د لبنان پر سوېل د اسراییل په هوايي بریدونو کې یو کس وژل شوی او ۹ نور ټپیان دي

د لبنان پر سوېل د اسراییل په بریدونو کې یو کس وژل شوی او نهه نور ټپیان دي. د لبنان دولتي خبري اژانس (NNA) ویلي، چې اسراییلي جنګي الوتکو د استوګنې سیمې بمبار کړې دي.

د لبنان پر سوېل د اسراییل په بریدونو کې یو کس وژل شوی او نهه نور ټپیان دي. د لبنان دولتي خبري اژانس (NNA) ویلي، چې اسراییلي جنګي الوتکو د استوګنې سیمې بمبار کړې دي.
اسراییل تر دې وړاندې د لبنان په سوېل کې د بریدونو له نوې څپې خبر ورکړی و او ویلي یې و، چې په لبنان کې د حزب الله مرکزونه په نښه کوي.

رویټرز امریکا او سپینې ماڼۍ ته د سوریې د لنډ مهاله مشر احمد شرع د سفر په درشل کې راپور ورکړی، چې امریکا د سوریې او اسراییل ترمنځ د امنیتي تړون د پلي کولو لپاره د دمشق په یوې هوايي اډه کې د سرتیرو د ځای پر ځای کولو لپاره چمتووالی نیسي.
د اورشلیم پوسټ ورځپاڼې لیکلي، چې د دمشق یا په شاوخوا سیمو کې یې د امریکايي ځواکونو ځای پر ځای کېدل، د سوریې د اوسني وضعیت لپاره حیاتي اهمیت لري. ورځپاڼې زیاته کړې، چې دا پرمختګ د اسراییل لپاره هم ځانګړی ارزښت لري.
تل ابیب تل د بشارالاسد د واکمنۍ پر مهال په سوریه کې د ایران د نفوذ مخالفت کړی و، ځکه چې تهران د پوځي اډو له لارې حزب الله ته وسلې لیږدولې.
د بشارالاسد د واکمنۍ له ړنګېدو وروسته په دغه هېواد کې د ایران حضور هم پایته ورسېد او شنونکي وایي، د اسراییل «د جګړو ترمنځ جګړه» یعنې د ایراني ځواکونو د ځای پر ځای کېدو پر وړاندې موخهییز هوایي عملیات پایته ورسېدل.
اورشلیم پوسټ زیاتوي:«د سوریې د مرکزي حکومت کمزوري بیا د اسراییل لپاره یو نوی ګواښ جوړولی شي.»
دغې ورځپاڼې په وروستي تحلیل کې لیکلي:«اسراییل غوره ګڼي چې د سوریې سویل ثبات ولري، څو د بهرنیو ځواکونو د رقابت ډګر نهشي.»
د امریکا د سنا مجلس په ۵۱ موافقو او ۴۹ مخالفو رایو هغه طرح رد کړه، چې د ټرمپ حکومت به یې له وېنزویلا سره د جګړې له پیلولو منع کاوه.
که چیرې دا لایحه تصویب شوې وای، نو د ټرمپ اداره به یې اړه کړې وه، چې «د وېنزویلا په دننه یا پر وړاندې په دښمنیو کې د امریکا د وسله والو ځواکونو کارولو» څخه ډډه وکړي.
یوازې دوه جمهوري پال سناتوران، چې د ټرمپ د ګوند غړي دي له ډيموکراټانو سره یو ځای له دې طرح ملاتړ وکړ.
دا پرېکړه د جمهوري پال ګوند د لېوالیتا تازه نښه بلل کېږي چې غواړي په سویلي کارابین سمندرګي کې د امریکا د پوځ حضور وساتي.
د ټرمپ ادارې په وینا، د سپټمبر له پیل راهیسې امریکايي ځواکونو په ارام سمندر او سویلي کارابین کې پر نشه يي توکو قاچاق کونکو کښتیو لږ تر لږه ۱۶ بریدونه کړي او له امله یې څه باندې ۶۵ کسان وژل شوي دي.
په داسې حال کې، چې د امریکا پوځي حضور د کارابین په سیمه کې زیات شوی، ټرمپ د یکشنبې په ماښام (د لړم ۱۱مه) له سيبياېس ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل، چې د وینزویلا د ولسمشر د نیکولاس مادورو ورځې «شمېرل شوې دي».
کله چې له ټرمپ څخه پوښتنه وشوه، چې ایا امریکا غواړي له وېنزویلا سره جګړه پیل کړي هغه وویل: «زما له انده، دا به ناشونې وي. زه داسې فکر نه کوم.»
نانسي پلوسي یوازنۍ ښځه ده، چې د امریکا د استازو جرګې د ځواکمنې مشرې په توګه یې دنده ترسره کړې ده. هغې د سیاست په ډګر کې له څلور لسیزو فعالیت وروسته خپله تقاعدي اعلان کړه. د کالیفورنیا ۸۵ کلنې استازې په یوه پیغام کې ویلي، هغه به راتلونکی کال د کانګرس په ټاکنو کې برخه وا نهخلي.
پلوسي د امریکا د استازو په مجلس کې لومړۍ ښځه وه، چې له ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۲۳ پورې یې په دې څوکۍ کې دنده ترسره کړه او د ډيموکراټ ګوند مشري یې وکړه.
هغې په خپل ویډيويي پیغام کې وویل:«زموږ کار د تاریخ برخه ګرځېدلی او موږ پرمختګ کړی دی. اوس باید دا لاره د ولسواکۍ په بشپړ ګډون او د هغو امریکایي ارزښتونو په دفاع سره، چې موږ ته ارزښتمن دي، دوام ورکړو.»
پلوسي په ۱۹۸۷ کال کې د ۴۷ کلنۍ په عمر د لومړي ځل لپاره کانګرس ته بریالۍ شوه او ډېر ژر یې د سیاسي پرمختګ پړاوونه ووهل. هغې د ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۱ او له ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۳ پورې د استازو مجلس د مشرې په توګه دوې دورې خدمتونه وکړل.
د امریکا د استازو د مجلس مشري په امریکا کې د ولسمشر له مرستیال وروسته دوهم لوړ مقام دی، یعنې که ولسمشر او مرستیال یې دواړه نه وي، د ولسمشرۍ واک په لنډمهالي توګه مجلس رییس ته لېږدول کېږي.
پلوسي د ډیموکراټ ګوند له اغېزناکو څېرو څخه وه.هغه د هغو کلیدي سیاستوالو له ډلې وه، چې جو بایډن یې قانع کړ څو د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د کاملا هرېس په ګټه له نوماندۍ تېر شي.
هغې په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۱ کلونو کې د ډونالډ ټرمپ د استیضاح په دوو جرګو کې هم رول ولوباوه.
پلوسي د استازو د مجلس د رییسې په توګه په ۲۰۲۰ کال کې د ټرمپ د «د هېواد د وضعیت» له وینا وروسته د ټرمپ د وینا متن د ټولو په مخ کې د کېمرې پر وړاندې څېري کړ، چې دغه سمبولیک اقدام د ډېرو پام ځان ته راواړاوه.
ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د پلوسي د استعفا له اعلان وروسته پر هغې سختې نیوکې وکړې او ویې ویل، هغه «بدخویه ښځه» او «د هېواد لپاره یو لوی زیان» ده.نور جمهوري پال چارواکي بیا د پلوسي د تقاعدۍ په اړه چوپ پاتې شول.
متحده عربي امارات د افغانستان شمال ته له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره هوايي لاره پرانیستې او نن یې د مرستو درېیمه الوتکه هم افغانستان ته ورسېده. د راپورونو له مخي، د امارات استول شوي دغه بشري مرستې شاوخوا ۹۰ ټٌنو ته رسیږي.
په دغو مرستو کې خوراکي توکي، خېمې، د استوګنې وسایل او روغتیایي مواد شامل دي، چې تمه کېږي له ۲۰۰ زره ډېرو زلزله ځپلو ته ورسول شي.
په ورته وخت کې د افغانستان د شمال په ځینو سیمو کې د بېړنیو اړتیاوو یوه برخه له ځايي بازارونو څخه هم برابرېږي.
د «ګلف نیوز» ویب پاڼې د طالبانو د چارواکو له قوله لیکلي، متحده عربي امارات له هغو لومړنیو هېوادونو څخه دی، چې د زلزلې له پېښېدو وروسته یې سمدستي د مرستو بهیر پیل کړ.
د اماراتو د ژغورنې ډلې مشر ویلي، چې دغه هېواد له دې وړاندې یې هم د افغانستان په بېلابېلو طبیعي پېښو لکه د هرات او کونړ زلزلو کې بیړني روغتونونه جوړ کړي او د خوړو او درملو مرستې یې کړې دي.
هغه زیاته کړه، چې د مرستو لېږد لا هم روان دی او د امارات د بشري مرستو ټول وزن اوس تر ۳۶۸۱ ټٌنو پورې رسېدلی دی.
د امارات دفاع وزارت ویلي، چې د مرستو عملیات به د هوايي او سمندري دهلیزونو له لارو دوام ومومي او هڅه کېږي چې مرستې هر څومره ژر ممکن وي زلزله ځپلو ته ورسول شي.
په سمنګان او بلخ ولایتونو کې د تېرې یکشنبې په نیمه شپه (د لړم ۱۱مه) د ۶ اعشاریه ۳ درجې ریکټر سره زلزله وشوه او له مالي زیانونو سربېره پکې لږ تر لږه ۲۷ کسان مړه او څه باندې ۷۰۰ نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو دفاع وزارت وايي، د ۲۰۵ البدر قول اردو اړوند ارزګان ولایت کې د څلورمې پلې لواد تخنیک امريت پنځه دافع هوا دوه میله دستګاوې ترمیم او بیا فعال کړي دي. دغه دستګاوې په داسې حال کې فعال شوي چې طالبان لا هم د افغانستان د هوايي حریم د ساتنې جوګه نه دي.
د طالبانو دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۱۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه دستګاوې د تیرې ادارې (جمهوري نظام) پر مهال تخریب شوې وې.
د یوه بل خبر لهمخې، د دفاع وزارت د ستردرستیز له توپچي ریاست څخه د ZU23 دوه میله دافع هوا دستګاه له څانګې څخه ۳۰ منسوبین فارغ شول.
دغه وزارت وايي، په همدې تړاو مراسمو کې اړوندو مسوولینو دغه تازه فارغ شوي منسوبین د اسلامي نظام مدافعین وبلل او د افغان خاورې ساتنه یې د هغوی اساسي دنده وبلله.
دغه دستګاوې په داسې حال کې فعال شوي، چې لا هم طالبان د دې جوګه نهدي چې د افغانستان په هوايي حریم کې د بهرنیو یرغلګرو الوتکو مخه ونیسي.