په غزه کې چارواکي وايي، د اوربند له پیل راهیسې ۲۳۹ فلسطینیان وژل شوي دي

په غزه کې روغتیايي چارواکي وایي، چې (د تلې په ۱۸مه) د اوربند له پیل راهیسې د اسراییل په بریدونو کې ۲۳۹ کسان وژل شوي دي. د دغه تلفاتو شاوخوا نیمایي یې تېره اونۍ په یوه ورځ کې ثبت شوي دي. اسراییلي پوځ بیا ویلي، ځواکونو یې پر هغو «ترهګرو» برید کړی چې له «ژېړې کرښې» اوښتي وو.
