فلسطیني وسله والو د یو بل یرغمل شوي کس جسد اسراییل ته وسپاره

د فلسطین اسلامي جهاد وسله والې ډلې د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند د تړون د یوې برخې په توګه د یو بل اسراییلي یرغمل شوي کس جسد وسپاره.

د فلسطین اسلامي جهاد وسله والې ډلې د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند د تړون د یوې برخې په توګه د یو بل اسراییلي یرغمل شوي کس جسد وسپاره.
د اسراییل پوځ د شنبې په ورځ، د پیژندنې له مرحلې وروسته تایید کړه چې, ورسپارل شوی جسد د یوه اسراییلي وګړي«لیور روداف» دی.
د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر ویلي، یو تابوت چې د یرغمل شوي کس پاتې شوني پکې وو د سره صلیب له لارې په غزه کې اسراییلي امنیتي ځواکونو ته سپارل شوي دي.
اسلامي جهاد یوه وسله واله ډله ده چې د حماس سره متحده ده. دوی دا کسان د ۲۰۲۳کال د اکتوبر د ۷مې په برید کې یرغمل نیولي وو، چې د غزې جګړې لامل شو.
د اوربند د تړون له مخې، حماس ټول یرغمل شوي اسرایلیان چې د نږدې ۲۰۰۰فلسطیني بندیانو د خوشې کولو په بدل کې یې په غزه کې د اسراییلو له برید راهیسې ساتلي وو، وسپارل.

په بلخ کې د طالبانو د رسنیو دفتر د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي، چې ترکمنستان د ۳۴ میلیونه افغانیو په ارزښت بشري مرستې یادې ډلې ته سپارلي دي.
طالبانو ویلي، چې د شمالي ولایتونو د زلزله ځپلو لپاره د ترکمنستان له خوا لېږل شوې مرسته په اقینه بندر کې د ترکمنستان د ملي شورا د رییس رجب بازاروف او په مزارشریف کې د ترکمنستان د قونسل بازار بای کعبه یوف له خوا په بلخ کې د طالبانو د والي مرستیال نورالدین ابو ادریس او د بلخ سیمه ييز طالب چارواکو ته سپارل شوې.
د طالبانو د معلوماتو له مخې، په یاده مرسته کې خوراکي توکي، درمل، ساختماني توکي او جامې شامل دي.
د ترکمنستان له خوا یاده مرسته په داسې حال کې طالبانو ته سپارل شوي، چې څو ورځې وړاندې په بلخ او سمنګان ولایتونو کې یوې زورورې زلزلې له امله نږدې ۳۰ کسان مړه او له ۷۰۰ څخه ډېر ټپیان شول.

د معراج په نوم ایراني هوايي شرکت نن د بلخ ولایت (مولانا جلالالدین محمد بلخي نړیوال هوايي ډګر) ته خپله لومړنۍ الوتنه ترسره کړه.
په بلخ کې طالب چارواکو ویلي چې دغه شرکت به په اونۍ کې څلور الوتنې ترسره کوي، چې له دې ډلې به یې ۳الوتنې کابل ته او یو بلخ ولایت تهوي.
خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن یاد شرکت په لومړنۍ الوتنه کې ۱۲۰تنه مسافر له ایران څخه بلخ ولایت ته لېږدولي دي.
معراج هوايي شرکت موخه لري چې د افغانستان د ښارونو ترمنځ د الوتنو شبکه پراخه کړي او د مسافرو لپاره خوندي او منظم سفرونه وړاندې کړي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د څو باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې امریکا د غزې تړانګې ته د بشري مرستو د داخلېدو د څارنې مسوولیت له اسراییلو څخه اخیستی دی.
په راپور کې راغلي، امریکا په اسراییلو کې د کریاتګات په ښار کې یو ګډ «ملکي ـ نظامي» د همغږي مرکز جوړ کړی، چې د مرستو د واردولو بهیر څاري او د پرېکړې اصلي واک له اسراییلو څخه امریکا ته انتقال شوی دی.
واشنګټن پوسټ لیکي، د دې بدلون له مخې، اسراییل اوس یوازې ثانوي رول لري او وروستۍ پرېکړه چې کوم توکي غزې ته داخلېږي، د امریکا په واک کې ده.
سرچینې وايي، د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) هم خپل حضور او نظارت پر مرستو، او همدارنګه د اوربند پر وضعیت او د حماس ډلې سره د اړیکو څارنه پیاوړې کړې ده.
دغه اقدام په داسې حال کې کېږي چې د غزې وضعیت لا هم ترینګلی دی، او د نړیوالو سازمانونو په وینا، د سیمې میلیونونه اوسېدونکي د خوراکي توکو، درملو او څښاک اوبو له سختې کمښت سره مخ دي.

د مخکني جمهوري نظام پر مهال د خوست والي حلیم فدایي ویلي، طالبان نن هغه غوښتنې له پاکستان سره تکراروي چې پخوا یې «کفر» بللې وې. نوموړي له طالبانو او پاکستانه غوښتي چې د جګړې پر ځای خپل اختلافات د خبرو له لارې حل کړي، ځکه د جګړې پایلې به د اسلام اباد د خوښې خلاف وي.
حلیم فدایي په اېکس لیکلي، د مخکني جمهوري نظام لهخوا به چې اعلامیه خپره شوه «د افغانستان خاوره به د بل هېچا پر ضد نه کارول کېږي»، نو په پاکستان کې ناستو طالبمسلک شیخانو به «کفري» بلله.
هغه لیکلي:«دوی ویل چې ستاسو دا عمل کفري دی، ځکه تاسې د مظلومو مسلمانو خلکو غوښتنو ته رسېدګي نه کوئ او دایې هم ویل چې اسلام کې سرحدونه نشته.»
فدایي ټینګار کړی چې اوس هم طالبان له پاکستان او نورو هېوادونو ته همدا ډاډورکوي، هماغه څه چې پخوا یې رد کړي وو او دا تکرار هغه تغیر ښيي چې «نن یوازې ملا په قدرت کې دی او بس.»
هغه همدارنګه د ترکیې د خبرو یادونه کړې او ویلي یې دي چې «ظاهرا د ترکیې خبرې ناکامې شوې»، خو لیکلي یې دي که جګړه وشوه، نو جګړه یوازې په وسلو نه ګټل کېږي، بلکې د جګړې عامل د خلکو، شعارونو او انګیزو په بدلولو کې دی.
فدایي دا هم لیکلي:«جګړه وسلې او مهمات نه کوي، جګړه د وسلې ترشا سړي او بیا د سړو تر شاه انګیزه کوي.»
په ضمن کې فدایي خپل واضح دریځ هم څرګند کړی: «زه نه د جګړې او نه د طالب پلوی یم»، خو خبرداری یې ورکړی چې که حالات داسې پرمخ لاړ شي چې پاکستان له طالبانو سره په یو لوري وي او د طالبانو مخالف ځواکونه ته پناه ورکړي، ممکن جګړه خطرناکه لار غوره کړي.
فدایي ویلي، طالبان باید پر پاکستان تمرکز پرېږدي او «له ټولو مخالفو افغانانو سره عاجل بینالافغاني مذاکرات» پیل کړي ترڅو داخلي اختلافات حل او یو مشروع، د ولس د خوښې حکومت رامنځته شي.
هغه وایی:«مخکې له دې چې افغانان د پاکستان غېږې ته ور ټېل شي، خپله او د خپل حاکمیت غېږ ورته خلاصه کړئ او د پخوانیو حکومتونو غلطي مه کوئ.»
فدایي اندېښمنه څرګندوي چې که طالبان خپل چلند همداسې وساتي، نو وروستۍ قرباني به افغانان وي، او په نهایت کې د جګړې زیان به د ملت پر اوږه وي؛ هغه طالبان ته سپارښتنه کوي چې خپل داخلي شخړې له خبرو سره حل کړي نه له بهرنیو متقابل عملونو.

د طالبانو حکومت د پاکستاني طالبانو د غورځنګ په اړه ویلي چې پاکستان کې ناامنۍ له ۲۰۰۲ کال وړاندې پیل شوې او د دغه هېوا په داخلي سیاست او پوځي اقداماتو پورې اړه لري. د طالبانو ویاند مجاهد زیاتوي چې دوی د سیمې له ګاونډیانو سره د خبرو دوام ته ژمن دي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد نن شنبه د (لړم ۱۷مه) یو خبري کنفرانس کې وویل چې د ترکیې په استانبول کې د خبرو وروستی پړاو د سیمې د حالاتو د روښانتیا سبب شو، خو په عین وخت کې یې روښانه کړه چې په پاکستان کې ځینې ځانګړي پوځي کړۍ د افغانستان د بېثباتۍ څخه تل ګټه پورته کړې ده.
هغه وویل:«متأسفانه په پاکستان کې ځینو خاصو پوځي کړیو ته په افغانستان کې مرکزي قوي حکومت، امنیت، پرمختګ او په عموم کې سوله او ثبات ښه نه ایسي، ځکه دوی تل د افغانستان له ناامنۍ، اشغالونو، مهاجرتونو او مجبوریتونو څخه ګټه پورته کړې.»
مجاهد ټینګار وکړ چې د TTP قضیه نوې نه ده او د ۲۰۰۲ کال راهیسې په پاکستان کې موجوده ده.
نوموړي په پاکستان کې د بېلابېلو پوځي عملیاتو لنډ تاریخ یاد کړ او ویېویل چې د تیرو کلونو عملیاتو لوی شمېر پښتانه کډوال شوي دي.
د هغه په وینا، دا پېښې د «طالبانو له راتګ سره تړلې ستونزه نه ده» بلکې د پاکستان دننه سیاست او پوځي تګلارو نتیجه ده.
د طالبانو ویاند زیاته کړه چې له واکمنۍ وروسته امارت د هغو قبایلي کډوالو د وضعیت د ښه کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي دي. کورونه یې له ډیورنډ کرښې لرې مرکزي سیمو ته انتقال شوي، کمپونه یې جوړ شوي، د وسلو ګرځولو مخه یې نیول شوې او د ستونزو د حل لپاره یې یو اصلاحي کمیسیون جوړ شوی.
مجاهد وویل:«د طالبانو حکومت به د ټولو هغو هڅو او اقداماتو تود هرکلی وکړي چې په پایله کې يې دغه کډوال خپلو سیمو ته ستانه شي.»
په عین وخت کې، مجاهد څرګنده کړه چې طالبان پوره مسولیت لري چې له خپلې خاورې څخه د بل هېواد په چارو کې د مداخلې اجازه ورنه کړي او هر ډول داسې هڅه به ودرول شي.
هغه وویل:«طالبان لا هم ځان مسول ګڼي چې له خپلې خاورې څخه چاته د بل هېواد په چارو کې د مداخلې اجازه ورنه کړي؛ بلکه مخه یې ونیسي.»
مجاهد په پاکستان کې د پوځي کړیو او د هغوی د تېرو عملیاتو بېلابېلو نمونو ته اشاره وکړه، د ۲۰۰۲ کال څخه تر ۲۰۱۴ او وروسته پورې عملیات او د هغوی د بشري اغېزو یادونه یې وکړه، او ویل یې چې دا پېښې د پاکستان داخلي ستونزې دي چې له اوږدې مودې راهیسې روانې دي.
ده په ډاګه کړه چې طالبان د سیمې او دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو دوام ته ژمن دي او که کوم اړخ د مخامخ خبرو لاره غوره کړي، ورسره د مسایلو د حل زمینه برابره شوې ده.
په پای کې مجاهد ټینګار وکړ چې «دا موضوع باید له واقعیتونو او تاریخي شواهدو سره وڅېړل شي» او د سیمې هېوادونه باید د ګډو مذاکراتو له لارې د ثبات او امنیت لپاره کار وکړي، نه دا چې په یو اړخیزو تورونو او تبلیغاتو سره د ستونزو پېچلتیا نوره هم زیاته شي.
