• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عبدالمنان عمري: دولتي ادارې مکلفې دي چې خپلو برخو کې د راستنو شویو هېوادوالو لاسنیوی وکړي

۱۵ لړم ۱۴۰۴ - ۶ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۹ GMT+۰

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري سپین بولدک ښارګوټي کې د راستنېدونکو کډوالو له پنډغالي لیدنه کړې څو ستونزو ته یې رسېدنه وکړي. عمري له راستنېدونکو کډوالو سره لیدنه کې ډاډ ورکړی چې له امکاناتو سره سم به د هغوی ستونزو او ننګونو ته رسیدنه وکړي.

عمري زیاته کړې، چې راستنېدونکو کډوالو ته د سرپناه، اوبو، خوړو او درملو د برابرولو لپاره عاجل اقدامات کوي او همداراز د هبت‌الله له حکم سره سم ټولو دولتي ادارو ته دنده سپارل شوې؛ چې هره اداره له خپلو مسوولیتونو او دندو سره سم د راستنه‌شویو هېوادوالو لاسنیوی وکړي.

د کار او ټولنیزو چارو وزیر همداراز ویلي، وزارت هڅه کوي د راستنېدونکو لپاره د کاري فرصتونو د ایجاد کمېټې له لارې د کار زمینه برابره کړي، مسلکي کسان به په خپل اطلاعاتي بانک کې ثبت کړي او له زده‌کړو پاتې کسانو ته د تخنیکي او مسلکي مرکزونو، مدرسو او ښوونځیو له لارو د زده کړو د دوام زمینه برابره کړي.

ملا عبدالمنان عمري له پنډغالي تر لیدنې وروسته، د کرنې، سوداګرۍ، ښارجوړولو او کډوالو ادارو له مسوولینو سره هم ناسته وکړه او ټینګار یې وکړ چې د راستنېدونکو هېوادوالو د استخدام په بهیر کې دې هغوی ته لومړیتوب ورکړل شي او د کارګرانو د حقونو خوندیتوب دې هم په جدي ډول وڅارل شي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبان وایي، سږ کال به له کندهار څخه د وچو مېوو صادرات ۵ زره میټریک تُڼو ته ورسېږي

۱۵ لړم ۱۴۰۴ - ۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۳۸ GMT+۰

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، سږ کال به له کندهار څخه د وچو مېوو صادرات پنځه زره میټریک ټُنو ته ورسېږي. دغه وزارت زیاتوي، چې تېر کال د وچو مېوو د صادراتو کچه ۴،۵ زره مټریک ټُنه وه.

دغه وزارت زیاتوي چې د وچو مېوو د کیفیت د ښه والي او تولید زیاتوالي لپاره هڅې روانې دي.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د دارالانشاء رییس او د افغانستان د وچې مېوې د ټولنې استازي قاري گل‌محمد په وینا، د کرنې وزارت د بسته‌بندۍ د کیفیت په ښه‌والي، د معیاري وچولو د لارو چارو په ترویج او د بازار موندنې د زمینې په برابرولو کې مهم رول لوبولی، چې دا کار د وچو مېوو د تولید او صادراتو د زیاتوالي لامل شوی دی.

دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۱۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې اوس مهال د افغانستان ۱۵ ډوله وچې مېوې، لکه انځر، ممیز، ابجوش، شکرپاره او بادام د هېواد له بېلابېلو ولایتونو لکه بلخ، تخار، هرات، غزني، فاریاب، جوزجان او کندهار څخه راټولېږي او د کندهار شور اندام کې بسته‌بندي کېږي او له هغه ځایه بیا هندوستان، پاکستان او یو شمېر اروپايي هېوادونو ته صادرېږي.

ګل محمد زیاته کړې، چې د ایران د بندر عباس او چابهار له بندرونو څخه صادارت ترسره کیږي، ځکه چې د پاکستان د لارې تړل کېدل د صادراتو په بهیر کې ځینې ستونزې رامنځته کړي دي.

وزارت ټینګار کړی چې دوی به د وچو مېوو له سکتور سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او د شته ننګونو د حل لپاره به هم هلې ځلې وکړي.

تر دې مخکې د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېره یوه اونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارو (۱۳۶۲۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي. په دغو انتقالاتو کې صادرات هم شامل دي.

له دې ډلې د حیرتان بندر له لارې (۹۷۶۳۷) ټنه، د اقینې بندر له لارې (۹۴۰۵) ټنه، د تورغونډۍ له لارې (۱۷۸۶۲) ټنه او د خواف–هرات له لارې (۱۱۳۲۳) ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال (۱۳۶۲۲۷) ټنه کېږي.

فاروق اعظم د هبت‌الله له‌خوا له دندې تر ګوښه کېدو وروسته: زه د خلکو سیاسي بېداري ستایم

۱۵ لړم ۱۴۰۴ - ۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۳۱ GMT+۰

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت پخوانی سلاکار فاروق اعظم په یوه پیغام کې د طالبانو د مشر له خوا له دندې تر ګوښه کېدو وروسته د خلکو د سیاسي بیداري او پوهاوي ستاینه کړې ده. هغه وايي، یو شمېر ښاریانو، رسنیو او طالب چارواکو د هغه له ګوښه کېدو وروسته ورسره خواخوږي کړې ده.

فاروق اعظم د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۱۴مه) پر خپله فېسبوک پاڼه په یوه پيغام کې لیکلي: «زه د خپل ولس سیاسي بیداري او شعور ستایم چې د خپل یو خدمتکار خدمت ته په درنه ګوري. تېرو څو ورځو کې کابل کې د امارت د لوړ پوړو چارواکو په شمول د ولس مختلفو پرګنو تماس راسره نیولی دی. د ټولو دوستانو له خواخوږۍ ډېره مننه.»

نوموړي لیکلي، چې څلور کاله یې «د دین او وطن خدمت د عبادت په نیت وکړ.»

د هغه په خبره، چې د دندې پر مهال له خطرونو سره مخ شوی او د اوبو د سرچینو د لټون، مهار او تنظیم لپاره لرې سیمو ته تللی و.

هغه لیکلي: «پروسږکال د سپین غره په ډډه خوږیاڼو کی نږدی اوبو غرق کړی وم، فقط ثانیې پاتې وې چې الله پاک د ولس د مزید خدمت لپاره نجات راکړ. د وطن د سرلوړو غرو په ډډو کې مې د اوبو دمنابعو د لټون، مهار او تنظیم لپاره هغو ځایو ته چې سړک نه و تللی ورغلی یم.»

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت پخوانی ستر سلاکار فاروق اعظم چې د نجونو د زده‌ کړو د پلوۍ له امله بندي او بیا له ۱۵ورځو بندي کېدو وروسته خوشې شوی و، د لړم په ۱۱مه له دندې ګوښه او د نظامي محکمې د پرېکړې له‌ مخې، نور د طالبانو په واکمنۍ کې دنده نه‌ شي کولی.

فاروق اعظم چې د لندن په پوهنتون کې د اوبو سرچینو په برخه کې د دوکتورا تر کچې زده‌ کړې کړي د طالبانو په حاکمیت کې د اوبو او انرژۍ وزارت ستر سلاکار و.

پاکستان: پر سپین بولدک مو برید نه دی کړی بلکې له ځانه مو دفاع کړې

۱۵ لړم ۱۴۰۴ - ۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۰۰ GMT+۰

د پاکستان د اطلاعاتو او رسنیو وزارت ویلي، دوی د طالبانو هغه ادعاوې په کلکه ردوي چې د سپین بولدک د پېښې په اړه خپرې شوې دي. دغه وزارت وایي چې ډزې د افغان لوري له خوا پیل شوې وې او دوی یې دفاع کړې. طالبانو تر دې مخکې ویلي و، چې پاکستان پر سپین‌بولدک برید کړی دی.

د دغه وزارت په اعلامیه کې چې د پنجشنیې په ورځ (د لړم ۱۵مه) یې خپره کړې ویل شوي: «ډزې د افغان لوري له خوا پيل شوې وې، چې زموږ امنیتي ځواکونو ورته سمدستي، خو په سنجیده او مسوولانه توګه ځواب ورکړ.»

دغه وزارت زیاته کړې، چې پاکستان د سولې او همکارۍ ملاتړ کوي، خو هر ډول تېری او بې‌ځایه ډزې د منلو نه دي.

تر دې مخکې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي و، چې پاکستان اوربند مات کړی او پر سپین بولدک یې برید کړی دی. هغه زیاته کړې وه، دوی په استانبول کې د مذاکراتو په احترام او د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په موخه تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د کندهار پر سپین بولدک د پاکستاني ځواکونو په برید کې د حاجي وردګ او سیټ کلیو کې د پاکستان د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، په سپین بولدک کې د پاکستاني ځواکونو له خوا د برید پر مهال د وېش په سیمه کې د حاجي وردګ او سیټ په کلیو کې پر دوو ملکي کورونو د هاوان مرمۍ لګیدلې دي، چې له امله یې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان وژل شوي او د ماشومانو په ګډون څلور نور ټپیان دي.

سرچینو ویلي، چې د برید په وخت کې د سپین بولدک د وېش له سیمې څخه د وتلو پرمهال د موټرو په ټکر کې هم لس کسان ټپیان شوي دي.

طالبانو د روسیې له استازو سره د جرمونو د نړۍوالې محکمې د وروستیو پرېکړو په اړه خبرې کړي

۱۵ لړم ۱۴۰۴ - ۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۵۵ GMT+۰

په مسکو کې د طالبانو سفیر ګل حسن حسن د روسیې د ولسمشر د نړۍوالې جرمي او حقوقي همکارۍ له ځانګړي استازي سره د دغې محکمې د وروستیو پرېکړو په اړه خبرې کړي. دغې محکمې د بشریت ضد جرمونو په تور د طالبانو د مشر او د سترې محکمې د مشر د نیولو صادر کړی دی.

په مسکو کې د طالبانو سفارت د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۱۵مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی سفير ګل حسن حسن د روسیې فدراسیون د ولسمشر د نړۍوالې جرمي او حقوقي همکارۍ له ځانګړي استازي ایلیا روګاچوف سره په لیدنه کې د یادې محکمې پر حیثیت او رول بحث کړی دی.

د طالبانو په خبرپاڼه کې لیکل شوي: «د نړۍوالې جنایي محکمې، د هغې د فعالیتونو، حیثیت او رول پر بحث سربېره د نړۍوالې جنایي محکمې او د هغې د وروستیو پریکړو په اړه هم گډ بحث وشو.»

طالبانو د همدې لیدنې او خبرو نور جزییات نه دي خپاره کړي.

د جرمونو نړۍوالې محکمې د روان کال د چنګاښ میاشتې په نیمايي کې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده او د سترې محکمې د رييس عبدالحکیم حقاني د نیولو حکمونه صادر کړل.

د دې محکمې په اعلامیه کې د طالبانو مشر اخوندزاده او د قضايي برخې تر ټولو لوړ پوړی چارواکی حقاني پر بشریت ضد جرمونو تورن شوي دي.

له دې سربېره دغې محکمې په ۱۴۰۱ کال کې په اوکراین کې د جنګي جنایتونو په تړاو د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د نیونې حکم هم صادر کړی و.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته له بیا ځلي رسېدو وروسته د نورو پراخو بنديزونو ترڅنګ پر ښځو هم ګڼ بندیزونه ولګول.

ښځې او نجونې يې له ښوونځي، پوهنتونونو، کار، تفريح او ورځينو چارو منعه کړې او نږدې هره ورځ د نارينه وو ترڅنګ ځينې ښځې هم د ځينو تورونو له امله په عام محضر کې په دُرو وهل کيږي.

د قضا څانګو فارغانو ته دهبت‌الله خطاب: شرعي‌ فیصلې کوئ او ان زما تر تاثیر لاندې هم مه راځئ

۱۵ لړم ۱۴۰۴ - ۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۴۱ GMT+۰

د طالبانو مشر هبت‌الله په کندهار کې د دیني جامعاتو مسوولینو او فارغانو ته په یوه غونډه کې ویلي: «د اسلامي‌ نظام لوی هدف د شرعي محاکمو او قضا له لارې د شریعت تطبیق دی.» نوموړي د قضا برخې له فارغانو غوښتې، چې په «شرعي فیصلو کې د چا تر تاثیر لاندې را نه‌شي‌ ان که زه هم یم.»

د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۱۵مه) په کندهار کې د طالبانو د لوړو زد کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو د قضا او افتاء څانګو له مسوولینو او فارغانو سره په یوه غونډه کې برخه واخیسته.

هبت‌الله په خپلو خبرو کې یو ځل بیا پر اطاعت، د دوی د نظام پر ملاتړ او د شریعت پر عملي کولو ټينګار کړی دی.

هغه زیاته کړې، چې د محاکمو او قضا له لارې به په ټولنه کې شریعت تطبیقوي.

نوموړي ویلي: «تاسو ته به د قضاء دروند مسووليت در سپارل کېږي، نو په پوره جرئت به شرعي فیصلې کوئ او د چا تر تأثير لاندې به نه راځئ، حتی زما تر تأثير لاندې به هم نه راځئ»

هبت‌الله یو ځل بیا د شریعت په عملي کولو کې له علماو او خلکو له ملاتړ او همکارۍ مننه کړې ده.

هغه ویلي: «د علماء کرامو او عامو مسلمانانو له ملاتړ او همکارۍ څخه مننه چې د اسلامي نظام په قيام، د شريعت په تطبيق او د فرامينو په عملي کولو کې يې له امارت سره کړې ده.»

واک ته د طالبانو له بیاځلي رسېدو را وروسته دغه ډلې د شریعت د عملي کولو په نوم پر ټولنې ګڼ بندیزونه لګولي او ان په همدې نوم یې د زده کړو یوه برخه هم بنده کړې.

د طالبانو دغه ډول کړنې په کور دننه او بهر کې له پراخو غبرګونونو سره هم مخ شوي دي.