په سند کې د ډینګي له امله د مړو شمېر ۲۵ کسانو ته لوړ شو

د پاکستان روغتیا وزارت اعلان کړی، د دغه هېواد په سند ایالت کې د پنجشنبې په ورځ د ډینګي له امله څلور کسان مړه شوي چې له دې سره په روان کال کې په سند کې د ډینګي له امله د مړو شمېر ۲۵ ته لوړ شو. د یاد وزارت په وینا؛ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په سند کې ۱۱۹۲ کسان پر ډینګي اخته شوي دي.




