• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

احمد شرع امریکا ته په دمشق کې پوځي اډه ور کوي

۱۵ لړم ۱۴۰۴ - ۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۴۲ GMT+۰

متحده ایالات د سوریې د پلازمېنې دمشق په یوه هوايي اډه کې د پوځي حضور ټينګولو لپاره چمتووالی نیسي. امریکا پلان لري له دې اډې څخه د اسراییل- سوریې د احتمالي تړون د څارنې لپاره کار واخلي.

د امریکا دا نا افشا شوی پلان ښيي چې سوریه د بشارالاسد د حکومت له سقوط وروسته د واشنګټن له نوې ستراتېژۍ سره ځان سموي او له لوېدیځ سره نږدې کېږي.

دغه اډه د سوریې جنوبي سیمو ته پر تلونکې لاره پرته ده، چې تمه ده د اسراییل او سوریې ترمنځ د بې‌وسلې شوې سیمې برخه وګرځي. دغه موافقه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې تر منځګړتوب لاندې روانه ده.

ټرمپ به د دوشنبې په ورځ د سوریې له ولسمشر احمد شرع سره په سپینه ماڼۍ کې وویني.

دا به لومړی ځل وي چې یو سوریایی ولسمشر واشنګټن ته رسمي سفر کوي.

رویټرز له شپږو سرچینو سره خبرې کړې، چې دوه پکې لوېدیز چارواکي او یو د سوریې د دفاع وزارت چارواکی شامل دي. دوی تایید کړې چې امریکا پلان لري له دې اډې څخه د اسراییل- سوریې د احتمالي تړون د څار لپاره کار واخلي.

د امریکا دفاع وزارت (پنتاګون) او د سوریې د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د دغه پلان په اړه تبصره نه ده کړې.

همدارنګه د سوریې ولسمشرۍ ماڼۍ او دفاع وزارت هم د رویټرز پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

ترویج لرونکی

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی
۱

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۲

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۳

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

۴

چاودې شونډې، تنکي لاسونه او درانه کارونه؛ فرید د زده‌کړو پرځای د کورنۍ اړتیاوې پوره کوي

۵

طالبانو په خوست کې دولتي مامورینو ته د ځیرک موبایلونو د ورسپارلو امر کړی

•
•
•

نور کیسې

ګلبدین حکمتیار: نیویارک کې د زهران ممداني بریا د ټرمپ پرمخ کلکه «څپېړه» ده

۱۵ لړم ۱۴۰۴ - ۶ نومبر ۲۰۲۵، ۰۷:۴۶ GMT+۰
ګلبدین حکمتیار: نیویارک کې د زهران ممداني بریا د ټرمپ پرمخ کلکه «څپېړه» ده
100%

د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار وایي، په نیویارک کې د ښاروالۍ په ټاکنو کې د یوه مسلمان وګړي زهران ممداني بریا یوه تاریخي پېښه او د ټرمپ پرمخ کلکه «څپېړه» ده. هغه وایي، د ممداني بریا د ټرمپ له ناسمو سیاستونو د امریکا د څرګند مخالفت نښه ده.

حکمتیار پنج‌شنبه د (لړم ۱۵مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، د نیویارک د ښاروالۍ ټاکنو جوته کړه چې ټرمپ او جمهوري غوښتونکي ګوند خپل ولسي ملاتړ له لاسه ورکړی او په راتلونکو ټاکنو کې به له سخت وضعیت سره مخ شي.

د حزب اسلامي مشر زیاتوي: « د دې ماتې ستره وجه د نتنیاهو له جنایتونو د ټرمپ بې درېغه حمایتونه دي. يقيناً چې د غزې تاریخي او بې‌ساري مقاومت اغېزې به پرله‌پسې توګه راڅرګندېږي.»

د حکمتیار په خبره؛ خلکو د زهران ممنداني هغه شعار ته رایه ورکړې، چې که د اسراییل ولسمشر نیویارک ته ورشي؛ نو هغه به یې ونیسي.

د زهران ممداني پلار د یوګانډا مشهور لیکوال دی او مور یې په اصل کې هندۍ ده، چې د دغه هېواد د فلمي صنعت یوه مشهوره تولیدوونکې هم ده. هغه په عربي او هندي ژبه هم خپلو مینه‌والو ته د کمپاین پېغامونه خپرول.

د دغه ۳۴کلن ځوان بریا د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې د خبرونو سرلیکونه جوړ کړي او ان د ټرمپ له مخالفتونو سره، سره یې لوړې رایې ترلاسه کول د هغه لویه لاسته راوړنه بللې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلې وروستۍ وینا کې زهران ممداني ته خبرداری ورکړی، چې د ده تګلارو او قوانینو ته باید غاړه کېږدي او له واشنګټن سره ګډ کار وکړي.

امریکا د «سي۱+۵» د لس کلنې کلیزې په مناسبت د مرکزي اسیا د سوداګرۍ کنفرانس کوربه‌توب کوي

۱۴ لړم ۱۴۰۴ - ۵ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۱۴ GMT+۰
امریکا د «سي۱+۵» د لس کلنې کلیزې په مناسبت د مرکزي اسیا د سوداګرۍ کنفرانس کوربه‌توب کوي
100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کینیډي سنټر په همکارۍ د «سي۱+۵» د لس کلنې کلیزې په مناسبت د مرکزي اسیا سوداګریز کنفرانس جوړوي.

دا ډېپلوماټیک چوکاټ چې په ۲۰۱۵ کال کې جوړ شوی، د امریکا او د مرکزي اسیا د پنځو هېوادونو قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان ترمنځ د همکارۍ او سیمه‌ییزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره رامنځته شوی دی.

د غونډې مهم ویناوال به د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مېرېدوف، د امریکا سناتور سټیو ډېنز، د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی ریچارډ ګرېنېل، د سوېلی او مرکزي اسیا لپاره د امریکا ځانګړی استازی سرجیو ګور او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سوېلی او مرکزي اسیا د چارو مرستیال پاول کاپور به وي.

د غونډې عمومي ناسته به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کریسټوفر لاندو په مشرۍ د سوداګرو له یوې ډلې سره ترسره شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دغه کنفرانس به سبا د نومبر په ۶مه د ماسپښین په ۲ بجو پیل شي، چې یوازې راجستر شويو خبریالانو ته د پوښښ اجازه ورکړل شوې ده.

دغه وزارت زیاتوي، چې دا غونډه د امریکا او د مرکزي اسیا د هېوادونو ترمنځ د لس کلنې همکارۍ د نمانځنې ترڅنګ، د اقتصادي او کلتوري اړیکو د لا پراختیا او ګډو سوداګریزو فرصتونو د ارزونې لپاره یو مهم ګام دی.

اسراییل د یو بل یرغمل جسد ترلاسه کړ

۱۴ لړم ۱۴۰۴ - ۵ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۰۷ GMT+۰
اسراییل د یو بل یرغمل جسد ترلاسه کړ
100%

په داسې حال کې چې د غزې له سیمې د فلسطینیانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي، د اسراییل د لومړي وزیر دفتر د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د غزې له سیمې څخه یې د یو بل یرغمل جسد ترلاسه کړی دی. تېره ورځ هم د حماس ډلې یو اسراییلی جسد د سره صلیب له لارې اسراییل ته سپارلی و.

دغه جسد به د هویت د پېژندلو لپاره د اسراییل عدلي طب ته ولېږل شي، که چېرې تایید شي چې دا د یو یرغمل جسد دی، نو غزه کې به د نورو شپږو یرغملو جسدونه هم وي.

بلخوا، د اسراییل پوځ ویلي چې دوی په غزه کې دوه فلسطینیان وژلي دي. پوځ زیاتوي، چې هغوی د اسراییل تر کنټرول لاندې سیمې ته په «ګواښمن ډول» ورنږدې شوي وو.

د غزې روغتیایي چارواکي وایي، چې د اسراییل په ډزو کې یو فلسطینی چې د مرکزي غزې په سیمه کې یې د سون لرګي راټولول وژلی دی. اسراییلي پوځ ویلي، چې دوی د دغه پېښې په اړه معلومات نه لري.

سره له دې چې تاوتریخوالی هره ورځ دوام لري، د یرغملو د جسدونو د بېرته ستنولو بهیر د امریکا په منځګړیتوب د هغه اوربند لاندې دوام لري، چې د اکتوبر په ۱۰مه د دوو کلونو جګړې وروسته نافذ شو.

حماس د غزې له سیمې ټول ۲۰ ژوندي یرغمل شوي کسان بېرته اسراییل ته ورکړي او په بدل کې یې نږدې ۲۰۰۰ فلسطیني بندیان او د جګړې پر مهال نیول شوي کسان له اسراییل څخه ازاد شوي دي

حماس ژمنه کړې وه، چې د ۲۸یرغمل شویو مړو جسدونه هم سپاري، خو ویلي یې دي چې د غزې ویجاړتیا د جسدونو موندل سخت کړي دي. اسراییل حماس تورنوي، چې دا بهیر قصداً ځنډوي.

اسراییل وخت په وخت په غزې بریدونه کوي، خو له اوربند وروسته تاوتریخوالی کم شوی، چې له امله یې سلګونه زره فلسطینیانو ته دا زمینه برابره شوې چې خپلو ویجاړو کورونو ته ستانه شي.

امریکا د غزې د سولې د پلان مسوده د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کوي

۱۴ لړم ۱۴۰۴ - ۵ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۳۸ GMT+۰
امریکا د غزې د سولې د پلان مسوده د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کوي
100%

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې د سولې پلان د پرېکړه‌لیک مسوده د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لسو ټاکل شویو غړو سره شریکوي. د چارواکو په وینا، دا اقدام به د چهارشنبې په ورځ وشي.

د رویټرز د راپور له مخې، یو امریکایي چارواکي ویلي چې د مصر، قطر، سعودي عربستان، ترکیې او متحده عربي اماراتو استازي به هم له امریکا سره په دې بهیر کې ګډون وکړي، څو «د سیمې پراخ ملاتړ» څرګند کړي.

د دغې مسودې متن چې د رویټرز خبري اژانس لیدلی، د دوه کلنې مودې لپاره د غزې د انتقالي ادارې جوړېدو او د نړۍوال ثبات‌ساتونکي ځواک د ځای پر ځای کولو اجازه ورکوي. دا ځواک به د سولې د بورډ تر چتر لاندې فعالیت کوي او د خپلې دندې د پلي کولو لپاره به د «ټولو ضروري لارو چارو» کارولو واک ولري، چې په ډېپلوماټيکو اصطلاحاتو کې د زور کارولو معنا لري.

یوه میاشت وړاندې اسراییل او د فلسطین وسله‌والې ډلې حماس د ټرمپ د ۲۰ مادو د پلان د لومړۍ مرحلې پر سر موافقه کړې وه. دا مرحله د دوه کلنې جګړې د پای ته رسولو او د یرغمل شویو کسانو د تبادلې پر محور راڅرخي.

تر اوسه څرګنده نه ده، چې امریکا دا مسوده له روسیې او چین سره شریکه کړې ده او که نه. د پرېکړه‌لیک د تصویب لپاره لږ تر لږه د نهو غړو مثبتې رایې او دا شرط ضروري دی، چې روسیه، چین، امریکا، برېتانیا او فرانسه پرې «ویټو» ونه‌کاروي.

که تصویب شي، دا پرېکړه‌لیک به د غزې د راتلونکي سیاسي او امنیتي جوړښت په اړه یو مهم ګام وګڼل شي، چې د سیمې د سولې او ثبات لپاره د امریکا د نوې ډېپلوماټیکې هڅې برخه ده.

په امریکا کې د نسکورې شوې الوتکې د مړو شمېر ۹ تنو ته لوړ شوی

۱۴ لړم ۱۴۰۴ - ۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۰۸ GMT+۰
په امریکا کې د نسکورې شوې الوتکې د مړو شمېر ۹ تنو ته لوړ شوی
100%

د امریکا په کینټکي ایالت کې د پرېوتې الوتکې د مړو شمېر ۹ تنو ته لوړ شوی. د «یو پي ایس» شرکت دغه بار وړونکې الوتکه د کینټکي ایالت د لوېزویل له نړیوال هوایي ډګر څخه تر الوتلو وروسته غورځېدلې ده. چارواکي وايي، د پېښې د قربانیانو شمېر ښايي لوړ شي.

د راپورونو له مخې، د«یو پي ایس» شرکت بار وړونکې الوتکه د سه‌شنبې په شپه د الوتنې پر مهال د تخنیکي ستونزو له کبله راولوېده او د اور لمبو یې پراخ زیانونه اړولي دي.

د امریکا د ټرانسپورټ خوندیتوب ملي اداره وایي چې یو ۲۸ کسیز ټیم نن سیمې ته رسېدلی چې د پېښې د علت په اړه پلټنې پيل کړي.

چارواکي وايي، د الوتکې د تور بکس موندل د څېړنې مهمه برخه ده.

د لوېزویل د نړیوال هوايي ډګر چارواکو ویلي، چې د مسافرو الوتنې په محدود ډول بېرته پيل شوې دي، خو لا هم د تېرو شپو د ځنډ شويو الوتنو له امله ډېری الوتنې ځنډېدلې او یوازې یوه لیکه د الوتنو لپاره فعاله ده.

د«یو پي ایس» شرکت تر اوسه د پېښې په اړه رسمي تبصره نه ده کړې، خو چارواکي وایي، د قربانیانو د هویت د معلومولو او د پېښې د تخنیکي لامل د تشخیص لپاره هڅې روانې دي.