معراج هوايي شرکت نن بلخ ته خپله لومړنۍ الوتنه ترسره کړه

د معراج په نوم ایراني هوايي شرکت نن د بلخ ولایت (مولانا جلالالدین محمد بلخي نړیوال هوايي ډګر) ته خپله لومړنۍ الوتنه ترسره کړه.

د معراج په نوم ایراني هوايي شرکت نن د بلخ ولایت (مولانا جلالالدین محمد بلخي نړیوال هوايي ډګر) ته خپله لومړنۍ الوتنه ترسره کړه.
په بلخ کې طالب چارواکو ویلي چې دغه شرکت به په اونۍ کې څلور الوتنې ترسره کوي، چې له دې ډلې به یې ۳الوتنې کابل ته او یو بلخ ولایت تهوي.
خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن یاد شرکت په لومړنۍ الوتنه کې ۱۲۰تنه مسافر له ایران څخه بلخ ولایت ته لېږدولي دي.
معراج هوايي شرکت موخه لري چې د افغانستان د ښارونو ترمنځ د الوتنو شبکه پراخه کړي او د مسافرو لپاره خوندي او منظم سفرونه وړاندې کړي.


د طالبانو د کډوالو عالي کمیسیون ویلي، چې تېره ورځ ۹۶۹۴ تنه افغان کډوال د سپین بولدک، تورخم، بهرامچې، ورېښمو پله او اسلام کلا له لارې له پاکستان او ایران څخه ۹۹۵۲ تنه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
یاد کمیسیون نن د شنبې په ورځ، د لړم ۱۷مه ویلي، چې تېره ورځ ۱۱۰۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۲۸۴ تنو ته رسېږي، د سپین بولدک له لارې، ۴۹۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۵۰۶ تنه د تورخم له لارې او ۱۴۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۰۴ تنه د بهرامچې له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.
د طالبانو د کډوالو عالي کمیسیون د معلوماتو له مخې، ۲۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱۱ تنه و د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې او ۳۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۷ تنه وو له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
طالبانو ویلي، چې د راستانه شویو کډوالو له ډلې یو شمېر یې په لنډمهالو پنډغالو کې ځای پر ځای شوي او شمېر یې کندهار، هرات، لوګر، زابل، غزني، پکتیکا، فراه، هلمند، نیمروز، کابل، کونړ، ننګرهار، لغمان، فاریاب، خوست، لوګر، کندوز، بلخ، سرپل او جوزجان ولایتونو ته لېږدول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستیو شخړو وروسته په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او شړلو بهیر چټک شوی.
په ورته مهال په استابول کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د بې پایلو مذاکراتو له پای ته رسیدو وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په پاکستان کې مېشت افغان کډوالو غږ کړی، چې خپل هېواد ته ستانه شي.

په پنجشیر کې د طالبانو والي محمد اغا حکیم ویلي، چې د پارنده بند د څلور میګاواټه برېښنا دتولید ظرفیت لري او په دې سره به د ټول ولایت د برېښنا اړتیا پوره شي.
په پنجشیر کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یاد ولایت د والي د ویاند سیف الدین لټون له قوله ویلي، چې د تولیدي برېښنا یاده پروژه بشپړه شوې او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
په پنجشیر کې طالب چارواکو ویلي، چې یاده پروژه د اوکرایني متخصصینو او انټر ګلوبل میډل ایسټ له خوا د ۷،۵ میلیونو ډالرو په لګښت پلې شوې ده.
د یاد بند جوړولو بنسټ په ۲۰۱۳ کال کې اېښودل شوی ، خو د ځینو لاملونو له امله یې رغنیزي چارې درول شوې وي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو داستوګنې او ښاري پراختیا پروګرام (هیبیتات)ویلي چې د مزارشریف ښار په تېرو دوو لسیزو کې بې له ښاري پلان جوړونې او منظمې نقشه په چټکۍ سره پراخ شوی دی.
دغه ادارې پر ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې ښاري پراختیا هغه وخت ریښتینی پرمختګ ګڼل کېږي، کله چې دا د منظمې ښاري پلان جوړونې پر بنسټ ترسره شي.
هیبیتات زیاته کړې: «راځئ داسې ښارونه جوړ کړو چې د ټولو لپاره ګټور او کارېدونکي وي.»
یادې ادارې ویلي، د مزارشریف بېپلانه پرمختګ ښاري ستونزې زیاتې کړې دي، لکه د استوګنې بېنظمې ساحې، د خدماتو کمښت، او د چاپېریال د مدیریت نشتوالی.
دغه ادارې تر دې وړاندې د هرات او فیروزکوه ښارونو د غیرمعیاري پراختیا په اړه هم خبرداری ورکړی و.
ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې د افغانستان په کچه د ښارونو د اوسېدونکو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي، او که د ښاري پراختیا لپاره واضح پلان جوړ نه شي، ښاري بېنظمۍ به د راتلونکو کلونو یوه لویه ستونزه شي.

په زابل کې د طالبانو د اطلاتو او کلتور ریاست ویلي، چې په یاد ولایت کې یې له بندیانو څخه د "سیرت النبي" ازموینه اخیستي او په ازموینه کې ۱۱ تنو لوړو نمرو ترلاسه کوونکو بندیانو ته ډالۍ هم ورکړې دي.
د زابل په زندان کې د" سیرت النبي" د ازموینې د پایلو د اعلان په مراسمو کې د یاد ولایت ګڼو سیمه ییزو طالب چارواکو هم ګډون کړی و.
په زابل کې د طالبانو د اطلاتو او کلتور رییس رحمت الله حماد وايي:«انسان هغه وخت د کمال درجې ته سېږي، چې د خپل پیغبمر سیرت وپېژني او عملي کې راولي. د سیرت زده کړه یوازې د علم خبره نه ده، بلکې د ټولنې اصلاح هم د همدي سیرت په عملي کولو کې نغښتې ده.»
خو د افغانستان انټرنشنل موندنې ښيي چې د طالبانو له خوا د "سیرت النبي" په نوم چاپ شوی او په پراخه کچه وېشل شوی کتاب کې د افغانستان د تاریخي پیښو په اړه ناسم معلومات لیکل شوي دي.
په دغه کتاب کې لیکل شوي، چې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو شمېر ۷۸۱ زره تنه وو، خو د رسمي شمېرو له مخې په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو شمېر ۱۴۰ زره تنه وو.
په یاد کتاب کې د اصلي متحوا پرځای طالبانو خپل روایات د تاریخي پیښو په توګه لیکلي دي.
په یاد کتاب کې لیکل شوي:«د امت عالمان د مذهبي متنونو څخه د استنباط له مخې، په متفقه توګه د اسلامي حکومت جوړول نه یوازې د امت لپاره یو ثابت حق ګني، بلکې د مسلمانانو لپاره یو دیني دنده او وجیبه هم ګڼي.»
د یاد کتاب یوه برخه د طالبانو د بنسټ اېښودونکو،یادې ډلې د مشرانو په ځانګړې توګه د اسلامي حکومت په وړاندې د مسلمانانو مکلففیت، د طالبانو اهدافو، په افغانستان کې د وژل شویو نړیوالو ځواکونو شمېر او نورو مسایلو په اړه پوښتونو ته وقف شوې ده.

د ازادۍ جبهې د سیاسي چارو مسوول داوود ناجي وايي، د طالبانو او پاکستان ترمنځ روانې شخړې د افغانستان د خلکو په زیان دي، او طالبان د پاکستاني طالبانو(ټي ټي پي)د ملاتړ لپاره افغانان قرباني کوي.
ناجي په ایکس خواله رسنۍ په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د استانبول د خبرو د ناکامۍ وړاندوینه لا له وړاندې کېدله، ځکه طالبان اوس د «ټي ټي پي» د ملاتړ له امله له اسلاماباد سره په مخامخ شخړه کې دي.
هغه زیاته کړې چې د دواړو لورو د اړیکو خرابېدو له امله پوله تړلې، سوداګر زیانمن شوي، د خامو موادو بیې لوړې شوې، او افغانستان د پاکستان سره د یوې تمام عیارې جنګ پر درشل ولاړ دی.
د ده په وینا، دا حالت د دې معنا لري چې طالبان د پاکستاني طالبانو د خوندیتوب په بدل کې د افغانستان خلکو ته زیان رسوي.
ناجي ټینګار کړی: «طالبان د پاکستاني طالبانو د دفاع لپاره د افغانستان خلک قرباني کوي. دا کړنه د هېواد له ملي ګټو او د خلکو له خیر سره په ټکر کې ده.»
د ازادۍ جبهې د سیاسي چارو مسوول په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې د طالبانو او پاکستان تر منځ په ترکیه کې خبرې اترې بې له کومې پایلې درېدلي دي.
تېره ورځ ناوخته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت او په ترکیه کې د مذاکراتي پلاوي سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي و، چې پاکستاني لوري د خپلو غوښتنو اته ماده ییز لېست د طالبانو مذاکراتي پلاوي ته سپارلی چې له مخې یې پاکستان غواړي طالبان د ټي ټي پي اړوند وسله واله په افغانستان کې بې وسلې ځای پر ځای کړي.
د سرچینې په خبره، پاکستان ادعا کړې چې افغان طالبان د ټي ټي پي د ملاتړ سربېره په پاکستان کې د ټي ټي پي د وسله والو سره اوږه په اوږه د پاکستان د حکومت پر وړاندې جنګیږي چې د طالبانو له خوا په مذاکراتو کې رد شوې ده.
په ترکیه کې د مذاکراتي پلاوي یوې سرچینې بیا ویلي چې د طالبانو پلاوي د داعش - خراسان ډلې په تړاو شواهد چې په بلوچستان او یو شمېر قبایلي سیمو کې د پاکستان د حکومت تر څار لاندې فعالیت کوي منځګړو هېوادونو ته سپارلي دي.
سرچینه وايي چې طالبانو له منځګړیو هېوادونو غوښتي، تر څو پاکستان قانع کړي چې داعش ډلې ته اجازه ورنه کړي چې د دوی پر ضد د پاکستان له خاورې استفاده وکړي، خو پاکستان دغه ادعا رد کړې ده.