روسیه وايي په پوکروفسک ښار کې یې کور په کور جګړه پیل کړې

د روسیې د دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل چې د دغه هېواد پوځ د جګړو له امله زیانمن شوي اوکرایني ښار پوکروفسک پر لور پرمختګ کړی او هلته یې کور په کور جګړې پیل کړې، چې اوکرایني ځواکونه له ښاره وباسي.
