فلیپین کې د «کلمایګي» توپان؛ د مړو شمېر ۱۴۰ ته لوړ شو او لسګونه نور تري تم دي

«کلمایګي» توپان د فلیپین مرکزي سیمې ویجاړې کړې دي او د یاد هېواد په بېلابېلو برخو کې یې ۱۴۰ کسان مړه او لسګونه نور تري تم کړي دي. د دغه توپان او سېلابونو له امله د فلیپین په سیبو ښار کې کورونه په بشپړ ډول تر اوبو لاندې شوي دي.

د راپورونو له مخې؛ دغه توپان نږدې دوه مېلیونه کسان اغېزمن کړي دي. له دې سره د فلیپین ولسمشر فرډینند مارکوس د پنجشنبې په ورځ په دغه هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړ.