ناستې وکړي؛ څو د هغوی وړاندیزونه د مجلس په غونډه کې د بحث لپاره وړاندې کړي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټي لارو له تړل کېدو وروسته د افغان سوداګرو نږدې ۸زره د توکو وړونکي کانټینرونه د پاکستان په بندرونو کې بند پاتې دي.
دغه وزارت د سېشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له غړو سره په لیدنه کې د افغان سوداګرو د ستونزو په اړه خبرې کړې دي.
په دغه ناسته کې افغان سوداګرو څرګنده کړې، چې د افغانستان شاوخوا ۸زره د ټرانزیټي توکو کانټینرونه په پاکستان کې د وتلو اجازه نهلري او له بلې خوا نږدې ۴زره د صادراتي توکو تش کانټینرونه د افغانستان له اړخه د پاکستان پر لور بند پاتې دي.
په دغه ناسته کې د سوداګرۍ خونې استازو وړاندیز کړی، چې د دغه ستونزو په اړه دې له پاکستاني چارواکو سره خبرې وشي او طالبان دې د یوې لارې پر ځای د څو بدیلو ټرانزیټي لارو د پرانیستو هڅه وکړي.
د خبرپاڼې له مخې؛ د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر پر دې ټینګار کړی، چې د سوداګریزو ستونزو د هواري او د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره به هڅې روانې وي.
یاده دې وي، چې له نږدې یوې میاشتې راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټرانزیټي لارې تړلې دي. پر ډیورنډ کرښه تر نښتو او د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته، د دواړه خواوو اړیکې ترینګلې شوې دي.
پاکستان ویلي، د لارو پرانیستلو په اړه به وروستۍ پرېکړه د استانبول له ناستې وروسته وکړي. تمه کېږي، چې په دغه ناسته کې به د طالبانو او پاکستان لوړپوړي پلاوي سره خبرې وکړي.