• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د غزني د ناور ولسوالۍ اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت یو ښوونځی جوړ کړی

۱۵ لړم ۱۴۰۴ - ۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۰۲ GMT+۰

د غزني د ناور ولسوالۍ اوسېدونکو په شاوخوا دوه میلیونه افغانیو شخصي مالي لګښت یو ښوونځی جوړ کړی دی. په دغه ښوونځي کې ۸درسي ټولګي، یو کتابتون او د اداري چارو کوټه شامل دي او په یو وخت کې ۴۰۰ زده کوونکي زده کړې پکې کولی شي.

د طالبانو د معارف وزارت ویلي، دغه ښوونځی چې «د شهید محمدحسن ښوونځی» نومېږي، د شاوخوا ۲میلیونه افغانیو په مالي لګښت جوړ شوی دی.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یاد ښوونځی د ناور ولسوالۍ د چهار کلا کلي خلکو په مالي مرسته جوړ شوی او اوس یې رسمي فعالیت پیل کړی دی.

د وزارت په وینا، ښوونځی د څښاک اوبو صحي سیستم، مناسب چاپېریال او د زده‌کوونکو لپاره په خوندي فضا سمبال دی.

تر دې وړاندې د بدخشان د شغنان، د دایکندي د شترلي، د غزني د جاغوري او همدارنګه د کاپیسا د نجراب اوسېدونکو د خپلو امکاناتو په مټ ښوونځي جوړ کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له نږدې څلورو کلونو راهیسې د نجونو پر منځنیو او لوړو زده‌کړو بشپړ بندیز لګولی دی.

د ملګرو ملتونو د وروستي راپور له مخې، د افغانستان نږدې ۹۲سلنه وګړي د ښځو او نجونو د زده‌کړو د بیا پیل غوښتنه کوي.

ترویج لرونکی

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی
۱

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۲

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۳

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

۴

چاودې شونډې، تنکي لاسونه او درانه کارونه؛ فرید د زده‌کړو پرځای د کورنۍ اړتیاوې پوره کوي

۵

طالبانو په خوست کې دولتي مامورینو ته د ځیرک موبایلونو د ورسپارلو امر کړی

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي ۴۹ ماشومان په جرمني کې تر درملنې وروسته افغانستان ته راستانه شول

۱۵ لړم ۱۴۰۴ - ۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۴۶ GMT+۰
طالبان وايي ۴۹ ماشومان په جرمني کې تر درملنې وروسته افغانستان ته راستانه شول
100%

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشت ټولنې ویلي، چې ۴۹ ماشومان په جرمني کې تر درملنې وروسته هېواد ته راستانه شول او ۷۵ تنه نور ماشومان یې د درملنې په موخه یاد هېواد ته ولېږل.

د طالبانو تر واک لاندې افغاني سرې میاشتې ټولنې نن د پنجشنبې په ورځ، د لړمه ۱۵مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد ۴۹ مشومان په اور سخت سوځېدلي وو او ځینو د هډوکو میکروب ناروغي لرله، چې په جرمني کې تر بشپړې درملنې وروسته نن افغانستان ته راستانه شول.

د یادې ټولنې رییس شهاب الدین دلاور ویلي، چې په جرمني کې د ۴۹ افغان ماشومان له درملنې وروسته یې همهاله ۷۵ نور ناروغ ماشومان جرمني ته د درملنې په موخه ولېږل.

د یادو ماشومانو درملنه د جرمني د سولې کلي خیریه بنسټ په همکارۍ شوې ده.

د جرمني د سولي کلي خیریه بنسټ استازي ین یسن جرمني ته د تلونکو ۷۵ نورو افغان ناروغ ماشومان د ښې درملتې ډاډ ورکړی او وايي، د ماشومانو د درملنې په برخه کې به هر اړخیزې اسانتیاوې برابرې کړي.

د جرمني د سولې کلي خیریه بنسټ په ۱۳۶۸ کال کې د افغان ماشومانو د درملنې هوکړه کړې ده او هر کال په دغه هېواد کې دوه ځله، له یو څخه تر ۱۱ کلونو عمر لرونکو هغو ماشومانو چې په اور سخت سوځېدلي یا د هډوکو میکروبي ناروغي ولري، درملنه کوي.

پر سپین بولدک د پاکستاني ځواکونو برید کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او څلور ټپیان دي

۱۵ لړم ۱۴۰۴ - ۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۲۰ GMT+۰
پر سپین بولدک د پاکستاني ځواکونو برید کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او څلور ټپیان دي
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د کندهار پر سپین بولدک ولسوالۍ د پاکستاني ځواکونو په برید کې د حاجي وردګ او سیټ کلیو کې د پاکستان د هاوان مرمۍ لګېدو له امله دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، په سپین بولدک کې د پاکستاني ځواکونو له خوا د برید پر مهال د وېش په سیمه کې د حاجي وردګ او سیټ په کلیو کې پر دوو ملکي کورونو د هاوان مرمۍ لګیدلې دي، چې له امله یې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان وژل شوي او د ماشومانو په ګډون څلور تنه نور ټپیان دي.

سرچینو ویلي، چې د برید په وخت کې د سپین بولدک د وېش له سیمې څخه د وتلو پرمهال د موټرو په ټکر کې هم لس کسان ټپیان شوي دي.

په ورته مهال د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر سپین بولدک برید تایید کړی او وايي، چې په استانبول کې د مذاکراتو د دوام پرمهال پاکستان اوربند مات کړی.

نوموړي ویلي، چې طالبانو د مذاکراتو په احترام او د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې مخنیوي په موخه تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

مجاهد ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې اوښتو په اړه څه نه دې ویلي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت د کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره پر وارداتي توکو تعرفې لوړوي

۱۵ لړم ۱۴۰۴ - ۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۵۷ GMT+۰
د طالبانو د سوداګرۍ وزارت د کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره پر وارداتي توکو تعرفې لوړوي
100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد وايي، د تعرفې کمېټه به پر هغو وارداتي توکو مالیه یا تعرفه لوړه کړي، چې په هېواد کې یې د تولید کچه لوړه شوې او د داخلي اړتیاوو د پوره کولو جوګه دي.

مولوي زاهد دا څرګندونې د تولیدي او خدماتي ظرفیتونو د پېژندنې اوولسم نړیوال نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې کړې دي.

هغه وویل، د تعرفې کمېټه په خپلواکه توګه فعالیت کوي او موخه یې دا ده چې د کورنیو تولیداتو ملاتړ وشي او د وارداتي محصولاتو پر ځای د هېواد دننه تولید ته لومړیتوب ورکړل شي.

هغه پر افغان تولیدوونکو غږ کړی چې کېفیت او بیو ته ځانګړې پاملرنه وکړي څو د ولس باور په خپلو داخلي تولیداتو لوړ شي.

د زاهد په وینا، د افغانستان صنعتګر د کمزوري زیربنا، لوړې بیې او د بازار د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ دي، خو وزارت هڅه کوي د تعرفې او سوداګرۍ تګلارو له لارې د دوی ملاتړ وکړي.

هغه زیاته کړه چې د کورنیو تولیداتو د ودې او د ځان‌بساینې لپاره، د طالبانو حکومت د پانګونې، تولید او صادراتو د پراختیا لپاره ځانګړې طرحې عملي کوي.

د تولیدي او خدماتي ظرفیتونو دا نندارتون د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همغږۍ د خصوصي سکتور له خوا جوړ شوی، چې د بېلابېلو ولایتونو او بهرنیو شرکتونو استازو پکې ګډون کړی دی.

یونیسف د ۲۷۰ میلیونه ډالرو په مرسته د افغانستان روغتیایي خدمتونه پراخوي

۱۵ لړم ۱۴۰۴ - ۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۵۳ GMT+۰
یونیسف د ۲۷۰ میلیونه ډالرو په مرسته د افغانستان روغتیایي خدمتونه پراخوي
100%

له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق(یونیسف) اعلان کړی چې د اسیا پرمختیایي بانک د ۲۷۰میلیونه ډالرو په مالي ملاتړ سره به د افغانستان په ۱۷ولایتونو کې د اړینو روغتیایي خدمتونو د پراختیا او دوام لپاره کار وکړي.

یونیسف ویلي، دا مرسته به له ۱۳۰۰روغتیایي مرکزونو ملاتړ وکړي چې د مور او ماشوم روغتیا، واکسین، تغذیه، رواني ملاتړ، او د ساري ناروغیو درملنې برخې پکې شاملې دي.

د یاد بنسټ په وینا، لا هم د افغانستان د څلورو وګړو له ډلې یو تن داسې روغتیایي مرکز ته لاسرسی نه‌ لري چې له یو ساعت څخه په کم واټن کې وي.

د یونیسف استازي ډاکټر تاج‌الدین ویلي، د اسیا پرمختیایي بانک مرسته د روغتیایي خدمتونو د دوام ترڅنګ د ښځینه کارکوونکو د روزنې او د یو پایدار روغتیایي سیستم په بنسټیزتیا کې مرسته کوي.

دغه ملاتړ به د ۲۰۲۶ کال تر پایه پورې دوام وکړي، او له دې لارې به د کورنیو لپاره د روغتیایي لګښتونو د جبران په موخه نغدې مرستې هم برابرې شي.

د ملګرو ملتونو په وینا، د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله په افغانستان کې سلګونه روغتیایي مرکزونه تړل شوي او د ښځینه ډاکټرانو کمښت لا هم یوه جدي ستونزه ده.

په استانبول کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ درېیم پړاو خبرې پیل شوې

۱۵ لړم ۱۴۰۴ - ۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۵۳ GMT+۰
په استانبول کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ درېیم پړاو خبرې پیل شوې
100%

په استانبول کې سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل چې د طالبانو او پاکستاني پلاوي تر منځ د خبرو اترو درېیم پړاو د ترکیې په استانبول ښار کې پیل شوی. دا خبرې داسې مهال پیلږي، چې په سپین بولدک کې محلي سرچینې وايي، پاکستاني ځواکونو یوځل بیا ډزې کړې دي.

د معلوماتو له مخې، په دې خبرو کې د طالب پلاوي مشري د طالبانو د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق او د پاکستان له لوري د دغه هېواد د استخباراتو(ای ایس ای) مشر عاصم ملک پر غاړه لري.

د طالبانو له لوري په دې ناسته کې د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال رحمت الله نجیب، انس حقاني، د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي، د طالبانو د قطر دفتر سرپرست سهیل شاهین او د بهرنیو چارو وزارت د دوهم سیاسي ریاست رییس ذاکر جلالي هم ګډون لري.

سرچینې زیاتوي، په دې پړاو کې به دواړه لوري د تېرې ناستې د پرېکړو د پلي کولو څرنګوالي او د پاتې موضوعاتو په اړه خبرې وکړي. دا موضوعات د پاکستاني طالبانو تحریک( ټي ټي پي) د فعالیتونو او د داعش ډلې له ګواښونو سره تړاو لري.

په تېرو دریو اونیو کې د طالبانو او پاکستان تر منځ څو پړاوه خبرې اترې وشوې، خو تر اوسه کومه څرګنده پایله نه لري.

اسلام‌اباد طالبان د «ټي ټي پي» په ملاتړ تورنوي، خو طالبان دا ادعاوې ردوي او وایي چې دا مساله د پاکستان کورنۍ موضوع ده او دا هېواد غواړي چې د خپلو امنیتي ځواکونو ناکامۍ د افغان طالبانو پر غاړه واچوي.

دا په داسې حال کې ده چې د دواړو لوریو اړیکې د تېرو څو اونیو په اوږدو کې له جدي ترینګلتیا او نښتو سره مخ شوې دي.