د هند په بېهار ایالت کې نن د ټاکنو لومړی پړاو پیلېږي

د هند په بېهار ایالت کې نن د ۲۰۲۵کال د ایالتي اسمبلۍ ټاکنو لومړی پړاو پیلېږي. د دغه ایالت د ۲۴۳ حوزو له ډلې په ۱۲۱ هغو کې به نن او پاتې نورو حوزو کې به د راتلونکې سې‌شنبې په ورځ رای اچونه پیل شي.

دغه ټاکنې داسې مهال پیلېږي، چې د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي د امریکا له‌خوا د ۵۰ سلنې تعرفې د اغېزو له امله له سخت اقتصادي فشار سره مخ دی.