د ټرمپ ادارې په جرمونو کې د ښکېلو ۸۰زره کډوالو ویزې لغوه کړې

د ټرمپ ادارې د ۸۰زره هغو کډوالو ویزې لغوه کړې، چې په بېلابېلو جرمونو کې ښکېل وو. امریکایي چارواکي وایي، ډېری دغه کسان په تاوتریخوالي، غلا او د نشې پرمهال د موټر چلونې په جرمونو تورن وو.

د ټرمپ ادارې د ۸۰زره هغو کډوالو ویزې لغوه کړې، چې په بېلابېلو جرمونو کې ښکېل وو. امریکایي چارواکي وایي، ډېری دغه کسان په تاوتریخوالي، غلا او د نشې پرمهال د موټر چلونې په جرمونو تورن وو.
تر دې وړاندې د ټرمپ ادارې په اګست میاشت کې د ۶۰۰۰ زدهکړیالانو ویزې هم لغوه کړې وې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کینیډي سنټر په همکارۍ د «سي۱+۵» د لس کلنې کلیزې په مناسبت د مرکزي اسیا سوداګریز کنفرانس جوړوي.
دا ډېپلوماټیک چوکاټ چې په ۲۰۱۵ کال کې جوړ شوی، د امریکا او د مرکزي اسیا د پنځو هېوادونو قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان ترمنځ د همکارۍ او سیمهییزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره رامنځته شوی دی.
د غونډې مهم ویناوال به د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مېرېدوف، د امریکا سناتور سټیو ډېنز، د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی ریچارډ ګرېنېل، د سوېلی او مرکزي اسیا لپاره د امریکا ځانګړی استازی سرجیو ګور او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سوېلی او مرکزي اسیا د چارو مرستیال پاول کاپور به وي.
د غونډې عمومي ناسته به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کریسټوفر لاندو په مشرۍ د سوداګرو له یوې ډلې سره ترسره شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دغه کنفرانس به سبا د نومبر په ۶مه د ماسپښین په ۲ بجو پیل شي، چې یوازې راجستر شويو خبریالانو ته د پوښښ اجازه ورکړل شوې ده.
دغه وزارت زیاتوي، چې دا غونډه د امریکا او د مرکزي اسیا د هېوادونو ترمنځ د لس کلنې همکارۍ د نمانځنې ترڅنګ، د اقتصادي او کلتوري اړیکو د لا پراختیا او ګډو سوداګریزو فرصتونو د ارزونې لپاره یو مهم ګام دی.
په داسې حال کې چې د غزې له سیمې د فلسطینیانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي، د اسراییل د لومړي وزیر دفتر د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د غزې له سیمې څخه یې د یو بل یرغمل جسد ترلاسه کړی دی. تېره ورځ هم د حماس ډلې یو اسراییلی جسد د سره صلیب له لارې اسراییل ته سپارلی و.
دغه جسد به د هویت د پېژندلو لپاره د اسراییل عدلي طب ته ولېږل شي، که چېرې تایید شي چې دا د یو یرغمل جسد دی، نو غزه کې به د نورو شپږو یرغملو جسدونه هم وي.
بلخوا، د اسراییل پوځ ویلي چې دوی په غزه کې دوه فلسطینیان وژلي دي. پوځ زیاتوي، چې هغوی د اسراییل تر کنټرول لاندې سیمې ته په «ګواښمن ډول» ورنږدې شوي وو.
د غزې روغتیایي چارواکي وایي، چې د اسراییل په ډزو کې یو فلسطینی چې د مرکزي غزې په سیمه کې یې د سون لرګي راټولول وژلی دی. اسراییلي پوځ ویلي، چې دوی د دغه پېښې په اړه معلومات نه لري.
سره له دې چې تاوتریخوالی هره ورځ دوام لري، د یرغملو د جسدونو د بېرته ستنولو بهیر د امریکا په منځګړیتوب د هغه اوربند لاندې دوام لري، چې د اکتوبر په ۱۰مه د دوو کلونو جګړې وروسته نافذ شو.
حماس د غزې له سیمې ټول ۲۰ ژوندي یرغمل شوي کسان بېرته اسراییل ته ورکړي او په بدل کې یې نږدې ۲۰۰۰ فلسطیني بندیان او د جګړې پر مهال نیول شوي کسان له اسراییل څخه ازاد شوي دي
حماس ژمنه کړې وه، چې د ۲۸یرغمل شویو مړو جسدونه هم سپاري، خو ویلي یې دي چې د غزې ویجاړتیا د جسدونو موندل سخت کړي دي. اسراییل حماس تورنوي، چې دا بهیر قصداً ځنډوي.
اسراییل وخت په وخت په غزې بریدونه کوي، خو له اوربند وروسته تاوتریخوالی کم شوی، چې له امله یې سلګونه زره فلسطینیانو ته دا زمینه برابره شوې چې خپلو ویجاړو کورونو ته ستانه شي.
د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې د سولې پلان د پرېکړهلیک مسوده د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لسو ټاکل شویو غړو سره شریکوي. د چارواکو په وینا، دا اقدام به د چهارشنبې په ورځ وشي.
د رویټرز د راپور له مخې، یو امریکایي چارواکي ویلي چې د مصر، قطر، سعودي عربستان، ترکیې او متحده عربي اماراتو استازي به هم له امریکا سره په دې بهیر کې ګډون وکړي، څو «د سیمې پراخ ملاتړ» څرګند کړي.
د دغې مسودې متن چې د رویټرز خبري اژانس لیدلی، د دوه کلنې مودې لپاره د غزې د انتقالي ادارې جوړېدو او د نړۍوال ثباتساتونکي ځواک د ځای پر ځای کولو اجازه ورکوي. دا ځواک به د سولې د بورډ تر چتر لاندې فعالیت کوي او د خپلې دندې د پلي کولو لپاره به د «ټولو ضروري لارو چارو» کارولو واک ولري، چې په ډېپلوماټيکو اصطلاحاتو کې د زور کارولو معنا لري.
یوه میاشت وړاندې اسراییل او د فلسطین وسلهوالې ډلې حماس د ټرمپ د ۲۰ مادو د پلان د لومړۍ مرحلې پر سر موافقه کړې وه. دا مرحله د دوه کلنې جګړې د پای ته رسولو او د یرغمل شویو کسانو د تبادلې پر محور راڅرخي.
تر اوسه څرګنده نه ده، چې امریکا دا مسوده له روسیې او چین سره شریکه کړې ده او که نه. د پرېکړهلیک د تصویب لپاره لږ تر لږه د نهو غړو مثبتې رایې او دا شرط ضروري دی، چې روسیه، چین، امریکا، برېتانیا او فرانسه پرې «ویټو» ونهکاروي.
که تصویب شي، دا پرېکړهلیک به د غزې د راتلونکي سیاسي او امنیتي جوړښت په اړه یو مهم ګام وګڼل شي، چې د سیمې د سولې او ثبات لپاره د امریکا د نوې ډېپلوماټیکې هڅې برخه ده.
د امریکا په کینټکي ایالت کې د پرېوتې الوتکې د مړو شمېر ۹ تنو ته لوړ شوی. د «یو پي ایس» شرکت دغه بار وړونکې الوتکه د کینټکي ایالت د لوېزویل له نړیوال هوایي ډګر څخه تر الوتلو وروسته غورځېدلې ده. چارواکي وايي، د پېښې د قربانیانو شمېر ښايي لوړ شي.
د راپورونو له مخې، د«یو پي ایس» شرکت بار وړونکې الوتکه د سهشنبې په شپه د الوتنې پر مهال د تخنیکي ستونزو له کبله راولوېده او د اور لمبو یې پراخ زیانونه اړولي دي.
د امریکا د ټرانسپورټ خوندیتوب ملي اداره وایي چې یو ۲۸ کسیز ټیم نن سیمې ته رسېدلی چې د پېښې د علت په اړه پلټنې پيل کړي.
چارواکي وايي، د الوتکې د تور بکس موندل د څېړنې مهمه برخه ده.
د لوېزویل د نړیوال هوايي ډګر چارواکو ویلي، چې د مسافرو الوتنې په محدود ډول بېرته پيل شوې دي، خو لا هم د تېرو شپو د ځنډ شويو الوتنو له امله ډېری الوتنې ځنډېدلې او یوازې یوه لیکه د الوتنو لپاره فعاله ده.
د«یو پي ایس» شرکت تر اوسه د پېښې په اړه رسمي تبصره نه ده کړې، خو چارواکي وایي، د قربانیانو د هویت د معلومولو او د پېښې د تخنیکي لامل د تشخیص لپاره هڅې روانې دي.
د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ویلي، چې دا وخت په پاکستان کې د اساسي قانون او قانون پر ځای د «عاصم قانون» واک چلېږي. نوموړي ویلي، عاصم منیر د تاریخ تر ټولو مستبد واکمن دی، چې د بېساري جبر دوره یې واکمنه کړې.
عمران خان له اډیاله زندان نه په خپل پیغام کې ویلي، چې د عاصم منیر واکمني بشري حقونو ته له سپکاوي ډکه ده او حتا د ښځو، ماشومانو او زړو خلکو حقونه هم خوندي نه دي.
نوموړي ویلي، چې د عاصم منیر د واک تنده دومره زیاته ده چې د خپل قدرت د ساتلو لپاره هر ډول کار ته تیار دی.
د پاکستان پخواني لومړي وزیر ویلي، چې دا مهال د ټول هېواد برخلیک د یو تن، عاصم منیر، په امرونو پورې تړلی دی.
عمران خان په خپل پیغام کې په ډاګه کړې، چې تحریک انصاف له حکومت او پوځ سره خبرې نه کوي.
هغه د شهباز شریف په مشرۍ حکومت له یوه کاغذي او بېواکه حکومت سره پرتله کړی، چې دده په وینا، لومړی وزیر یې د «زه به اجازه واخلم، بیا به درته ووایم» تر تګلارې لاندې کار کوي.