• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا سنا هغه طرحه رد کړه چې پر وېنزوېلا یې د ټرمپ ادارې د نظامي اقدام مخه نیوله

۱۶ لړم ۱۴۰۴ - ۷ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۴ GMT+۰

د امریکا د سنا مجلس په ۵۱ موافقو او ۴۹ مخالفو رایو هغه طرح رد کړه، چې د ټرمپ حکومت به یې له وېنزویلا سره د جګړې له پیلولو منع کاوه.

که چیرې دا لایحه تصویب شوې وای، نو د ټرمپ اداره به یې اړه کړې وه، چې «د وېنزویلا په دننه یا پر وړاندې په دښمنیو کې د امریکا د وسله والو ځواکونو کارولو» څخه ډډه وکړي.

یوازې دوه جمهوري‌ پال سناتوران، چې د ټرمپ د ګوند غړي دي له ډيموکراټانو سره یو ځای له دې طرح ملاتړ وکړ.

دا پرېکړه د جمهوري‌ پال ګوند د لېوالیتا تازه نښه بلل کېږي چې غواړي په سویلي کارابین سمندرګي کې د امریکا د پوځ حضور وساتي.

د ټرمپ ادارې په وینا، د سپټمبر له پیل راهیسې امریکايي ځواکونو په ارام سمندر او سویلي کارابین کې پر نشه يي توکو قاچاق کونکو کښتیو لږ تر لږه ۱۶ بریدونه کړي او له امله یې څه باندې ۶۵ کسان وژل شوي دي.

په داسې حال کې، چې د امریکا پوځي حضور د کارابین په سیمه کې زیات شوی، ټرمپ د یکشنبې په ماښام (د لړم ۱۱مه) له سي‌‌بي‌‌اېس ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل، چې د وینزویلا د ولسمشر د نیکولاس مادورو ورځې «شمېرل شوې دي».

کله چې له ټرمپ څخه پوښتنه وشوه، چې ایا امریکا غواړي له وېنزویلا سره جګړه پیل کړي هغه وویل: «زما له انده، دا به ناشونې وي. زه داسې فکر نه کوم.»

ترویج لرونکی

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي
۱

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۲

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۳

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۴

پر ډیورنډ کرښه تړلې لارې؛ پاکستان خپلې سوداګریزې لارې بدلوي

۵

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

•
•
•

نور کیسې

د امریکا د استازو جرګې لومړنۍ ښځینه مشرې نانسي پلوسي له سیاست سره مخه ښه وکړه

۱۶ لړم ۱۴۰۴ - ۷ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۲۵ GMT+۰
د امریکا د استازو جرګې لومړنۍ ښځینه مشرې نانسي پلوسي له سیاست سره مخه ښه وکړه
100%

نانسي پلوسي یوازنۍ ښځه ده، چې د امریکا د استازو جرګې د ځواکمنې مشرې په توګه یې دنده ترسره کړې ده. هغې د سیاست په ډګر کې له څلور لسیزو فعالیت وروسته خپله تقاعدي اعلان کړه. د کالیفورنیا ۸۵ کلنې استازې په یوه پیغام کې ویلي، هغه به راتلونکی کال د کانګرس په ټاکنو کې برخه وا نه‌خلي.

پلوسي د امریکا د استازو په مجلس کې لومړۍ ښځه وه، چې له ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۲۳ پورې یې په دې څوکۍ کې دنده ترسره کړه او د ډيموکراټ ګوند مشري یې وکړه.

هغې په خپل ویډيويي پیغام کې وویل:«زموږ کار د تاریخ برخه ګرځېدلی او موږ پرمختګ کړی دی. اوس باید دا لاره د ولسواکۍ په بشپړ ګډون او د هغو امریکایي ارزښتونو په دفاع سره، چې موږ ته ارزښتمن دي، دوام ورکړو.»

پلوسي په ۱۹۸۷ کال کې د ۴۷ کلنۍ په عمر د لومړي ځل لپاره کانګرس ته بریالۍ شوه او ډېر ژر یې د سیاسي پرمختګ پړاوونه ووهل. هغې د ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۱ او له ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۳ پورې د استازو مجلس د مشرې په توګه دوې دورې خدمتونه وکړل.

د امریکا د استازو د مجلس مشري په امریکا کې د ولسمشر له مرستیال وروسته دوهم لوړ مقام دی، یعنې که ولسمشر او مرستیال یې دواړه نه وي، د ولسمشرۍ واک په لنډمهالي توګه مجلس رییس ته لېږدول کېږي.

پلوسي د ډیموکراټ ګوند له اغېزناکو څېرو څخه وه.هغه د هغو کلیدي سیاستوالو له ډلې وه، چې جو بایډن یې قانع کړ څو د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د کاملا هرېس په ګټه له نوماندۍ تېر شي.

هغې په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۱ کلونو کې د ډونالډ ټرمپ د استیضاح په دوو جرګو کې هم رول ولوباوه.

پلوسي د استازو د مجلس د رییسې په توګه په ۲۰۲۰ کال کې د ټرمپ د «د هېواد د وضعیت» له وینا وروسته د ټرمپ د وینا متن د ټولو په مخ کې د کېمرې پر وړاندې څېري کړ، چې دغه سمبولیک اقدام د ډېرو پام ځان ته راواړاوه.

ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د پلوسي د استعفا له اعلان وروسته پر هغې سختې نیوکې وکړې او ویې ویل، هغه «بدخویه ښځه» او «د هېواد لپاره یو لوی زیان» ده.نور جمهوري‌ پال چارواکي بیا د پلوسي د تقاعدۍ په اړه چوپ پاتې شول.

د شمال له زلزله ځپلو سره د متحده عربي امارات د مرستو درېیمه الوتکه افغانستان ته ورسېده

۱۶ لړم ۱۴۰۴ - ۷ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۰۰ GMT+۰
د شمال له زلزله ځپلو سره د متحده عربي امارات د مرستو درېیمه الوتکه افغانستان ته ورسېده
100%

متحده عربي‌ امارات د افغانستان شمال ته له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره هوايي لاره پرانیستې او نن یې د مرستو درېیمه الوتکه هم افغانستان ته ورسېده. د راپورونو له مخي، د امارات استول شوي دغه بشري مرستې شاوخوا ۹۰ ټٌنو ته رسیږي.

په دغو مرستو کې خوراکي توکي، خېمې، د استوګنې وسایل او روغتیایي مواد شامل دي، چې تمه کېږي له ۲۰۰ زره ډېرو زلزله‌ ځپلو ته ورسول شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د شمال په ځینو سیمو کې د بېړنیو اړتیاوو یوه برخه له ځايي بازارونو څخه هم برابرېږي.

د «ګلف نیوز» ویب‌ پاڼې د طالبانو د چارواکو له قوله لیکلي، متحده عربي امارات له هغو لومړنیو هېوادونو څخه دی، چې د زلزلې له پېښېدو وروسته یې سمدستي د مرستو بهیر پیل کړ.

د اماراتو د ژغورنې ډلې مشر ویلي، چې دغه هېواد له دې وړاندې یې هم د افغانستان په بېلابېلو طبیعي پېښو لکه د هرات او کونړ زلزلو کې بیړني روغتونونه جوړ کړي او د خوړو او درملو مرستې یې کړې دي.

هغه زیاته کړه، چې د مرستو لېږد لا هم روان دی او د امارات د بشري مرستو ټول وزن اوس تر ۳۶۸۱ ټٌنو پورې رسېدلی دی.

د امارات دفاع وزارت ویلي، چې د مرستو عملیات به د هوايي او سمندري دهلیزونو له لارو دوام ومومي او هڅه کېږي چې مرستې هر څومره ژر ممکن وي زلزله‌ ځپلو ته ورسول شي.

په سمنګان او بلخ ولایتونو کې د تېرې یکشنبې په نیمه شپه (د لړم ۱۱مه) د ۶ اعشاریه ۳ درجې ریکټر سره زلزله وشوه او له مالي زیانونو سربېره پکې لږ تر لږه ۲۷ کسان مړه او څه باندې ۷۰۰ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو د روسیې له استازو سره د جرمونو د نړۍوالې محکمې د وروستیو پرېکړو په اړه خبرې کړي

۱۵ لړم ۱۴۰۴ - ۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۵۵ GMT+۰
طالبانو د روسیې له استازو سره د جرمونو د نړۍوالې محکمې د وروستیو پرېکړو په اړه خبرې کړي
100%

په مسکو کې د طالبانو سفیر ګل حسن حسن د روسیې د ولسمشر د نړۍوالې جرمي او حقوقي همکارۍ له ځانګړي استازي سره د دغې محکمې د وروستیو پرېکړو په اړه خبرې کړي. دغې محکمې د بشریت ضد جرمونو په تور د طالبانو د مشر او د سترې محکمې د مشر د نیولو صادر کړی دی.

په مسکو کې د طالبانو سفارت د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۱۵مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی سفير ګل حسن حسن د روسیې فدراسیون د ولسمشر د نړۍوالې جرمي او حقوقي همکارۍ له ځانګړي استازي ایلیا روګاچوف سره په لیدنه کې د یادې محکمې پر حیثیت او رول بحث کړی دی.

د طالبانو په خبرپاڼه کې لیکل شوي: «د نړۍوالې جنایي محکمې، د هغې د فعالیتونو، حیثیت او رول پر بحث سربېره د نړۍوالې جنایي محکمې او د هغې د وروستیو پریکړو په اړه هم گډ بحث وشو.»

طالبانو د همدې لیدنې او خبرو نور جزییات نه دي خپاره کړي.

د جرمونو نړۍوالې محکمې د روان کال د چنګاښ میاشتې په نیمايي کې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده او د سترې محکمې د رييس عبدالحکیم حقاني د نیولو حکمونه صادر کړل.

د دې محکمې په اعلامیه کې د طالبانو مشر اخوندزاده او د قضايي برخې تر ټولو لوړ پوړی چارواکی حقاني پر بشریت ضد جرمونو تورن شوي دي.

له دې سربېره دغې محکمې په ۱۴۰۱ کال کې په اوکراین کې د جنګي جنایتونو په تړاو د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د نیونې حکم هم صادر کړی و.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته له بیا ځلي رسېدو وروسته د نورو پراخو بنديزونو ترڅنګ پر ښځو هم ګڼ بندیزونه ولګول.

ښځې او نجونې يې له ښوونځي، پوهنتونونو، کار، تفريح او ورځينو چارو منعه کړې او نږدې هره ورځ د نارينه وو ترڅنګ ځينې ښځې هم د ځينو تورونو له امله په عام محضر کې په دُرو وهل کيږي.

انجلینا جولي د اوکراین تر ټولو ګواښناک ښار خېرسون ته تللې

۱۵ لړم ۱۴۰۴ - ۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۵۱ GMT+۰
انجلینا جولي د اوکراین تر ټولو ګواښناک ښار خېرسون ته تللې
100%

د هالیووډ مشهوره لوبغاړې انجلینا جولي د اوکراین جګړې تر ټولو خطرناکو ښارونو خېرسون او د هغه ګاونډي ولایت مایکولایف ته سفر کړی. جولي دلته له ډاکټرانو، رضاکارانو او هغو ملکي خلکو سره وکتل چې هره ورځ د روسي ځواکونو تر بریدونو لاندې ژوند کوي.

جولي ویلي، په داسې وخت کې چې د نړۍ ډېر حکومتونه د ملکي خلکو له ساتنې، د هغوی له زړورتیا او مرستې مخ اړوي، د دغو خلکو استقامت او یووالی واقعاً د درناوي وړ دی.

په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کیږي، چې جولي مرمۍ ضد واسکټ اغوستی او په یوه تلخونه کې یې له ماشومانو سره لیدلي دي.

د هغې د سفر ملاتړې ډلې ویلي، جولي هغه روغتیايي او ښوونیز مرکزونه هم کتلي چې د روسي ځواکونو د دوامدارو بریدونو له کبله ځمکتلونو ته لېږدول شوي دي.

احمد شرع امریکا ته په دمشق کې پوځي اډه ور کوي

۱۵ لړم ۱۴۰۴ - ۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۴۲ GMT+۰
احمد شرع امریکا ته په دمشق کې پوځي اډه ور کوي
100%

متحده ایالات د سوریې د پلازمېنې دمشق په یوه هوايي اډه کې د پوځي حضور ټينګولو لپاره چمتووالی نیسي. امریکا پلان لري له دې اډې څخه د اسراییل- سوریې د احتمالي تړون د څارنې لپاره کار واخلي.

د امریکا دا نا افشا شوی پلان ښيي چې سوریه د بشارالاسد د حکومت له سقوط وروسته د واشنګټن له نوې ستراتېژۍ سره ځان سموي او له لوېدیځ سره نږدې کېږي.

دغه اډه د سوریې جنوبي سیمو ته پر تلونکې لاره پرته ده، چې تمه ده د اسراییل او سوریې ترمنځ د بې‌وسلې شوې سیمې برخه وګرځي. دغه موافقه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې تر منځګړتوب لاندې روانه ده.

ټرمپ به د دوشنبې په ورځ د سوریې له ولسمشر احمد شرع سره په سپینه ماڼۍ کې وویني.

دا به لومړی ځل وي چې یو سوریایی ولسمشر واشنګټن ته رسمي سفر کوي.

رویټرز له شپږو سرچینو سره خبرې کړې، چې دوه پکې لوېدیز چارواکي او یو د سوریې د دفاع وزارت چارواکی شامل دي. دوی تایید کړې چې امریکا پلان لري له دې اډې څخه د اسراییل- سوریې د احتمالي تړون د څار لپاره کار واخلي.

د امریکا دفاع وزارت (پنتاګون) او د سوریې د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د دغه پلان په اړه تبصره نه ده کړې.

همدارنګه د سوریې ولسمشرۍ ماڼۍ او دفاع وزارت هم د رویټرز پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.